د ایراني رسنیو لخوا خپرو شویو تصویرونو کې
ښکاري چې د ایران پلازمېنه تهران کې پر انقلاب واټ د قدس ورځې لاریونونو پر مهال د
لاریون ځای ته یوه ورڅېرمه ودانۍ په نښه کيږي.
عیني شاهدان وايي، فاطمي واټ او د کورنیو
چارو وزارت ودانۍ شاوخوا یې هم د درنو چاودنو غږونه اورسېدلي دي.
همدا راز د تهران په شمال او لوېدیځ کې هم
د چاودنو رپوټونه ورکړل شوي دي.
تر اوسه دغه تازه بریدونو کې اوښتو زیانونو
او مرګژوبله جزییات نشته.
وروستی, کرملین وایي، د بندیزونو په لیرې کېدو سره د روسیې او امریکا ګټې نږدې شوې دي
کرملین
وایي، د روسیې
او امریکا ګټې وروسته تر هغه یو له بل سره ګډېدلې شي، چې د ټرمپ ادارې له ایران سره د
جګړې له امله د روسي تېلو پر پېرلو بندیزونه نرم کړل.
هغه ایران "د ترهګرۍ او کرکې یو هېواد" وباله او ویې ویل چې دا هېواد "اوس مهال لویه بیه پرې کوي".
ټرمپ څو ځله ویلي چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو ګډه جګړه لنډمهالي عملیات دي، خو تر اوسه یې داسې څه نه دي ویلي، چې دا عملیات به په کومه مشخصه نېټه پای ته ورسېږي.
دا اټکل د اصلي لګښتونو بشپړ کچه نه ده ځکه چې په دې کې د فبرورۍ پر ۲۸ نېټه پر ایران د لومړي برید لپاره د پوځي اکمالاتو او وسایلو د لېږدولو مصرف نه دی شامل.
د ډېموکرات ګوند سناتور کرېس کونز هم تېره چهارشنبه خبریالانو ته ویلي و چې ښايي د زیان دا کچه "تر دې هم د پام وړ لوړه وي."
وروستی, اسرائيل وايي، د ایران د "اټومي وسلو د پراختیا مرکز" یې په نښه کړی دی
وروستی, د ایران جګړه؛ د پاکستان لومړی وزیر سعودي عربستان ته تللی, نورګل شفق/بيبيسي
د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په داسې حال کې په یوه لنډ سفر سعودي عربستان ته تللی چې ایران د امریکا او اسرائيلو د بریدونو په غچ کې د سعودي عربستان په ګډون د منځني ختیځ پر بېلابېلو هېوادونو خپل بریدونه روان ساتلي دي. ایران وايي، هلته د امریکا اړوند هدفونه په نښه کوي.
پاکستانيو رسنیو د شهباز شریف د دفتر له قوله ویلي چې هغه به په دې سفر کې د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز السعود سره وګوري او "په سیمه کې پر روان کړکېچ، امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې سره وکړي."
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې اړه په اعلامیه کې ویلي چې دا سفر د سعودي عربستان په بلنه تر سره کېږي.
د یادولو ده چې تېره اوونۍ د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم سعودي عربستان ته سفر کړی و او د دغه هېواد له دفاع وزیر خالد بن سلمان السعود سره یې کتلي وو.
د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې د دغه سفر په اړه ویلي و چې دواړو لورو "د ایران د بېپيلوټه او توغندیزو بریدونو له کبله په رامنځته شوي امنیتي وضعیت خبرې کړې دي."
دې ادارې همداراز ویلي وو چې دوی د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د لاسلیک شوي "سراتيژيک دفاعي تړون" په چوکاټ کې د داسې بریدونو د مخنیوي پر لارو چارو هم سره وغږېدل.
څو ورځې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ادعا وکړه چې ګواکې د "پاکستان ډېپلوماتیکې مداخلې" په سعودي عربستان باندې د ایران د بریدونو "په مخنیوي کې مرسته کړې ده."
ایا پر سعودي عربستان د ایران بریدونه په ریښتیا هم کم شوي؟
د عکس سرچینه، Reuters
د اسحاق ډار له ادعا سره سره په تېرو څو ورځو کې ایران پر سعودي عربستان ګڼ بریدونه کړي دي.
همدا پرون چهارشنبه (کب ۲۰/مارچ ۱۱) هم ایران وویل چې د عملیاتو ۳۵مه څپه یې پیل کړې ده چې قطر، سعودي عربستان او متحده عرب امارات کې "د امریکا اړوند هدفونه" پکې په نښه شوي دي.
سعودي عربستان وروسته وویل چې هغه توغندي او ډرون الوتکې یې ویشتې او له منځه وړې دي چې د دغه هېواد یو پوځي مرکز او د تېلو لویه کارخونه پکې هدف ګرځول کېده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دغو بریدونو دوه ورځې مخکې په ریاض کې خپلو ځينو دولتي کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته سپارښتنه کړې وه چې له سعودي عربستانه ووځي.
تر هغو بریدونو څلور ورځې وړاندې د مارچ پر اتمه نېټه (کب ۱۷) هم د سعودي ملکي دفاع ادارې وویل چې په ریاض کې یوه استوګنیزه سیمه په توغندي لګېدلې چې دوه کسان یې وژلي او ۱۲ نور ژوبل دي.
د امریکا د دفاع وزارت تر دې یوه ورځ وروسته د مارچ پر نهمه (کب ۱۶) په سعودي عربستان کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو پخلی وکړ. هغه یې د ۲۶ کلن سارجنټ بنجامین این پینینګټنپه نوم یاد کړ چې په وینا یې، د کینټکي ایالت اوسېدونکی و او د مارچ په لومړۍ نېټه په " شهزاده سلطان" هوايي اډه کې ټپي شوی و او وروسته یې ساه ورکړه.
وروستی, په عراق او متحده عرب اماراتو کې پر درو بار وړونکو کښتیو بریدونه شوي
د برېتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو مرکز وايي چې تېره شپه په عراق او متحده عرب اماراتو کې درې بار وړونکې کښتۍ په نښه شوې دي او له همدې کبله یې کښتۍوانو ته لارښوونه کړې چې "په تګراتګ کې احتیاط" وکړي.
د ویډیو تشریح، په عراق او متحده عرب اماراتو کې پر درو بار وړونکو کښتیو بریدونه شوي
له دوی یې دوه د عراق سمندر د شمالي خلیج په پنځه کلیومترۍ کې ويشتل شوې دي. عراقي رسنۍ وايي، په دواړو پېښو کې یو تن وژل شوی او د کښتیو نوره ۳۸ تنه عمله ژغورل شوې ده.
درېیمه کښتي د متحده عرب اماراتو له ساحله شاوخوا ۳۵ میله لرې هرمز تنګي ته نږدې هله په نښه شوې چې چارواکي وايي، "نامعلوم توغندي" باندې ولګېده او یوې برخې یې اور واخیست.