له دې مخکې د عمان سمندري ځواکونو هم ۲۰کسان له یوې بېړۍ ژغورلي وو چې، د تائلنډ بیرغ پرې
لګېدلی او هرمز تنګي کې پرې برید شوی و. د دغه هېواد د دولتي خبري اژانس د راپور له
مخې، دا پېښه د عمان له ساحله شاوخوا ۱۳ سمندري میله (۲۴ کیلومتره) لېرې شوې وه.
د سعودي عرب دفاع وزارت وايي، ۱۸ ډرونونه یې له منځه وړي
د سعودي عرب دفاع وزارت وایي، د دې د هېواد په ختیځه سیمه
کې یې ۱۸ ډرونونه ویشتلي او له منځه وړي دي.
د سعودي رسنیزې ادارې د راپور له مخې، دغه ډرونونه په تېرو
څو ورځو کې یو په بل پسې له منځه وړل شوي دي. سعودي چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې
دا ډرونونه له کوم ځایه راغلي وو.
لږ وروسته بیا اعلان وشو چې یو بل ډرون چې د شیبه د تېلو
ساحې پر لور روان و، د ربع الخالي دښتې په
شمالي څنډه کې په نښه شو او له منځه یوړل شو.
د دوبۍ پر ودانۍ د ډرون له غورځېدو وروسته چا ته زیان نه دی رسېدلی
په دوبۍ کې چارواکي وايي، د ښار په دوبۍ کریک هاربر سیمه
کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د ډرون غورځېدو وروسته د ودانۍ ټول اوسېدونکي روغ، رمټ
دي او چا ته زیان نه دی رسېدلی.
د دوبۍ ښاري ادارې په یوه اېکس پیغام کې لیکلي: "مسوولینو
اور په بشپړ ډول کنټرول کړی دی او ټول اوسېدونکي خوندي دي. د چا د ټپي کیدو راپور نه
دی ورکړل شوی."
په پیغام کې نه دي ویل شوي، چې ډرون له کوم ځایه راغلی و.
د خلیج هېوادونو مسودې د یوه پرېکړه لیک لپاره تر ټولو ډېر
شریک ملاتړي ترلاسه کړل او ۱۳۵ هېوادونو یې ملاتړ وکړ. بحرین وايي، دا ښيي چې دا موضوع یوازې سیمه ییزه
نه ده، بلکې دا د نړیوال ثبات او د انرژۍ د امنیت لپاره د خلیج د حیاتي ارزښت پېژندنه
ده.
متحده ایالاتو وویل، د ایران هغه ستراتیژي چې ګډوډي خپره
کړي او ګاونډیان یرغمل وساتي، په څرګنده توګه ناکامه شوې ده.
خو روسیې او چین بیا ویلي، دوی له رایې ورکولو ډډه کړې، ځکه په
وینا یې پرېکړه لیک د شخړې اصلي لاملونه او عمومي انځور په متوازن ډول نه ښيي.
په متن کې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو هوايي بریدونو
یادونه نه وه شوې او دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم دا د ملګرو
ملتونو له منشور سرغړونه بللې ده.
روسیې هم د خلیجي هېوادونو هغې ادعا په هکله پوښتنه
راپورته کړه، چې د دوی له خاورې څخه پر ایران د برید لپاره کار نه دی اخیستل شوی.
بحرین د دې ادعا په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې
د خلیج هېوادونه هېڅکله د بریدونو د پیلولو لپاره نه دي کارول شوي.
دا هغه شمېر دی چې مخکې نه و اورېدلی شوی، او بي بي سي تر اوسه دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تائید کړې.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د 'اپیک فیوري' عملیات به ''د تېلو بیې پاموړ راټیټې کړي'' او د نړۍ لپاره به ګواښ هم کم کړي.
هغه وویل: ''زموږ پوځ نږدې عملاً ایران (ځواک) له منځه وړی دی.''
له دې مخکې د امريکا له ولسمشر نه په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو
وپوښتل چې د ايران جګړه به څنګه پای ته ورسېږي. هغه په ځواب کې وويل:
''نور به هم همداسې دوام وکړي، او بيا به وګورو چې د دې ټولو پايله څه کېږي.''
ټرمپ ادعا وکړه چې د ايران بحري ځواک نور نشته، د هغوی هوايي
ځواک له منځه تللی دی، هغوی د الوتکو ضد دفاعي سيستم نه لري او نه هم راډار لري.
هغه زياته کړه: ''د هغوی مشرتابه هم له منځه تللی دی، او موږ
کولی شو تر دې هم ډېرې بدې چارې وکړو.''
