د فوټبال نړیوال جام: په خټه افغان ندیم امیري د جرمني دویمه بریا کې څه رول درلود؟

دنیز اونداف ته د لومړي ګول پاس ندیم امیري (ښی) ورکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دنیز اونداف ته د لومړي ګول پاس ندیم امیري (ښی) ورکړ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

جرمني د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په یوه په زړه پورې سیالۍ کې، چې د شنبې او یکشنبې ترمنځ پر شپه د ټورانټو لوبغالي کې کېده، د عاج ساحل ته ۲-۱‍ ماته ورکړه.

له دې بریا سره په (يي) ګروپ کې د جرمني پواینټونه ۶ ته لوړ شول او دویم یا حذفي پړاو ته یې لار ومونده.‌

د دې سیالۍ لومړی ګول د لومړۍ نیمايي په ۳۰ دقیقه کې د عاج ساحل منځ ډګري فرانک کیسي وکړ او خپله لوبډله یې یو ګول مخکې کړه.

عاج ساحل تر نږدې ۷۰یمې دقېقې یو – صفر مخکې و.

جرمني که څه هم په لومړۍ نیمايي کې کوم ګول ونه شو کړای، خو په دویمه نیمايي کې یې دوه ګولونه وکړل او لوبه یې وګټله.

جرمني لپاره دواړه ګولونه دنیز اونداف ووهل.

د لومړي ګول پاس په ۶۸مه دقیقه کې په خټه افغان لوبغاړي ندیم امیري ورکړ.

دوی دواړه له پیله په لوبه کې نه وو، بلکې تر لومړي ګول لږ مخکې (۵۹مه دقیقه کې) میدان ته راوستل شول.

له دغه ګول سره لوبه تر ۹۰یمې دقیقې ۱-۱ برابره وه، خو اونداف په اضافي وخت کې د فیلکس انمکا پاس سره دویم ګول هم وواهه.

د عاج ساحل بیا چې خپله لومړۍ لوبه یې له اېکوادوره ۱ - صفر ګټلې وه، د درېیو پوانټونو په درلودو سره لا هم له دغه ګروپه دویم پړاو ته در سېدو ډېر چانس لري.

ندیم امیري (کیڼ لاس ته لومړی) د بریا خوښي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ندیم امیري (کیڼ لاس ته لومړی) د بریا خوښي

شنبه (د جون ۲۰) تر دې ورمخکې سیالیو کې هالنډ - سویس، پاراګوای - ترکیې او سهار وختې برازیل – هایتي ته ماتې ورکړې وه.‌

هالنډ چې په (اېف) ګروپ کې یې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره ۲-۲ مساوي کړې وه، په نننۍ سیالۍ کې سویس د ۱ پر وړاندې په ۵ ګولونو لویه ماته ورکړه.

په (ډي) ګروپ کې پاراګوای د ترکیې خلاف ۱ ګول وواهه او سیالي یې د همدغه ګول په توپیر یو – صفر وګټله.

دا په روان نړیوال جام کې د ترکیې دویمه پرله پسې ماتې شوه، او په دې توګه دویم پړاو ته یې د رسېدو هیلې هم ختمې شوې.

دغه هېواد په لومړۍ سیالۍ کې له استرالیا ۲ – صفر ماتې خوړلې وه.‌

ترکیې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا په روان نړیوال جام کې د ترکیې دویمه ماته وه

په (ډي) ګروپ کې د امریکا متحد ایالتونه مخکې یې دي، چې دوه لوبې یې ګټلې او ۶ پواینټونه لري.

شنبې ورځې (جون ۲۰مې) لومړی سیالي په سي ګروپ کې د برازیل او هایتي ترمنځ وه، چې برازیل د صفر پر وړاندې په ۳ ګولونو ګټلې وه.