تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اعدام محکوم جاپانی تر نیمې پېړۍ انتظار وروسته بیا محاکمه کېږي
- Author, له توکیو نه شيماء خليل او سيمون فريزر
- دنده, بي بي سي نيوز
- د خپرېدو وخت
په جاپان کې د هغه سړي محاکمه بېرته پیلېږي چې کابو ۵۰ کاله یې د اعدام د حکم اجرا کېدو په انتظار کې تېر کړل.
اواو هاکامادا اوس ۷۸ کلن دی چې د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دا په ګرده نړۍ کې په اعدام تر ټولو د اوږد مهال لپاره محکوم شوی بندي دي.
پر ده په ۱۹۶۸ کال د اعدام حکم په دې جرم وخوت چې خپل مدیر یې د هغه له مېرمنې او دوو ماشومانو سره په ۱۹۶۶ کال وژلي وو.
بالاخره دغه تورن سوکوهونکي تر ۲۰ کلونو پوښتنو ګروېږنو وروسته خپل جرم ومانه خو ویې ویل چې په وهلو اعتراف ترې واخیستل شو. بیا وروسته په محکمه کې دا اعتراف بېرته لیرې کړل شو.
د بشر حقونو ډلو پر جاپاني پولیسو نیوکه وکړه چې ګنې ډېری وخت په جبر او زور اعتراف اخلي.
قاضیان به د بیا محاکمې پرمهال پر هغو جامو د توی شوې وینې د بېلګې ازموینه کوي چې ویل کېږي قاتل د پېښې پرمهال اغوستي وو.
د هغه وکیلانو ویلي، داسې کومه پېښه نه ده شوې او ثبوتونه له ځانه جوړ شوي.
چارواکو ایواو هاکامادا په میسو فابریکه کې، چې د توکیو په لوېدیځ شیزوکا کې د سویا دانو کار پکې کېده، د خپل مدیر او د هغه د کورنۍ تر وژل کېدو وروسته ونیو
وژل شوي کسان په چړو تر مرګه وهل شوي وو.
په ۲۰۱۴ کال، هاکامادا له زندانه خوشی شو، او یوې سیمه ییزې محکمې یې د بېرته محاکمه کولو حکم وکړ.
محکمه دې پایلې ته ورسېده چې محققینو ښايي جعلي ثبوتونه جوړ کړي وو. وروسته عالي محکمې په توکیو کې دا پرېکړه نقض کړه.
له استیناف وروسته عالي محکمې په حکم کې د بیا غور کولو امر وکړ چې بالاخره اوس بیا محاکمې ته برابر شو.
د هاکامادا ۹۰ کلنه خور هیدیکو وویل "له ۵۷ کلونو راهیسې ددې ورځې په تمه وم او دا دی دا وخت اوس راورسېد. بالاخره زما له اوږو بار پورته شو."
ایواو هاکامادا کورنۍ وايي، د هغه رواني حالت له څو لسیزو زنداني کېدو وروسته خراب شوی دی.
جاپان د امریکا برعکس یو ډیموکراتیک صنعتي هېواد دی. امریکا کې لا هم د اعدام حکم عملي کېږي.