د فلمي کرکټر جامه کې جاپاني سړي ۱۷ کسان ټپیان کړي

People in a train carriage running from smoke and flames

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ریل ګاډي کې د اور له لمبو لیدو وروسته مسافر د منډې په حال کې
د خپرېدو وخت

د جاپان توکیو ښار په مټرو ریل ګاډي کې یوه سړي پر خلکو برید کړی، چې په فلمومو کې یې د مسخرو لپاره کارېدونکي کالي اغوستي وو.

د ۲۴ کلن سړي په دې برید کې هغه ۲۴ کسان ټپیان شوي، چې د هالوین په مناسبت د ښار بېلا بېلو برخو کې مراسمو ته پر لار وو.

د عیني شاهدینو په وینا بریدګر د ریل په ډبه کې یو ډول شفاف مایع مواد وشیندل او بیا یې اور ورته کړ.

په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې مسافر له لمبو د ځان ساتنې لپاره په ډبه کې یو بل لور ځغلي او له کړکیو د وتلو هڅه کوي.

یوموري ورځپاڼې سره مرکه کې یوه عیني شاهد وویل:

''فکر مې کاوه دا هم د هالوین مراسمو برخه ده، خو بیا مې یو سړی ولید، چې دې لور ته راغی او یو لوی چاکو یې وبرېښاوه. ''

دا برید د ښار لویدیځه برخه کې له ځايي وخت سره سم ماښام اته بجې شوی دی.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، پولیسو بریدګر همالته د پېښې ځای کې نیولی دی. د کیوډو ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، بریدګر پولیسو ته ویلي چې د بټمن کاریکاتور فلم کې د مسخرې له تمثیلي کرکټره متاثر و.

د کارتوني فلمونو دې لړۍ کې مسخره منفي کرکټر او د اتل دښمن په توګه وړاندې شوی دی.

د ۲۰۱۹ کال یوه کامیاب فلم کې د کامیډین تمثیل کوونکی جواقوین فهونیکس د ریل ګاډي پر یوه ډله مسافرو له هغه وروسته برید کوي چې دوی یې وځوروي.

Passengers climb out of an underground train in Tokyo

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ویډیويي تصویرونو کې خلک داسې حال کې لیدل کېږي چې له اورګاډي ټوپونه وهي

له همدې ځایه په فلم کې د جوکر یا مسخرې رول پیلېږي.

د جاپان ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، ریل ګاډي بریدګر چارواکو ته ویلي، غوښتل یې خلک ووژني چې د اعدام په سزا محکوم شي.

بل لور د اې پي خبري اژانس په رپوټ کې د توکیو اور وژنې ادارې مسوولینو له قوله ویل شوي، د دریو ټپیانو حالت خواشینونکی دی.

رپوټونو کې ویل شوي، یو سپین ږیری سړی د چاکو له برید وروسته بې هوښه شوی دی.