جیورجیا مېلوني وايي، ټرمپ هغه خبره 'له ځانه جوړه کړې' چې ګواکې دې د تصویر اخیستلو لپاره زارۍ ورته کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایټالیا لومړۍ وزیره جیورجیا مېلوني وايي، د د ډونلډ ټرمپ هغې مرکې حیرانه کړې چې د ایټالیا له یو خبري چینل سره کړې او پکې د امریکا ولسمشر ادعا کړې وه چې ګواکې هغې (مېلوني) له ده (ټرمپ) سره د عکس اخیستلو لپاره زارۍ کړې وې.
د مېلوني له دې څرګندونو وروسته داسې ښکاري چې د دواړو نړیوالو مشرانو ترمنځ اختلاف په ښکاره ډول څرګند شوی دی.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د ایټالیا ټلویزیوني چېنل ''لا سیون'' سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي و چې: ''هغې (میلوني) له ما سره د تصویر اخیستلو غوښتنه وکړه او زما پرې زړه وسوځېد.''
جورجیا مېلوني وايي، د ټرمپ دغه خبره په بشپړه توګه ''لاسي جوړه شوې'' ده.
مېلوني تائید کړه، چې د اټالیا بهرنیو چارو وزیر انتونیو راتلونکې اونۍ د امریکا سفر لغو کړی دی.
د ټرمپ او مېلوني لخوا په عام محضر کې دغه ډول څرګندونې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې تر کومه بریده درز رامنځته شوی دی.
د 'جي سېون' غونډې په ترڅ کې د دواړو مشرانو ګڼ شمېر انځورونه خپاره شول. وروسته مېلوني رسنیو ته وویل، چې د دوی په اړیکو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د همدې غونډې پر مهال دواړه مشران په داسې حال کې یو ځای ناست لیدل کېدل، چې مېلوني د خبرو پر مهال موسکۍ وه.
کله چې په دې اړه هکله ایټالوي چېنل په مرکه کې له ټرمپ پوښتنه وشوه، هغه وویل: ''ښایي هغه خوشحاله وي چې ما ورسره خبرې وکړې.''
د یادونې ده، چې ''لا سیون'' چېنل د ټرمپ اصلي انګلیسي خبرې نه دي خپرې کړې، بلکې ایټالوي ژباړه یې وړاندې کړې ده.
د دې مرکې له خپرېدو وروسته، میلوني پر خپله انسټاګرام پاڼه خپلو اوو میلیونو پلویانو ته په لنډه وینا کې د دې موضوع په اړه غبرګون وښود او ویې ویل: ''که رښتیا ووایم، زه ډېره حیرانه شوم.''
میلوني زیاته کړه: ''دا لومړی ځل نه دی. زه نه پوهېږم چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ولې له خپلو متحدینو سره داسې چلند کوي. زه یوازې دا ویلای شم چې دا د خواشینۍ وړ ده چې هغه د لوېدیځ او د امریکا له دښمنانو سره داسې چلند نه کوي، هغه (دښمنان) چې له مشرانو سره یې په ظاهره ډېر نرم چلن کوي. خو یوه خبره باید هغه په یاد ولري، او هغه دا چې نه زه او نه هم ایټالیا، موږ هېڅکله زارۍ نه کوو.''
بي بي سي د دې موضوع په اړه د غبرګون ترلاسه کولو لپاره له سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې ده.

د عکس سرچینه، Handout via REUTERS
د ټرمپ څرګندونو ته د میلوني دغه سخت غبرګون د هغو پېښو وروسته مخې ته راغلی چې د امریکا او ایټالیا ترمنځ یې سیاسي اړیکې کمزورې کړې دي، په داسې حال کې چې تر څه مودې مخکې پورې دغه دواړه هېوادونه ډېر نږدې وو.
مېلوني چې په ۲۰۲۲ کال کې لومړۍ وزیره ټاکل شوې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د ټرمپ د لوړې مراسمو کې ګډون کوونکې یوازینۍ اروپايي مشره وه، او د اروپايي ټولنې د نورو غړو لخوا د امریکا له ولسمشر سره د احتمالي اړیکو د وسیلې په توګه ورته کتل کېدل.
خو میلوني د ایران پر ضد د امریکا له جګړې سره ښکاره مخالفت وکړ او په اپریل کې ټرمپ د ایټالوۍ ورځپاڼې 'کورېره دېلا سیرا' سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي وو: ''ما فکر کاوه چې هغه زړوره ده، خو زه تېروتی وم.''
په دا نژدې وروستیو چې ټرمپ پر پاپ لیو سختې نیوکې کړې وې، مېلوني یې هغه څرګندونې ''د نه منلو وړ'' بللې وې.
د ټرمپ د وروستۍ مرکې په ځواب کې، د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتاریلا مېلوني ته ټیلیفون کړی او خپل ملاتړ یې ورسره اعلان کړ. د ایټالیا د سیاسي کړیو ګڼو کسانو هم د هغې په دفاع کې غږ پورته کړی دی.
د اپوزېسیون دیموکراټیک ګوند سناتور فیلیپو سېنسي وايي، هېڅوک حق نه لري له د ایټالیا له لومړۍ وزیرې سره په داسې تکبر خبرې وکړي.
د ''فایو سټار موومنټ'' مشر جوزیپې کونته وايي، ایټالیا د داسې سپکاوي وړ نه ده. هغه زیاته کړه، د واشنګټن رضا کول باید هېڅکله د ملي وقار او ګټو په بیه ونه شي.
د میلوني د خپل ګوند ''برادرز اف ایټالي'' د سنا مجلس د ډلې مشر لوچیو مالان وايي، د ټرمپ خبرې د هغو سختو څرګندونو د پراخې لړۍ برخه ده چې هغه د بېلابېلو اروپايي مشرانو په اړه کړې دي، او دا ډول څرګندونې خپله د ټرمپ نوم ته زیان رسوي.
مالان زیاتوي، د ''جي سېون'' د غونډې ویډیو په حقیقت کې له هغه حالت سره توپیر لري چې ټرمپ بیان کړی و.
د هغه په وینا، کېدای شي هغه څه چې د امریکا ولسمشر ته ډېر درانه تمام شوي وي، د مېلوني پخوانی دریځ وي چې پکې یې واشنګټن ته انکار کړی و.
د حکومتي ائتلاف 'لیګ' ګوند مشر متیو سالویني په یوه لنډ بیان کې ویلي: ''هر څوک چې پر جورجیا برید کوي، هغه پر موږ ټولو برید کوي.''



















