د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د دغه هېواد غیر
ضروري دولتي کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې له سعودي عربستان څخه ووځي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د خلیج هېوادونه د ایران
بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دا ګام د
امنیتي خطرونه له کبله اخيستل کېږي.
یاد وزارت یو ځل بیا له هغو امریکایي وګړو چې سعودي ته د
سفر نيت لري غوښتي چې دغه هېواد ته د سفر په اړه بیا غور وکړي، او د "ایراني
بې پیلوټه الوتکو او توغندیو لخوا د امریکا ګټو پر وړاندې د احتمالي برید، وسله
والې شخړې، ترهګرۍ، د سفر بندیز او په ټولنیزو رسنیو کې د سیمه ایزو قوانینو"
په څېر خطرونو ته یې اشاره کړې ده.
د ایران سپاه پاسداران د مجتبی خامنه يي له ټاکل کېدو وروسته پر اسرائیلو د تازه توغندیزو بریدونو خبر ورکړی
د ایران
خبري اژانسونو لکه ایسنا د ایران
د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه يي د ټاکنو له
رسمي اعلان څو ساعته وروسته پر
اسرائیلو
د توغندیو بریدونو د نوي څپې راپور ورکړی دی.
له
تېرو
څو ورځو راهيسې،
پر
اسرائیلو
د ایران توغندیزو بریدونو
دوام درلود، خو شمېر یې کم شوی و.
په نړیوال بازار کې د یوه بېرل خامو تېلو بیه له ۱۰۰ ډالرو واوښته
د عکس سرچینه، Getty Images
له
ایران سره د اسرائیلو او امریکا د جګړې
او په منځني ختیځ کې مخ
په زیاتېدونکي
تاوتریخوالي د خامو تېلو
نړیوال نرخونه ریکارډ لوړې کچې ته رسولي دي.
دا بيې په داسې حال کې لوړېږي چې د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو
او ګازو د لېږد
یوه
له مهمو لارو بلل کېږی، له ایران سره د امریکا او اسرائیل
د جګړې
له امله تړل شوی دی.
د بیو دا زیاتوالی د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ
کې پر اوکرايين د روسیې له یرغل راهیسې تر ټولو لوړې دي.
د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنهيي څوک دی؟
د عکس سرچینه، Tasnim News Agency
مجتبی حسیني خامنهيي په ایران کې د واک په هرم کې یو له خورا پټو او مرموزو څېرو شمېرل کېږي.
د خپل پلار برعکس، مجتبی په عامه ژوند کې خپل ځای په لویه کچه محدود ساتلی، نه یې کومه حکومتي دنده لرلې، نه یې په ډاګیز ډول ویناوې کړې او نه یې هم له رسنیو سره مرکې کړې دي، یوازې لږ عکسونه او ویډیوګانې یې خپرې شوې دي.
سره له دې، له کلونو راهیسې د نظام په دننه کې د هغه د اغېز د کچې په اړه اوازې وې، ځکه هغه له خپل پلار سره د اړیکو یو له مهمو لارو و.
د هغه د ځای ناستیتوب خبره جنجالي ده، ځکه د اسلامي جمهوریت ایډیالوژي پر دې ولاړه ده چې د ستر مذهبي مشر ټاکنه باید د مذهبي مقام او سیاسي مشرۍ له مخې وي، نه د کورني میراث له درکه.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په وینا، د امریکا ډیپلوماټیکو اسنادو چې د ۲۰۰۰مې لسیزې په پای کې د ویکي لیکس له لارې افشا شول، مجتبی د "مذهبي چپنې تر شا پټ ځواک" بللی او ویلي یې دي چې د نظام ډېر غړي هغه ته د یو "کاري او هوډمن مشر" په سترګه ګوري.
مجتبی حسیني خامنهيي د ۱۹۶۹ کال د سپټمبر پر ۸مه په مشهد کې زیږېدلی او د اسلامي جمهوریت د ستر روحاني مشر علي خامنهيي دویم زوی او د هغه له شپږو بچیانو یو دی.
مجتبی په داسې مذهبي او سیاسي چاپېریال کې لوی شوی چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب او د پاچاهۍ له پرځېدا وروسته رامنځته شوی و. هغه په ایران کې د یوې پیژندل شوې مذهبي کورنۍ غړی دی، د روحاني مصطفی خامنهيي ورور او د هادي خامنهيي نږدې خپلوان دی. په محافظه کاره بهیر کې له مشهورو شخصیتونو سره کورنۍ اړیکې لري، ځکه هغه د ایران د پارلمان د پخواني مشر او محافظه کاره سیاستوال غلام علي حداد عادل له لور، زهرا حداد سره واده کړی دی.