په اعدام محکوم جاپانی تر نیمې پېړۍ انتظار وروسته بیا محاکمه کېږي

له خپلې خور سره د اواو هاکامادا انځور - ۲۰۱۹

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له خپلې خور سره د اواو هاکامادا انځور - ۲۰۱۹
    • Author, له توکیو نه شيماء خليل او سيمون فريزر
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

په جاپان کې د هغه سړي محاکمه بېرته پیلېږي چې کابو ۵۰ کاله یې د اعدام د حکم اجرا کېدو په انتظار کې تېر کړل.

اواو هاکامادا اوس ۷۸ کلن دی چې د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دا په ګرده نړۍ کې په اعدام تر ټولو د اوږد مهال لپاره محکوم شوی بندي دي.

پر ده په ۱۹۶۸ کال د اعدام حکم په دې جرم وخوت چې خپل مدیر یې د هغه له مېرمنې او دوو ماشومانو سره په ۱۹۶۶ کال وژلي وو.‌

بالاخره دغه تورن سوکوهونکي تر ۲۰ کلونو پوښتنو ګروېږنو وروسته خپل جرم ومانه خو ویې ویل چې په وهلو اعتراف ترې واخیستل شو. بیا وروسته په محکمه کې دا اعتراف بېرته لیرې کړل شو.

د بشر حقونو ډلو پر جاپاني پولیسو نیوکه وکړه چې ګنې ډېری وخت په جبر او زور اعتراف اخلي.

د زنداني خور هیدیکو هاکامادا د محکمې د بیا پیلېدو له خبر اورېدو وروسته د خپل ورور له وکیل سره په خندا شوه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د زنداني خور هیدیکو هاکامادا د محکمې د بیا پیلېدو له خبر اورېدو وروسته د خپل ورور له وکیل سره په خندا شوه

قاضیان به د بیا محاکمې پرمهال پر هغو جامو د توی شوې وینې د بېلګې ازموینه کوي چې ویل کېږي قاتل د پېښې پرمهال اغوستي وو.‌

د هغه وکیلانو ویلي، داسې کومه پېښه نه ده شوې او ثبوتونه له ځانه جوړ شوي.

چارواکو ایواو هاکامادا په میسو فابریکه کې، چې د توکیو په لوېدیځ شیزوکا کې د سویا دانو کار پکې کېده، د خپل مدیر او د هغه د کورنۍ تر وژل کېدو وروسته ونیو

وژل شوي کسان په چړو تر مرګه وهل شوي وو.‌

په ۲۰۱۴ کال،‌ هاکامادا له زندانه خوشی شو، او یوې سیمه ییزې محکمې یې د بېرته محاکمه کولو حکم وکړ.

محکمه دې پایلې ته ورسېده چې محققینو ښايي جعلي ثبوتونه جوړ کړي وو.‌ وروسته عالي محکمې په توکیو کې دا پرېکړه نقض کړه.

د زنداني خور هیدیکو هاکامادا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د زنداني خور هیدیکو هاکامادا

له استیناف وروسته عالي محکمې په حکم کې د بیا غور کولو امر وکړ چې بالاخره اوس بیا محاکمې ته برابر شو.

د هاکامادا ۹۰ کلنه خور هیدیکو وویل "له ۵۷ کلونو راهیسې ددې ورځې په تمه وم او دا دی دا وخت اوس راورسېد. بالاخره زما له اوږو بار پورته شو."

ایواو هاکامادا کورنۍ وايي، د هغه رواني حالت له څو لسیزو زنداني کېدو وروسته خراب شوی دی.

جاپان د امریکا برعکس یو ډیموکراتیک صنعتي هېواد دی.‌ امریکا کې لا هم د اعدام حکم عملي کېږي.