د ایران او اسرائيل متقابل بریدونه؛ د بریتانیا لومړی وزیر وایي له متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستلو لپاره پر پلان کار کوي

اسرائيل وايي په تهران، تبریز او شیراز کې یې د ایران د حکومت پر زېربناوو "هممهاله" بریدونه کړي دي.‌ بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې ېې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي. دا متقابل بریدونه داسې حال کې دوام لري چې د بریتانیا لومړی وزیر ویلي له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستل کېدو لپاره پر عملي پلان کار کوي.

لنډیز

  • اسرائيل وايي د ایران پلازمېنه او څو ښارونو کې یې د حکومت پر زېربناوو هممهاله بریدونه کړي
  • د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې یې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي
  • بریتانیا لومړی وزیر وايي دوی له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو پر پلان کار کوي
  • ورمخکې ټرمپ ګواښ کړی و چې که متحدين د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونه کړي دا به ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري
  • هغه زیاته کړې وه دې باور لري چې ایران غواړي خبرې اترې وکړي
  • د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې له "ډرون برید" ورووسته په لنډمهالې ټوګه ځنډول شوې دي
  • د اسرائیل پوځ وايي‌ د لبنان سویل کې یې محدود ځمکني عملیات پیل کړي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ایران د عراق شمال کې پر ایراني کردانو بریدونه پراخ کړي

    ایران

    د عکس سرچینه، Matthew Goddard / BBC

    د عکس تشریح، د ایراني کردانو د یوې مخالفې ډلې پر یوې اډې د ایران لخوا بریدونه شوي

    د ایران پوځ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې یې د ایراني کردانو مرکزونه په نښه کړي دي. دا ګام په ایران او عراق دواړو کې پر کردي سیمو د بریدونو د زیاتوالي ښکارندویي کوي.

    د ایران دولتي رسنیو د پوځ له قوله ویلي چې دوی په "عراقي کردستان کې د انقلاب ضد کرد ډلو پر مرکزونو درې توغندي وار کړي دي."

    تهران په عراق کې پر ایراني کرد ډلو خپل بریدونه په داسې حال کې زیات کړي چې اټکل کېږي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي دا ډلې د ایران پر ضد جګړه کې ورمخکې کړي. دا هرڅه داسې مهال دي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه لا هم دوام لري.

  2. بحرین: د ایران ۷۵ توغندي او ۱۲۳ ډرونونه مو شنډ کړي

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د بحرین پر پلازمېنه منامه تېرو شپږو ورځو کې پرله پسې بریدونه شوي

    بحرین اعلان کړی چې د ایران له اړخه د بریدونو له پیل راهیسې یې ۷۵ توغندي او ۱۲۳ ډرونونه شنډ کړي‌ دي.

    د بحرین دفاعي ځواکونو نن پنجشنبه په یوه پیغام کې ویلي، چې دوی لا هم د ایران له اړخه د پرله پسې "ترهګریزو او ورانکاره" بریدونو مقابله کوي.‌

    په دغه پیغام کې له خلکو هم غوښتل شوي چې له اړتیا پرته دې له کورونو نه راوځي.

    د بحرین دفاعي ځواکونو همدا راز ټینګار کړی چې د ملکي اهدافو خلاف د توغندیو او ډرونونو کارول "له نړیوالو بشري قوانینو څرګنده سرغړونه او د سیمې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی."

  3. وروستی, د اسرائيل دفاع وزیر وايي، واشنګټن ترې غوښتي چې د ایران خلاف عملیاتو ته تر پایه دوام ورکړي

    ایران

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسرائيل دفاع وزیر اسرائيل کاتس وايي، امریکايي سیال یې 'پېت هېګسټ' ډاډ ورکړی چې واشنګټن د ایران پر وړاندې د دوی د ګډو عملیاتو پریکنده ملاتړ کوي او دا چې له ده یې غوښتي دغو پوځي عملیاتو ته "تر پایه" دوام ورکړي.

    پنجشنبه د اسرائيل له دفاع وزارته د یوې خپرې شوې علامیې له مخې، ښاغلي کاتس له پیت هېکسټ‌ سره د تېرې شپې تلېفوني خبرو ته په اشارې وویل، "د امریکا دفاع وزیر ویلي، تر پایه دوام ورکړئ، موږ درسره یو."

  4. وروستی, د ایران پلازمېنه او‌ څو ښارونو کې درنې چاودنې شوې

    پر ایران د امریکا او اسرائيل د بریدونو شپږمه ورځ هم په تهران او څو نورو ښارونو کې د سترو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.‌

    تر دغو بریدونو وروسته د تهران له ځینو سیمو لوګي پورته کېږي.

