هند ته د افغانستان د ۲۱۹ منډو هدف، حشمت په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ سلیزه جوړه کړه

افغان لوبډلمشر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي نن د خپل لوبیز ژوند لومړۍ سلیزه وکړه خو ټاکل شوی هدف لوړ نه دی.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د هند خلاف د افغانستان ټولې منډې که څه هم لږ دي خو په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ورځنیو لوبو تر ټولو یوه غوره پاڼۍ ولوبوله.

نوموړي چې په ۲۰۱۳م کال کې یې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کړې وه نږدې ۱۳ کاله وروسته په یو ورځنیو لوبو کې یې لومړنۍ سلیزه جوړه کړه. له دې مخکې د شهیدي تر ټولو ډېرې منډې ۹۷ وې چې د پاکستان خلاف یې کړې وې.

د ده د تاریخي سلیزې وروسته شهیدي په ۱۰۲ منډو کېچ اوټ شو چې ورسره د افغانستان پاڼۍ هم پای ته ورسېده.

د حشمت الله شهیدي او عظمت الله عمرزي اوږدې ملګرتیا او د هغه پنځوسو منډو د افغانستان هدف له ۲۰۰ لوړ کړ. په نورو لوبغاړو کې لوړې منډې د محمد نبي ۲۱ او د ابراهیم ځدراڼ ۱۱ منډې وې. نور ټول افغان لوبغاړي له لسو په کمو منډو اوټ شول.

افغانستان د هند خلاف له خورا کمزوري پیل وروسته په سختۍ ۲۱۸ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول، په یو ورځنیو لوبو د هند لپاره دا هدف ننګونکی نه بلل کېږي خو د افغان لوبډلې پیاوړی ورو بال د هند د ډېرې چټکې بریا لار ورو کولی شي.

د حشمت الله شهیدي تر څنګ د هند پراسېد کرېشنا هم نن تاریخي لوبه وکړه، هغه په یو ورځنیو سیالیو کې د خپل لوبیز ژوند په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې وېکټې هم نن واخېستې.

کرېشنا د افغانستان پنځه لوبغاړي اوټ کړل او یوازې ۲۳ منډې پرې وشوې. هغه دوه داسې اورونه وکړل چې افغان لوبغاړو پرې هیڅ منډه جوړه نه شوی کړی.

د ټاس له ګټلو وروسته افغانستان د هند خلاف کمزورې توپوهنه پیل کړه

هند دا لوبلړي وار له مخه ګټلې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندۍ لوبډلې له دې مخکې په لومړۍ او دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړې ده

د افغانستان او هند تر منځ درېیمه نړیواله یوورځنۍ لوبه د هند په کوربتوب په چنای لوبغالي کې روانه ده. د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او نن یې د دویمې لوبې خلاف لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.

نوموړي وویل په هند پسې رسېدل فشار لري نو ځکه په وروستۍ لوبه کې غواړي چې لومړۍ توپوهنه وکړي او سیالې لوبډلې ته یو ښه هدف وټاکي. هغه هیله چې په لوبغالي کې د افغان لوبغاړو زر زر اوټېدو پیکه کړې ده.

د توپوهنې له پیل سره د افغانستان د سر او نامتو لوبغاړي له کومې اوږدې ملګرتیا او ډېرو منډو جوړولو مخکې وسوځیدل.

افغان لوبډله وروستۍ لوبې ته له دریو بدلونونو سره ښکته شوې د تېرو لوبو چټک بالر سلیم صافی له لوبډلې کېنول شوی او پر ځای یې فرید احمد ملک غوره شوی.

د فرید ملک تر څنګ محمد نبي، عظمت الله عمرزی، او ضیاءالرحمن هم نن لوبېږي خو صدیق اتل، ننګیال خروټی، سلیم صافی او بلال سمیع کېنول شوې دي.

د هند کرېشنا د سر څلور افغاني لوبغاړي زر اوټ کړل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند کرېشنا په پنځو اورونو کې شپږ منډې ورکړې او د افغانستان څلور مهمې وېکټې یې واخېستې

د هند کرېشنا د سر څلور افغاني لوبغاړي زر اوټ کړل

هندي لوبغاړي او چټک تېز بالر پراسېد کرېشنا تر دې دمه د خپل لوبیز ژوند تر ټولو ښه بال نن وکړ او په داسې حال کې چې یوازې شپږ منډې پرې شوې وې د افغانستان څلور لوبغاړي یې اوټ کړل. نوموړي له دې مخکې غوره بال د وېسټ انډیز خلاف کړی و، په ۲۰۲۲م کال کې یې د ۱۲ منډو بدل کې څلور وېسټ انډیزي لوبغاړي اوټ کړي وو.

کرېشنا د افغانستان رحمان الله ګوربز او رحمت شاه په ۵-۵ منډو ابراهیم ځدران په ۱۱ منډو او دروېش رسولي په یوه منډه کېچ اوټ کړل.

په داسې حال کې چې د افغانستان مجموعي منډې ۳۶ ته رسېدې د افغانستان د سر او تکړه توپ وهونکو داسې او یو ډول اوټېدل د لوبډلې د کمزورې پیل لاامل شوې که څه هم دا مهال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او عظمت عمرزي ښه ملګرتیا پیل کړې او د افغانستان منډې یې په ۱۵ اورونو کې تر ۷۰ رسولي.

د دریو یو ورځنیو سیالیو جام وار له مخه هند ګټلی. هندۍ لوبډلې د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې د باران له امله ۲۵ اورونو ته ښکته شوې وه په اووه وېکټو ګټلې وه، دویمه لوبه کې یې د ۱۷۰ منډو په سترو منډو افغانستان ته ماته ورکړې وه.

له دې مخکې یې یوازینۍ ټېسټ لوبه هم له افغانستان څخه په یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو ګټلې ده.

افغان لوبډله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند په سفر تللي افغان لوبغاړي