د طالبانو د حکومت د رییسالوزرا مرستیال د ایران سفارت کې د خامنهايد یادښت په کتاب لاسلیک وکړ
د عکس سرچینه، Iran Emabassy
د طالبانو
د حکومت د رییسالوزرا مرستیال د ایراند روحاني مشر علي خامنه اي د یادښت کتاب د رسمي لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.
خامنه اي څو ورځې وړاندې وژل شوی و.
په کابل
کې د ایران سفارت په ایکس لیکلي چې د رییسالوزرا مرستیال عبدالسلام
حنفي، د بهرنیو چارو
وزارت اداري مرستیال محمد نعیم، د تشریفاتو عمومي رییس عبدالباري عمر او د
طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي عمومي رییس ذاکر جلالي د ایران سفارت ته ورغلي او خامنهاي د وژل کېدو په تړاو یې خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران سفارت د اعلامیې له مخې، دغه مراسم
په کابل کې د ایران په سفارت کې د دولتي چارواکو، مېشتو سفیرانو او ډیپلوماټانو او
د خلکو د بېلابېلو قشرونو په ګډون د دوو ورځو لپاره تر سره کېږي.
نقشو کې د ایران لنډ لارښود
د ویډیو تشریح، نقشو کې د ایران لنډ لارښود
وروستی, د ایران پر کومو ځایونو بریدونه شوي؟
"ټرمپ د ایران د راتلونکې لپاره واقعي پلان نه لري"
د عکس سرچینه، EPA
پر ایران د امریکا
او اسرائيل د جګړه د برېتانیا مطبوعاتو کې د سر ګرځېدلی دی. دې وضعیت د کالمونو لیکوالان هڅولي چې د جګړې سیاسي او پوځي
پرمختګونه وڅېړي، او همدارنګه پر راتلونکي
یې رڼا
واچوي او احتمالي پایلې یې وشني.
په فایننشل
ټایمز ورځپاڼه کې ګیډیون رچمون د: "ټرمپ د ایران د راتلونکې لپاره واقعي پلان نه لري" په نامه مقاله خپره کړې. هغه باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ
ټرمپ د تېر وخت د نظام بدلون جګړو- لکه په عراق او
افغانستان کې - له تجربو زدکړه نه ده کړې.
د رچمون په اند، په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳
کلونو کې پر افغانستان او عراق د امریکا یرغلونو د "نظام بدلون" جګړو خطرونه په ډاګه کړل، خو دا عملیات د ایران پر وړاندې د اوسني
امریکایي ـ اسرائیلي برید پرتله منظم او له مخکې پلان شوي ښکارېدل.
په
افغانستان او عراق کې امریکا او متحدین یې چمتو وو چې ځمکني ځواکونه ځای پر ځای
کړي، حکومت نسکور کړي، بیا نظم بېرته ټینګ کړي او د نوي سیاسي نظام د لېږد بهیر وڅاري.
د
لیکوال په باور، په افغانستان او عراق کې د امریکایي سرتېرو مرګ ژوبلې ښايي ټرمپ
دې پایلې ته رسولی وي چې ایران ته د امریکایي ځمکنیو ځواکونو لېږل به حماقت وي. خو
دا معنا لري چې ټرمپ اوس له داسې بهیر سره تړل شوی چې د یوازې هوايي ځواک له لارې
د نظام بدلون هېڅ رښتینې مخینه نه لري.
لیکوال
د ټرمپ هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې پکې یې له ایرانیو ځواکونو غوښتي وسلې پر
ځمکه کېږدي او د ایران له خلکو یې غوښتي چې واک په لاس کې واخلي. راشمن باور لري
چې ان که وسلې کېښودل هم شي، په ایران کې داسې بدیله اداره یا پوځ نه شته چې دغه
وسلې تسلیم کړي.
هغه
وايي: "داسې ښکاري چې هیله دا ده چې د ایران د
مشرتابه له منځه وړل او د هغه د پوځي ځواک ویجاړول به په اوتومات ډول نوي سیاسي
نظام ته د لېږد لامل شي، بې له دې چې نور امریکایي مداخله ته اړتیا وي. خو هېڅ
دلیل نشته چې دا کار به بریالی شي."
رچمون
باور لري چې د امریکا او د ټرمپ ادارې لپاره خطرونه ډېر لوړ دي. هغه زیاتوي چې که
د خلیج هېوادونه له جدي ګواښ سره مخ شي، یا ایران ګډوډۍ ته ولاړ شي، نو دا به پر
امریکا منفي اغېز وکړي.
