جاپان کې درې زندانیان اعدام شول

جاپان کې په اعدام محکومو کسانو ته د سزا له عملي کېدو څو ساعته مخکې خبر ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جاپان کې په اعدام محکومو کسانو ته د سزا له عملي کېدو څو ساعته مخکې خبر ورکول کېږي.
د خپرېدو وخت

په جاپان کې درې کسان په دار ځړول شوي او د اعدام سزا ورکړل شوې ده. له ۲۰۱۹ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې جاپان کې د اعدام سزا عملي کېږي.

دا کسان د قتلونو جرم لړ کې له ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ راهیسې د اعدام سزا ته منتظر وو. په جاپان کې د بشري حقونو فعالانو له ډېرې مودې راهیسې د اعدام سزا په یو ډول پټ ساتلو نیوکې کولې.

د اعدام په سزا محکومو زندانیانو ته د سزا له عملی کېدو یوازې څو ساعته مخکې خبر ورکول کېږي. داغه راز د اعدام شویو کسانو کورنیو ته هم د سزا له عملي کېدو وروسته خبر ورکول کېږي.

بل لور په داسې حال کې چې جاپان کې ګڼ شمېر کسان د اعدام سزا پلويتوب کوي، د بشري حقونو پلویان د دې سزا عملي کولو پر څرنګوالي نیوکې کوي او د زندانیانو رواني روغتیا ته یې زیان بولي.

مخکې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د اعدام په سزا دوو محکومو کسانو د سزا عملي کولو څرنګوالي پر ضد حقوقي دعوه کړې.

د دې دوو کسانو مدافع وکیل یوتاکا اوئدا ځايی رسنیو ته ویلي، د سزا عملي کېدو خبر ورکولو طریقه (خورا غیر انساني) ده او (محکوم کسان هره ورځ فکر کوي، چې ښايي نن یې د ژوند وروستۍ ورځ وي.)

نوموړی زیاتوي: ''مرکزي حکومت وايي، چې هدف دا دی چې محکوم شوي زندانیان د سزا له عملي کېدو مخکې ‌ډېر و نه ځورېږي، خو دا توضیح ډاډمنونکې نه ده. په نوره نړۍ کې زندانیانو ته فرصت ورکول کېږي، چې د ژوند پای شېبې په نظر کې ونیسي او ذهناً چمتو شي. ''

په جاپان کې نژدې ۱۰۰ کسان په اعدام محکوم شوي، چې تر اوسه د خپلې سزا عملي کېدو ته منتظر دي.

د بښنې نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د نړۍ په ۱۰۶ هېوادونو کې د اعدام سزا غیر قانوني ده.

دغه شمېرې ښيي، ۲۹ هېوادونه داسې دي چې په قانون کې یې د اعدام سزا شته، خو له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې یې هیڅوک نه دي اعدام کړي او رسمي سیاست همدا دی، چې نور باید دا سزا عملي نه شي.

په ۵۶ هېوادونو کې بیا د اعدام سزا قانوني حیثیت لري او په دې هېوادونو کې یا خو اعدام سزا عملي کېږي او یا رسماً د دې سزا لغوه کول نه دي اعلان شوي.