د خیبر پښتونخوا بنو کې دوه پرلپسې چاودنو مرګژوبله اړولې

روغتون ته ټپیان لېږدول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انځور: ارشیف
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د دوه پرلپسې چاودنو له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

ځايي پولیسو ویلي لومړی چاودنه په یوه شخصي ډوله موټر وشوه، وروسته هغه مهال چې سیمې ته مرستندویه ډلې ورسیدې او ټپیان یې روغتون ته لېږدول د ټپيانو په موټر بله چاودنه شوې.

په بنو ښار کې د پولیسو یوه مشر یاسر اپریدي رسنیو ته ویلي، " دواړه چاودنې په یوه بل پسې په لږ ځنډ وشوې چې له امله یې اووه تنه وژل شوي او څو نور ژوبلول شوي دي."

په سیمه کې د سولې کمیټې یوه مشر ویلي، کله چې سپرلی لېږدونکی ګاډی مرکه بېرې سیمې ته ورسېد چاودنه وشوه. د هغه په ټکو د موټر چلوونکي خپلوان هم د پېښې قربانیان دي.

د دغو چاودنو له کبله په سیمه کې ځینو ودانیو او ګاډو ته هم زیان اوښتی دی.

د دغې چاودنو د څرنګوالي او نوعیت په اړه رنګارنګ معلومات خپريږي. پاکستان کې پولیسو لومړی دا چاودنې له لېرې واټنه کنترول کېدونکې وبللې خو اوس یې ویلي چې په دې اړه له سره پلټنې کوي.

د شنبې د مازدیګر تر ناوخته کومې ډلې د دغې بریدونو مسولیت نه دی منلی.

د تېرې مې میاشتې په چاودنه کې چې په فتح خېل سیمه کې د امنیتي پولیسو په یوه پوسته  شوې وه څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تېرې مې میاشتې په چاودنه کې چې په فتح خېل سیمه کې د امنیتي پولیسو په یوه پوسته شوې وه څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه

پاکستان کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي د بنو پولیسو ورته ویلي په لومړۍ چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او درې ژوبل وو چې وروسته په بل موټر چاودنه کې هم دوه کسان وژل شوي دي.

د دغو چاودنو په اړه په کور د ننه ځینې غبرګونونه هم خپاره شوي او د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي شریکه شوې ده.

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د ناامنۍ دا پېښې غندلې او د لازمو پلټنو سپارښتنې یې کړې دي.

بنو د خیبرپښتونخوا یوه ناامنیه ولسوالۍ بلل کېږي او وخت نا وخته له دغې سیمې د ناامنیو رپوټونه ورکول کېږي. دلته په وروستیو څو میاشتو کې پرلپسې پولیس او امنیتي پوستې په نښه شوې. دا بریدونه له مرګژوبلې سره مله وو.

د بنو تر څنګ له نورو قبایلي سیمو له ډلې یې لکي مروت، کرک، ډېره اسماعیل خان هم د ورته ناامنیو پېښو رپوټونه خپریږي. داسې هم ویل کېږي چې په څو جنوبي ولسوالیو کې د حکومت واک ډېر کمزوری شوی دی.

د جمعیت علما اسلام مشر فضل الرحمان په خپله یوه وروستۍ وینا کې ادعا کړې وه چې په ډېرو قبایلي سیمو کې حکومت نشته او په ټکو یې د تیارې له خپریدو سره د امنیت مسولیت د سیمې خلکو او قبایلي مشرانو ته سپارل کېږي.

ویل کېږي په دې سیمو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ( ټي ټي پي) فعاله دی او حکومتي ځواکونو ته ېې سرخوږی جوړ کړی دی.