د
لیکوال په وینا: "هغه کورني سیاسي
خطرونه چې ټرمپ ورسره مخ دی، ډېر لوی دي." هغه یادونه کوي چې پر ایران د برید لپاره کورنی ملاتړ
محدود دی، په داسې حال کې چې پر عراق او افغانستان د یرغل پر مهال پراخ ملاتړ
موجود و.
راشمن په پای کې وايي: "داسې ښکاري چې امریکايي ولس له عراق او
افغانستان څخه درسونه زده کړي دي."
د عکس تشریح، پر ایران له یوه هوايي برید وروسته د تهران په مرکزي برخه کې لوګي لیدل کېږي.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه لا هم روان دي وايي، ایران ته یې ویلي، د خبرو لپاره ''اوس ډېر ناوخته دی''. هغه خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب په ظهران ښار کې، چې د تېلو د صنعت مهم مرکز دی، د ایران برید ''ژر''امکان لري.
ولسمشر ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریچ میرز سره لیدلي او تمه کېږي چې وینا به وکړي.
په ایران کې دننه:
د ایران د سرې میاشتې ټولنې په وینا، له هغه راهیسې چې امریکا او اسرائیل د شنبې په ورځ پر تهران د بریدونو لړۍ پیل کړې، تر اوسه ۷۸۷ کسان وژل شوي دي. په جینیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر علي بحریني خبریالانو ته ویلي چې تهران له امریکا سره د خبرو د ګټې په تړاو ''شکمن'' دی.
د تهران مهراباد نړیوال هوايي ډګر هم بریدونه شوي، چې ډېری د کورنيوالوتنو چارې پرمخ وړي.
د اسرائیل پوځ:
د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي چې دوی په تهران او اصفهان ښارونو کې پر مهمو ځایونوپراخ بریدونه بشپړ کړي دي. د هېواد دفاع وزیر اسرائیل کاتز اعلان کړی چې ځمکني ځواکونه به یې لبنان ته داخل شي چې ''نورې ستراتیژیکې سیمې ونیسي'' او ''د سرحدي سیمو خلکخوندي کړي''.
د سیمې وضعیت:
ایران غچ اخیستونکي بریدونه روان ساتلي، چې د خلیج تر نهو هېوادونو پورې رسېدلي دي. متحدو عربي اماراتو ویلي، له شنبې راهیسې یې ۱۷۲ایراني توغندي او ۷۵۵بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
قطر وايي، له تهران سره روانې اړیکې نه لري، او سعودي عرب په ریاض کې د امریکا پر سفارت د ایران برید غندلی دی.
هغه زیاته
کړه چې د دې تنګي تړل کېدل په داسې وخت دي چې بزګران او کروندګر د خپلو کروندو لپاره
د سرې د اخیستلو او کارولو په حال کې دي، ځکه د یوریا عرضه له محدودیت سره مخامخشوې ده.
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وايي، ۱۷۲ ایراني توغندي یې شنډ کړي
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وايي، د شنبې پر ورځ د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې په سیمه کې د ایران د بریدونو پر مهال، د دوی هوايي دفاعي سیستم ۱۷۲ توغندي شنډ کړي دي.
د دفاع وزارت د یوه ویاند په وینا، ټولټال ۱۸۶ توغندي توغول شوي وو، چې له ډلې یې ۱۳ په سمندر کې غورځېدلي او یو یې د متحده عربي اماراتو په خاوره کې پرېوتی دی.
ویاند زیاته کړې چې ځواکونو یې ۸۱۲ ایراني بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم کشف کړي، چې له دې ډلې ۷۵۵ ویجاړ شوي او ۵۷ د هېواد دننه لوېدلي دي.
متحده عربي اماراتو همداراز د اتو کروز توغندیو د ویجاړولو ادعا کړې، خو د ویاند په خبره: ''له دې امله یو څه زیان اوښتی، درې کسان وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.''
د عکس سرچینه، Reuters
پر ایران د اسرائیل او امریکا بریدونو په ترڅ کې لږترلږه ۳۰۰ ایرانیان پاکستان ته رسېدلي, د سویلي اسیا لپاره د بي بي سي خبریاله، ازاده مشیري
پاکستاني چارواکي وايي، پر ایران د امریکا او اسرائیل
بریدونو په ترڅ کې لږترلږه ۳۰۰ ایرانیان دې هېواد ته رسیدلي دي.
پاکستان په بلوچستان ایالت کې له ایران سره پوله لري، چې
له مخکې یوه ناامنه سیمه ده. بېلتون غوښتونکې ډلې هلته فعالې دي او له لسیزو راهیسې
پکې ناامنۍ لیدل شوې.