    د پنجشنبې سهار د تهران لوېدیځ کې کرج ښار باندې هم بریدونه شوي دي.

    د رپوټونو له مخې د ایران د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي خپلو امکانو ته په کتو خوندي سیمو ته وتلي دي.

    د ایران دولتي رسنۍ وايي، د سرائیل او امریکا د بریدونو له پیل راهیسې دغه هېواد کې یو زر او ۴۵ کسان وژل شوي دي.‌

  5. په بحرین او قطر کې د چاودنو اورېدول کېدو رپوټونه

    Iran

    د عکس سرچینه، Vantor / Reuters

    د فرانسې خبري اژانس د بحرین پلازمېنې منامې کې د چاودنو غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکوي.

    نن سهار همدا راز د قطر پلازمېنې دوحه کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    ایران پر دغه هېواد د امریکا او اسرائيل د بریدونو له پیلېدو راهیسې پر اسرائیل سربېره د فارس خلیج په هېوادونو کې هم ځینې اهداف د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو تر بریدونو لاندې راوستي.

  6. وروستی, اذربایجان وايي ایراني ډرون الوتکو پرې برید کړی

    د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په اذربایجان کې د ایران د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

    وزارت وایي: "یوه ډرون الوتکه د نخجوان خپلواک جمهوریت د هوایي ډګر پر ترمینل ودانۍ لګېدلې، بله ډرون الوتکه د شکر اباد کلي د یوه ښوونځي ودانۍ ته نږدې لوېدلې ده."

    د ډرون برید د هوایي ډګر ودانۍ ته زیان اړولی او دوه ولسي وګړي یې ټپیان کړي دي.

    وزارت زیاتوي چې په اذربایجان کې د ایران سفیر احضار شوی دی چې "ایراني لوري ته سخت احتجاج وشي او د اعتراض یو یادښت به ور وسپارل شي."

  7. ایران، اسرائیل ته توغندي ورتوغولي

    د اسرائيل پوځ وايي، ايران د پنجشنبې په سهار اسرائيل ته څو توغندي توغولي دي، خو د دې هېواد د بېړنيو خدماتو ادارې د راپور له مخې تر اوسه د احتمالي زيانونو په اړه سملاسي راپور نه دی خپور شوی.

    د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دوو ساعتونو کې د توغنديو د توغولو په اړه درې جلا خبرداري ورکړل شوي او د دې اژانس خبريالانو په بيت المقدس کې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.

    خو وروسته د اسرائيل پوځ اعلان وکړ چې سملاسي خطر پای ته رسېدلی او خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې له پناه ځايونو ووځي.

    د امريکا پوځي چارواکو د چهارشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د څه باندې ۲۰۰۰ هوايي عملياتو له ترسره کېدو وروسته، د ايران له لوري د توغنديو د توغولو وړتيا خورا کمه شوې ده.

  8. پنټاګون د شپږم سرتېري هویت اعلان کړ چې فکر کېږي د کوېت په برید کې وژل شوی

    پنټاګون اعلان کړی چې شپږم سرتېری چې د کوېت په برید کې وژل شوی، فکر کېږي چې ۵۴ کلن رابرت ایم مارزان دی، چې د کالیفورنیا د ساکرامنټو اوسېدونکی و.

    د پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''مارزان د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱مه د کوېت په پورټ شویبه کې د پېښې په ځای کې و، او باور کېږي چې هماغه کس دی چې په پېښه کې وژل شوی.''

    اعلامیه زیاتوي: ''مارزان مثبت پېژندنه به د عدلي طب د معاینې له خوا بشپړه شي.''

    تر اوسه پنټاګون د مارزان عکس نه دی خپور کړی.

    د یادونې وړ ده چې شپږ امریکايي سرتېري هغه مهال ووژل شول، چې یوه بې‌ پیلوټه الوتکه د هوايي دفاع له سیستمونو تېر شوه او د یکشنبې په ورځ یې د کوېت په پورټ شویبه کې د قوماندې یو مرکز وویشت.

  9. وروستی, ایران اسرائیل ته توغندي ورتوغولي دي

    توغندی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د فرانسې خبري اژانس د هېواد د بیړني خدماتو په حواله راپور ورکړی، د اسرائیلو پوځ وايي، ایران د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې د اسرائیلو په لور څو توغندي توغولي دي، خو د مرګژوبلې په اړه سملاسي راپورونه نه دي ورکړل شوي.

    په دوو ساعتونو کې درې جلا خبرتیاوې خپرې شوې او د فرانسې خبري اژانس خبریالانو په بیت المقدس کې د چاودنو غږونه واورېدل، خو له هغه وروسته پوځ خلکو ته د سرپناه ځایونو پریښودو امر کړی دی.

