امریکا وايي، د اسرائل او حزب الله ترمنځ اوربند شوی؛ په لبنان کې د نورو هوايي بریدونو رپوټونه ورکړل شوي

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لبنان وايي، د اسرائیلي بمباریو له کبله ۴۷ کسان وژل شوي دي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا یو چارواکی وایي، وروسته له هغه چې په سویلي لبنان کې د اسرائیلو سختو هوايي بریدونو ۴۷ کسان ووژل، اسرائیل او حزب‌الله د اوربند پر یوه هوکړه سلا شوي دي.

له دې مخکې د اسرائیل او حزب الله تر منځ له پرلپسې نښتو وروسته، چې پکې حزب‌الله په لبنان کې څلور اسرائیلي سرتېري هم ووژل، داسې اندېښنې راپورته شوې وې، چې دا کولای شي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې ختمولو توافق کمزوری کړي.

د اسرائیل پوځ تائید کړه چې اوربند پلی شوی، خو وروسته یې یو ویاند وویل چې ځواکونه به یې ''د سملاسي ګواښونو له منځه وړلو ته دوام ورکړي''.

حزب‌الله لا تر اوسه د اوربند رسمي تائید نه دی کړی، خو د دې ډلې عمومي منشي شیخ نعیم قاسم ویلي: ''د حزب‌الله له منځه وړلو پروژه ناکامه شوې ده.''

د مرستندویه چارو مسوولینو په نبطيه ښار کې بي بي سي ته وویل، چې د اوربند له پیل (له ځایي وخت سره سم ماسپښین ۴ بجې) وروسته لږ تر لږه ۱۲ هوايي بریدونه شوي دي.

دا خونړۍ تاوتریخوالی داسې نښه بلل کېږي، چې ډونلډ ټرمپ ښايي په بشپړه توګه له ایران سره د خپل توافق پر برخلیک کنټرول ونه لري.

د تفاهم یاددشت په لبنان کې او دغه راز د امریکا او ایران ترمنځ اوربند اعلان کړی و، خو واقعي وضعیت بل ډول دی او له امله یې تهران ټرمپ تورن کړی چې اسرائیل نه شي مهارولی.

خپله ټرمپ هم دې بحث ته زور ورکړی، ځکه هغه د خپل متحد، اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په هکله د بې ساري تورونو لړۍ مطرح کړې، او اشاره یې کړې چې هغه د حزب‌الله پر ضد په جګړه کې له کوم منطق پرته ملکي وګړي وژني.

په سویلي لبنان کې د تېرې شپې نښتو نورې ستونزې هم رامنځته کړې دي.

که څه هم سپینه ماڼۍ ټینګار کوي چې اوربند عملي دی، خو د اسرائیلو د ملي امنیت سخت دریځي ښي اړخي وزیر ایتامار بن ګویر د اسرائیلي سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي: ''لبنان باید وسوځي... د هرې هغې اوښکې په بدل کې چې یوه اسرائیلۍ مور یې تویوي، یو زر لبنانۍ مېندې باید وژاړي.''

په ځواب کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسرائیل تورن کړی چې ''دایمي جګړه'' غواړي، او ټینګار یې کړی چې د تفاهم په یادداشت کې د شوې ژمنې هر ډول سرغړونه به ''د امریکا پر غاړه واچول شي.''

د ټرمپ جوړجاړی پر دې تکیه کوي، چې دواړه لوري خپل سخت‌دریځي کابو کړي او زغم وښيي، خو تر اوسه داسې کومې نښې نه ښکاري.

نتنیاهو تر کورنیو فشارونو لاندې دی چې د حزب‌الله پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې حزب‌الله ویلي، تر هغه مهاله به خپل بریدونه روان وساتي چې پر سویلي لبنان د اسرائیلو یرغل دوام وکړي.

د وروستي اوربند تر اعلان وروسته، د اسرائیلو پوځ ویاند اېفي دیفرین وویل، اسرائیل به د ''سملاسي ګواښونو له منځه وړلو ته دوام ورکړي، د حزب‌الله سرغړونو ته به ځواب ووایي او د خپلو ملکي وګړو د ساتنې لپاره به هره لازمي چاره ترسره کړي.''

د حزب‌الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم بیا د جمعې پر ورځ وویل: ''د حزب‌الله د له منځه وړلو پروژه ناکامه شوې، او اسرائیلیان به زموږ د خاورې له هر وروستي انچه ووځي.''

نښتې هغه مهال پیل شوې چې حزب‌الله وویل په سویلي لبنان کې یې پر یوې اسرائیلي ډلې کمین کړی، درې ټانکونه یې د لارښود لرونکو توغندیو په وسیله ویجاړ کړي، او پر ځواکونو یې راکټي او توپچي بریدونه کړي دي. په وژل شویو څلورو سرتېرو کې د یوه کنډک قوماندان هم شامل و.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو هوايي بریدونو کې ۴۷ کسان وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي او ۹۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د نبطيه سیمې روغتیا وزارت چارواکو په وینا، ۹ کسان په حاروف، ۷ په حابوش، او ۶ په الدویر کې وژل شوي، چې یو ماشوم هم په کې شامل دی.

د دې هېواد دولتي خبري اژانس مخکې ویلي وو چې د پنجشنبې په شپه د نبطيه په سیمه کې بمبارۍ د جګړې له تر ټولو سختو بریدونو یو و.

بې ځایه شوي لبنانیان د اوربند خبر ته د شک په نظر ګوري، ځکه هغوی باور نه لري چې اسرائیل به د سولې تړون ته درناوی وکړي.

یوه سړي رویټرز خبري اژانس ته په دې هکله وویل: ''هوکړه ښه ده او موږ ټول ورته اړتیا لرو، خو اسرائیلیان ورته ژمن نه پاتې کېږي. هغوی څو ځله تړونونه کړي؟ له یوه ډېر ځله، خو بیا یې هم نه دي عملي کړي.''

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د لبنان د حکومت او اسرائیلو ترمنځ مستقیمې خبرې به راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې بیا پیل شي، چې موخه یې ''دائمي سوله'' ترلاسه کول دي.

په همدې حال کې، د لبنان ولسمشرۍ دفتر وايي، د لبنان ولسمشر جوزف عون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته ویلي چې د خبرو د پرمختګ لپاره اړینه ده چې ''هراړخیز اوربند'' پلی شي، داسې چې ''پر لبناني خاوره د اسرائیلو بریدونه پای ته ورسېږي''.

لبنان هغه مهال د اسرائیلو، امریکا او ایران ترمنځ جګړې ته راکاږل شو چې دغه جګړه پیل شوه، او حزب‌الله د ایران د مذهبي مشر د وژل کېدو په غچ کې پر اسرائیلو راکټي بریدونه وکړل.

اسرائیلو بیا په ځواب کې پر لبنان د بمبارۍ پراخ کمپاین پیل کړ او د هېواد شاوخوا ۵ سلنه سویلي سیمې یې ونیولې، چې له خپلو شمالي پولو د حزب‌الله جنګیالي شاته وتمبوي.

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د دې کړکېچ له پيل راهیسې تر ۳۹۰۰ زیات کسان وژل شوي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او تر ۱۱،۶۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

شاوخوا یو میلیون خلک لا هم بې‌ځایه دي، او په سوېل کې لسګونه ټولنې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.