BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ترکیه، پاکستان، قطر او اندونیزیا د "بدر تړون" کې یو ځای شول
پاکستان، ترکیې، قطر او اندونیزیا د "بدر تړون" د هوکړې پر لومړني سند لاسلیکونه وکړل. د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، په دې تړاو د چهارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ناسته وربلل شوې وه.
ټرمپ: "ایران ته د ماتې ورکولو لپاره د هېچا مرستې ته اړتیا نه لرم"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دعوه کړې چې ایران ته د ماتې ورکولو لپاره د "هېچا مرستې ته اړتیا" نه لري او یوازې دا پرېکړه کول دي چې دا جګړه په "ښه ډول" وګټي او که په "بد". د بيبيسي فارسي د خبر له مخې، ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ ځايي وخت مازدېګر په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې کړې دي. ده ویلي، "تاسې خبر یئ چې د ایران په مسئله کې موږ په ډېر ښه موقف کې یوو. یوازې دا پرېکړه باید وکړم چې خپل بری څه ډول غواړو؛ له ښې لارې بریا غواړو او که له ناوړه لارې؟"
حوثیان وايي مدینې ته یې هیڅ بېپیلوټه الوتکه نه ده لېږلې
د یمن د حوثي ډلې ویاند ویلي دي چې دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د مدینې ښار په لور هیڅ بېپیلوټه الوتکه نه ده نه استولې او نه یې هم د سعودي عربستان خلاف کوم پوځي اقدام کړی دی.د دغه ایتلاف ویاند ترکي المالکي پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سعودي لور ته د ور روانو څلورو بېپېلوټه الوتکو مخه یې نیولې او ویجاړې کړې یې دي. وروسته یې په یوه بل پیغام کې ادعا وکړه چې د ختیځ پر لور ور روانه بله بېپیلوټه یې هم غورځولې ده.
د پوستکي د ځوان ښکاره کېدو لپاره څه وخورو؟
پوستکی د انسان د بدن تر ټولو لوی غړی دی او باید د ټول عمر لپاره زموږ بدن وساتي. پر دې سربېره چې ښه ساتل شوی پوستکی موږ ځوان ښکاره کوي، د پوستکي روغتیا زموږ د بدن د عمومي روغتیا لپاره هم ګټوره ده. خو پوستکی زموږ د بدن او بهرني چاپېریال ترمنځ د محافظتي پردې په توګه د بېلابېلو زیانونو له خطر سره مخامخ دی. د چاپېریال ګڼ عوامل د پوستکي په زړېدو کې ونډه لري، چې پکې د هوا ککړتیا، اوزون (یو ګاز دی چې له درېیو اکسیجن اتومونو جوړ شوی دی) او د اقلیم بدلون شامل دي. دا خبره د چاپېریالي طب لپاره د لایبنیتز څېړنیز انسټیټیوټ د پوستکي ناروغیو استاد ژان کروټمن کوي.
ایا ستاسې د مخ یو ساده عکس ښودلی شي چې تاسو څومره ناروغ یاست؟
امریکايي څېړونکي وايي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله ښايي له ډاکټرانو سره د ناروغ د مخ یوازې د یوه عکس له لارې د هغه د ناروغۍ شدت په ارزولو کې مرسته وکړای شي.
هغه سړی چې ۵۸ اولادونه لري؛ "نومونه یې رانه هېرېږي، په نس یې نه شم مړولی"
د هر نوي ماشوم له زېږون سره یې پر اوږو د مسولیت بار لا پسې درنېده، خو دې کار هغه د ډېرو ماشومانو له لرلو را و نه ګرځاوه. د محمد صادق کورنۍ د ټول افغانستان په کچه ښايي تر ټولو لویه هغه وي. د ارزګان دا اوسېدونکی له څلورو مېرمنو ۵۸ ماشومان لري او تر ټولو کوچنی ماشوم یې یوازې څو اوونۍ وړاندې وزېږېد.
د طالبانو حکومت خصوصي روغتونونه درجه بندي کړل
د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي یوه ناسته کې چې د روغتیا وزارت له لوري وربلل شوې وه وویل، خصوصي روغتونونه د هغو روغتیايي خدمتونو د کیفیت له مخې پر درېیو کټګوریو وېشل شوي او د خپلې کټګورۍ سره سم به نرخپاڼې ترلاسه کړي.
اڅکزی: که محکمو کې پرېکړې ونه شي نو خبره به سړکونو ته ووځي
د پېښور عالي محکمې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت د اعلان او د ګورنر د واکمنۍ د لګولو پر ضد د پاکستان تحریک انصاف د عریضې په تړاو فدرالي حکومت، لوی څارنوال او نورو اړوندو لوریو ته خبرتیاوې صادرې کړې دي. محکمې د قضیې راتلونکې اورېدنه د نومبر تر ۱۰مې نېټې پورې ځنډولې ده.
قطر وايي افغانستان سره دې نړیوالې بشري همکارۍ روانې وساتل شي
قطر له افغانستان سره د بشري ډیپلوماسۍ او نړیوالې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی، چې په جګړه ځپلو سیمو کې د ولسي وګړو او د اوبو د حیاتي سرچینو ساتنه وشي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
یمن کې ترینګلتیا: لسګونه کسان وژل شوي او د وسلو د قاچاق خبرداری ورکړل شوی
په يمن کې د سعودي په مشرۍ د مشروعيت د ملاتړ په نوم ټلوالې د سه شنبې پر ورځ د حوثي انصار الله ډلې ته خبرداری ورکړ چې پر سمندري لاره د وسلو، توغنديو او پوځي وسایلو قاچاق کې له "دودیزو سمندري وسيلو" ګټه وانخلي. د يمن حکومتي ځواکونو ويلي چې په يمن کې یې د حوثیانو پر وړاندې خپل عمليات پراخ کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۶۴ کره او مخامخ بریدونه کړي دي.
ولې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له نافذېدو وروسته د کانونو استخراج موضوع تاوده بحثونه راپورته کړل؟
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ایمرجنسي او ګورنر راج (والي واکمنۍ) تر نافذېدو وروسته د صوبې د معدني زېرمو او د هغو د استخراج لپاره د ورکړل شويو زرګونو جوازونو او قراردادونو موضوع د تودو بحثونو مرکز ګرځېدلې ده. د پاکستان د پارلماني چارو فدرالي وزير طارق فضل چودري وايي، د پاکستان تحريک انصاف د واکمنۍ پر مهال د کانونو د زرګونو لايسنسونو د اجرا په اړه به پلټنې وشي. نوموړي په يوه بيان کې ويلي، ځينې سياستوال په قصدي ډول ايمرجنسي د کانونو د استخراج له موضوع سره تړي او د ده په وينا دا يو "خواشينوونکی پروپاګند" دی.
د کیم جونګ اون پټ تفریحي ځای چې اوړی پکې تېروي
بيبيسي د ۸۰ متره اوږدې یوې بېړۍ تګ راتګ څاري، چې د اوبو ښویېدونکې لارې هم لري او د کیم جونګ اون د رخصتیو د تېرولو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړي؛ داسې رخصتۍ چې د شمالي کوریا د ډېری اوسېدونکو له وس او لاسرسي بهر دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دنده پیل کړه، ننګونې به یې څه وي؟
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او خپل دنده یې پیل کړې ده. په ملګرو ملتونو کې سرچېنو بيبيسي ته ویلي، نوموړې پرون شنبه کابل ته رسېدلې او کار یې پیل کړی دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