  10. د کړکېچ له کبله په سیمه کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر کې پاموړ زیاتوالی راغلی

    بې ځایه شوي خلک

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار مسوولین وايي، په منځني ختیځ او شاوخوا سیمه کې د تاوتریخوالي له کبله په پاموړ کچه خلک بې ځایه شوي دي.

    ویل شوي چې له بریدونو وروسته په لومړیو دوو ورځو کې شاوخوا ۱۰۰ زره خلک له تهرانه ووتل.

    د لبنان په هکله ویل کېږي، چې ۵۸ زره خلکو په ډله ییزو ځایونو کې پناه اخیستې.

    په سوریه کې ویل شوي چې د مارچ پر دویمه نږدې لس زره سوریایي او نږدې یو زر لبنانیان له لبنانه ووتل، چې له ورځني اوسطه نږدې درې برابره زیات دي.

  11. سعودي عرب وايي، توغندي یې شنډ کړي دي

    سعودي عرب کې چارواکي وايي، نن (چهارشنبه) یې درې کروز توغندي شنډ کړي دي. د سعودي عرب دفاع وزارت پر خواله رسنیو یوه پیغام کې لیکلي:

    "درې کروز توغندي له الخرج ښاره بهر شنډ کړل شوي او ویجاړ شوي دي."

  12. وروستی, د قطر بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیاله وغوښتل چې بریدونه 'سملاسي ودروي'

    د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی، د نښتو له پیل راهیسې لومړی ځل له خپل ایراني سیال عباس عراقچی سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

    د قطر په دوحه کې د بي بي سي خبریاله باربرا پلیټوشر وايي، د عربي هېوادونو مشران له دې کبله غوسه دي، چې ایران د قطر په ګډون پر ګاونډیو هېوادونو سلګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

    ویل کېږي دغو بریدونو په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې او دغه راز یې ملکي او د انرژۍ مرکزونو ته زیان رسولی دی.

    د قطر د یوې رسمي اعلامیې له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په کلکه د ښاغلي عراقچي هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې وو د ایران وروستیو بریدونو د قطر نه، بلکې د امریکا ګټې په نښه کړې دي.

    هغه ایران تورن کړ چې ''هڅه کوي خپلو ګاونډیانو ته زیان ورسوي او هغوی داسې جګړې ته راکاږي چې د دوی جګړه نه ده'' او د دغو بریدونو د ''سملاسي درولو'' غوښتنه یې وکړه.

    د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی-جنوري ۲۰۲۶

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د عکس تشریح، د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی-جنوري ۲۰۲۶
  13. وروستی, د اسرائیل پوځ وايي، پر تهران یې د بریدونو نوې ''څپه'' پیل کړې

    د اسرائیلو پوځ (ای ډي ایف) وايي، د ایران پلازمېنې تهران پر بېلابېلو سیمو یې د بریدونو بله لړۍ پیل کړې ده. په یوه اعلامیه ای ډي ایف ویلي: ''په تهران کې د ایراني رژیم اړوند پوځي بنسټونو پر ضد د بریدونو یوه بله څپه پیل شوې ده.''

    پوځ د کومې ځانګړې سیمې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې نور معلومات به وروسته خپاره شي.

    د فرانسې اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د دوی خبریالانو د چهارشنبې په شپه په پلازمېنه کې یوه زوروره چاودنه واورېده.

    تر دې وړاندې، اسرائیلي پوځ اعلان کړی و چې هوايي ځواک یې د تهران په ختیځه برخه کې پر یوه کمپلکس پراخ برید بشپړ کړی، هغه ځای چې ویل کېږي د قوماندې مرکزونه او د کورني امنیت اړوند کسان پکې وو.

  14. ایران کې د خامنه‌يي جنازې مراسم ځنډول شوي

    ایران کې چارواکو د پخواني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي د جنازې مراسم داسې حال کې ځنډولي چې امریکايي او اسرائیليځواکونو په ټول ایران کې خپلو سختو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

    یوه چارواکي ویلي چې ډېرو خلکو تهران کې د درې ورځنيومراسمو د ګډون غوښتنه کړې وه او اړتیا وه چې زیربناوې ورته چمتو شي. ټاکل شوې وه چې دا مراسم د چهارشنبې په ورځ شپه پیل شي.

    بلخوا، د خبرګان شورا یوه غړي ویلي چې دا مذهبي اداره د خامنه‌ژيي د ځای ناستي د ټاکلو په برخه کې پایلې ته "نږدې" شوې ده. خامنه‌ يي د شنبې پرورځ د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پیل په یوه حمله کې ووژل شو.

