د اسرائیلو پوځ وايي، د ایران د ولسمشرۍ دفتر یې په نښه کړی دی
د اسرائیلو پوځ تازه معلومات خپاره کړي، چې پکې ویل شوي د
دوی هوايي ځواک د ایران حکومت د مشرتابه ودانۍ په نښه کړې ده.
پر ټیلیګرام یوه پیغام کې اسرائیلي دفاعي ځواک وايي چې
"ډېری بمونه" د ولسمشرۍ پر دفتر او د ملي امنیت پر عالي شورا غورځول شوي
دي.
پیغام زیاتوي، د پوځي روزنې یوه اداره او "د رژیم اضافي کلیدي زیربنا" هم په نښه شوې ده.
اسرائیلي دفاعي ځواک وايي، د ایران پخواني مذهبي مشر ایت
الله علي خامنه يي له دې ودانۍ کار اخیست. خامنه يي د اونۍ په پای کې د امریکا او اسرائیلو
په بریدونو کې په خپله ودانۍ کې ووژل شو.
د ایران پر بېلابېلو ښارونو د اسرائیل او امریکا بریدونه دوام لري
د راپورونو له مخې د ایران پر بېلابېلو ښارونو د امریکا او اسرائیلو بریدونه دوام لري او په تېرو څو ساعتونو کې د تهران، پاردیس او پارچین، بوشهر او ارومیا په ګډون د ایران ځینې برخې د دې بریدونو د یوې نوې څپې هدف وې.
په کویت کې د امریکا سفارت تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی دی. پر اېکس یوه پیغام کې د امریکا سفارت لیکلي چې په ''سیمه کې د تاوتریخوالي له کبله ټولې ورځنۍ او کونسلي لیدنې'' لغو کوي.
د یادونې ده چې د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې له امریکایانو وغوښتل چې د "جدي ګواښونو" له امله له سیمې ووځي.
اسرائیلي دفاعي ځواکونو پر تهران او بیروت بریدونه کړي
اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران او د لبنان پر پلازمېنې بیروت یې نوي بریدونه کړي دي. په یوې اعلامیې کې ویل شوي: ''ای ډي ایف دا مهال په هممهاله ډول په تهران او بیروت کې پر پوځي اهدافو هدفي بریدونه کوي.''
د ای ډي ایف عربي ژبې ویاند، اویخای ادرعي، وايي، ''د پراخو هوايي بریدونو یوه څپه'' روانه ده.
دغه بریدونه شاوخوا یو ساعت وروسته له هغې شوي چې (ای ډي ایف) د بیروت سویلي سیمو او لسګونو کلیو اوسېدونکو ته ''بېړنی خبرداری'' ورکړی و او له هغوی یې غوښتي وو چې سیمې پرېږدي. (ای ډي ایف) ویلي وو، د حزب الله اړوند قومندانۍ مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کوي.