د ۱۹ معلولولینو وژونکی په اعدام محکوم شو

د عکس سرچینه، AFP
هغه جاپانی وګړی په اعدام محکوم شو چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د معلولینو په یوه مرکز ۱۹ معلولین په چاړه وهلي او وژلي وو.
د جاپان خبري اژانس کیودو د رپوټ له مخې ساتوشي اوماتسو ویلي وو هغه معلول کسان چې خبرې نه شي کولی بشري حقونه نه لري.
دغه ۳۰ کلن کس په تېر کې ټوکیو ته نږدې د معلولو او نورو اړو کسانو په یوه ساتن ځای کې کار کړی وو.
د ډله ییزې وژنې دا قضیه په جاپان کې چې د تاوتریخوالي جرمونه په کې ډیر کم پیښېږي، یوه تر ټولو ناوړه پېښه وه او خلک یې هک حیران کړي وو.
ساتوشي اوماتسو وړاندې یوې ځايي ورځپاڼې ته ویلي وو چې د هغو کسانو "ژوند بې مانا دی" چې رواني ناروغي ولري او دا کار یې "د ټولنې د ښېګڼې لپاره کړی دی. "
د قضیې له څېړلو وروسته نن دوشنبه ( مارچ ۱۶) د یاکوهاما ځايي محکمې پریکړه وکړه چې نوموړی دې غرغره کړل شي.
اوماتسو وړاندې ویلي وو چې نه غواړي د محکمې له خوا د ده په حق کې د شوې پریکړې په وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.
هغه د محکمې په جریان کې هم په دې اړه چې ۱۹ کسان یې په چاړه وهلي او وژلي دي، له هر ډول بحث او مناقشې ډډه وکړه.

د عکس سرچینه، AFP
خو د ده مدافع وکیلانو استدلال کاوه چې ده رواني ستونزې لرلې نو ځکه بې ګناه دی. دوی ویلي چې اوماتسو د پېښې پرمهال د نشه یي توکو تر اغیز لاندې وو.
مدافع وکیلانو وویل "هغه چرس څښلي وو او روانی ناروغي یې لرله او داسې حالت کې وو چې هیڅ نوع مسؤلیت یې نه شو منلی او یا دا چې مسؤلیت منلو وړتیا یې ډېره کمزورې شوې وه. "
له پېښې وروسته د هغه د وینې په معاینه کې جوته شوه چې رښتیايي هم چرس څښلي وو.
خو څارنوالانو ټینګار درلود چې اوماتسو له رواني پلوه روغ جوړ وو او دا کړنه یې ناانساني وه ، دوی د تورن کس په وړاندې هیڅ نرمي ونه ښودله.



