    ایران په ځواب کې پر اسرائیلو او د خلیج پر هغو هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، د توغنديواو بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

    ایران

    د عکس سرچینه، WANA/Via Reuters

  15. وروستی, د ایران بالستیک توغندي څومره واټن وهلی شي؟

    د ایران بالستیک توغندي
  16. وروستی, پزشکیان ګاونډیو هېوادونو ته: ایران د امریکا-اسرائیلو بریدونو ته له غبرګون پرته بل 'غوراوی نه' لاره

    پزشکیان

    د عکس سرچینه، Iran's Presidential website/WANA/Reuters

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ګاونډیو خلیجي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي چې ایران ته د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په وړاندې ځواب ورکول لازمي وو.

    د فبرورۍ په ۲۸مه، د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د بریدونو له پېل وروسته، ایران په ځواب کې په خپلو عرب ګاونډیو سلګونو توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې ویشتلې.

    دغه بریدونه د امریکا پوځي اډو او د خلیج هېوادونو د ملکي او انرژۍ زیربناوې هم په نښه کړي - چې په دې کې متحده عربي امارات، قطر او عمان شامل دي.

    پر ایکس پزشکيان خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ویلي چې ایران هڅه کړې "ستاسو په همکارۍ" جګړه وځنډوي.

    خو هغه زیاتوي چې د امریکا-اسرائیل بریدونو ایران ته "هېڅ انتخاب پاتې نه کړ، پرته له دې چې له ځانه دفاع وکړي".

    د ایران ولسمشر وایي، د خپلو ګاونډیو حاکمیت ته درناوی لري او باور لري چې د سیمې سوله "باید د سیمې هېوادونو په لاس کې تضمین شي".

  17. وروستی, راپور: د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ نژدې ۹۰ سلنه کم شوی, راپور: شاوخوا ۲۰۰ د تېلو ټانکر بېړۍ په هرمز تنګي کې د تګ راتګ تر درېدو وروسته فارس خلیج کې بندې پاتې دي

    هرمز تنګی

    د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ په دوامداره توګه کمېږي، ځکه ډېری د ګاز او تېلو ټانکر بېړۍ نه غواړي د ایران د احتمالي برید له خطر سره مخ شي.

    کلېر جونګمن، چې د "وورتکسا" په نوم د انرژۍ د څېړنې له یوې ادارې سره کار کوي، وايي د جنورۍ له میاشتې د جګړې تر پیل پورې، هره ورځ په اوسط ډول ۲۴ بېړۍ له دې تنګي تېرېدلې.

    د سمندري معلوماتو اداره "کپلر" بي‌بي‌سي وېریفای ته ویلي چې د فبرورۍ له ۲۱ تر ۲۷ پورې له اوسط سره پرتله، د مارچ د ۲ او ۳ ترمنځ د بېړیو تګ راتګ نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی.

    دا ناڅاپي کمښت وروسته له هغې رامنځته شوی چې سترو سمندري بیمه‌کوونکو د فارس خلیج په سیمه کې د بېړیو لپاره د جګړې د خطر بیمه کمه یا لغوه کړې ده. له همدې امله، له دې تنګي څخه تېرېدل، چې د نړۍ نږدې پنځمه برخه سوداګریز تېل پرې لېږدول کېږي، ډېر خطرناک شوي دي.

    بي‌بي‌سي وېریفای په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه دوه سوداګریزې بېړۍ پېژندلې چې د څار معلومات یې ښيي له ختیځ څخه لوېدیځ ته د هرمز تنګي له لارې فارس خلیج ته داخلې شوې دي.

    په وروستیو کې، د یو شمېر بېړیو د څار سیګنالونه، چې یوه یې د هند بیرغ لري، یا ورکې شوې دي او یا هم د ګډوډېدو نښې پکې لیدل شوي دي.

    فارس خلیج کې بندې د تېلو ۲۰۰ لېږدوونکې بېړۍ

    تازه شمېرې ښيي چې شاوخوا ۲۰۰ نړیوالې د تېلو ټانکر بېړۍ، د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ تر بندېدو وروسته، دا مهال په فارس خلیج کې بندې پاتې دي. د دغو بېړیو مالکان په تمه دي چې ایا د نړۍ د تېلو د لېږد له تر ټولو مهمو لارو څخه تېرېدل خوندي دي که نه.

    سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز تنګي بشپړ کنټرول یې په لاس کې دی او په وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې څو بېړۍ د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په بریدونو کې په نښه شوې دي.

    همدارنګه، شاوخوا ۶۰ سترې او لویې ټانکر بېړۍ — چې نږدې اته سلنه د نړۍ د ټانکر بېړیو له ټول ناوګانه جوړوي - په همدې سیمه کې بندې شوې دي.

    دغه ګډوډي د برېنټ خام تېلو بیه تر هر بیرل (بیلر) له ۸۰ ډالرو لوړه کړې ده.

  18. وروستی, د سریلانکا سواحلو کې د "دنا" نومي ایراني بېړۍ له ډوبېدو وروسته د شاوخوا ۱۴۰ ماڼوګانو برخلیک لا هم نامعلوم دی

    سمندر

    د عکس سرچینه، REUTERS

    د سریلانکا سمندري ځواک تایید کړې چې نن سهار وختي یې د ایران د سمندري ځواک له "دنا" نومي بېړۍ څخه د بېړني مرستې پیغام تر ترلاسه کېدو وروسته، ۳۲ کسان ژغورلي دي.

    تر دې مخکې، د دغه هېواد د دفاع وزارت مرستیال هوايي مارشال سامپات تویاکونتا د بي‌بي‌سي سینهالي څانګې ته ویلي وو چې ښايي شاوخوا ۱۴۰ کسان لادرکه شوي وي.

    په همدې حال کې، د سریلانکا د سمندري ځواک ویاند بودیکا سامپات ویلي چې د بېړۍ د اسنادو له مخې، ګومان کېږي شاوخوا ۱۸۰ کسان پکې سپاره وو، خو د لادرکه شویو کسانو کره شمېر لا نه دی معلوم.

    هغه زیاته کړه: "که څه هم دا بېړۍ د بېړني پیغام پر مهال زموږ له سمندري حوزې بهر وه، خو زموږ د لټون او ژغورنې په سیمه کې موقعیت درلود. له همدې امله، موږ د نړیوالو ژمنو له مخې د غبرګون مسؤلیت درلود."

    د سمندري ځواک ویاند همدارنګه وویل: "موږ هغه کسان وموندل چې پر اوبو روان وو، هغوی مو وژغورل، او وروسته د پوښتنو پر مهال پوه شو چې دا کسان د یوې ایراني بېړۍ دي. خو هېڅ ایراني بېړۍ زموږ په سترګو نه لیدل کېده."

    هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال یې خپله بېړۍ نه وه لیدلې، خو د تېلو داغونه او د ژغورنې کښتۍ یې پر اوبو لیدلې وې.

    نوموړي همدارنګه دا راپورونه رد کړل چې ګواکې دا بېړۍ د اوبتل (سبمرین) د برید له امله ډوبه شوې ده.

    د خبري کنفرانس وروسته، دغه ویاند په جلا توګه د بي‌بي‌سي سینهالي څانګې سره خبرې وکړې او کله چې ترې د رویټرز د راپور په اړه وپوښتل شول، چې ګواکې پر دې ایراني بېړۍ د اوبتل برید شوی، هغه دا خبره په بشپړ ډول رد کړه.

    خو ویې ویل چې بېړۍ د پېښې په ځای کې په بشپړه توګه ډوبه شوې وه.

  19. پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې بریدونه شوي‌ دي.

    map
  20. د امریکا دفاع وزیر: امریکايي اوبتل هندي سمندر کې د ایران یوه جنګي بېړۍ ډوبه کړه, د امریکا د دفاع وزیر: د ایران غیرنظامي ځایونه نه په نښه کوو

    هګسیټ

    د عکس سرچینه، US pool

    د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسیت په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، متحده ایالونه د ایران په اړه د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال غیرنظامي تأسیسات او ځایونه نه په نښه کوي.

    هغه په همدې خبري ناسته کې وویل چې د امریکا یوه اوبتل د ایران یوه کښتۍ ډوبه کړې ده.

    هېګسیت زیاته کړه: "موږ پرته له دې چې خپل سرتېري ښکته کړو، خپلو هدفونو ته رسېدلي یو".

    نوموړي دا هم وویل چې ایران هره ورځ کمزوری کېږي او په سیمه کې د امریکا ځواک زیاتېږي.

    د امریکا د دفاع وزیر وویل هېواد یې په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید موضوع څېړي.

    د "شجره طیبه" لومړني ښوونځي د زد‌کوونکو او نورو وژل شوو کسانو د جنازې مراسم پرون په مینار ښار کې ترسره شول.

    د امریکا او اسرائيل له خوا له ایران سره د جګړې په لومړۍ ورځ، تهران اعلان کړی و چې دغه ښوونځی د دواړو هېوادونو د توغندیز برید هدف ګرځېدلی دی.