نوموړي دغه راز وويل چې امريکا ايران '' په تاريخ کې د ډېرو هېوادونو
پرتله په ډېره سختۍ سره په نښه کړی دی''، خو ورسره يې ټينګار وکړ: ''موږ لا خپله عمليات
پای ته نه دي رسولي.''
د قطر دفاع وزارت وايي، پر چهارشنبه نهه توغندي او یو شمېر ډرونونه ورتوغول شوي
د قطر دفاع وزارت چارواکي وايي، پر چهارشنبه د ایران له
لوري نهه بالسټیک توغندي او یو شمېر ډرونونه ورتوغول شوي دي.
د یاد وزارت له لوري
په یوه اېکس پیغام کې ویل شوي دی، چې ځواکونو یې ''په بریالیتوب سره'' ټول ډرونونه،
اته توغندي له منځه وړي او یو په داسې ځای کې لګېدلی، چې څوک پکې نه وو.
وروستی, د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران لخوا پر خلیج هیوادونو او اردن د بریدونو غندلو ته رایه ورکړه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک پر پلوۍ رایه ورکړه چې د خلیج هیوادونو لخوا وړاندې شوی و او له ۱۳۰ ډېر ملاتړ کوونکي یې درلودل. دغه پرېکړه لیک ۱۳ مثبتې رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې روسیې او چین ممتنع (بې طرفه) رایه ورکړه.
دغه پرېکړه لیک د ایران لخوا پر خلیجي هیوادونو او اردن بریدونه غندي. دا د نیابتي ډلو له لارې د بریدونو په ګډون، د ایران لخوا د ټولو بریدونو او ګواښونو د سم لاسي بندېدو غوښتنه کوي.
همدارنګه، دغه پرېکړه لیک د تهران هر هغه ګام هم غندي چې د هرمز تنګي له لارې نړیوالو کښتیو مخه ډب کوي او یا یې تړي.
په دې پرېکړه لیک کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرئیلو د هوایي بریدونو هېڅ یادونه نه ده شوې.
وروستی, ایران: یو لیتر تېل به هم پرې نږدو چې پر هرمز تنګي امریکا او متحدانو ته یې ور تېر شي
د ایران د ګډې پوځي قوماندانۍ (خاتم الانبیاء) د مرکزي دفتر ویاند ابراهیم ذولفقاري ویلي چې ایران به یو لیتر تېل هم پرې نږدي چې د هرمز تنګي له لارې امریکا او یا یې هم متحدانو ته ور تېر شي.
ښاغلي ذولفقاري ګواښ کړی چې په هغوی پورې تړلې هره کښتي یا ټانکر به یې "مشروع هدف" وي.
ده همداراز لوېديځو هېوادونو ته په اشاره وویل، "تاسې د مصنوعي تنفس له لارې د تېلو او انرژۍ بیې نه شئ راټیټولی."
ابراهیم ذولفقاري دا ګواښونه داسې مهال کوي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له برید راهیسې نن یو ځل بیا د تېلو بیې ختلې دي او په هرمز تنګي کې پر کښتیو بریدونه شوي دي.
هغه تنګی چې د تېلو د لېږد یوه مهمه ستراتيژیکه سمندري لار ده خو اوس پرې تېل وړونکې بېرۍ له اندېښنو او بریدنو سره مخامخ دي او د نړۍ په کچه یې د تېلو بیې خېږولې دي.
ښاغلی سټارمر په دې اړه په پارلمان کې له پوښتنو سره مخ شو چې ګواکې پر برېتانویانو به د ایران د جګړې اغېز څه وي او سرتېري به یې په دې جنګ کې ورښکېل شي او که نه؟
ده یې په ځواب وویل، "زموږ وسلهوال ځواکونه د برېتانویانو د ژوند ژغورلو او په منځني ختيځ کې د برېتانیا د ګټو خوندیتوب لپاره شپه او ورځ کار کوي.”
ښاغلي سټارمر زیاته کړه، "زموږ شاهي هوايي ځواکونو (اراېاېف) د دفاعي عملیاتو په ترڅ کې د برېتانویانو او زموږ د متحدانو د ژوند ژغورنې لپاره پر ګڼو هېوادونو تر ۲۳۰ ساعتونو ډېر پروازونه کړي دي او ګڼې بېپېلوټه الوتکې یې راغورځولې دي.”
ده همداراز وویل چې د تېلو محصولات به "تر سپتمبر میاشتې پورې همداسې کنګل پاتې شي" خو په وینا یې، حکومت به یې دې وضعیت ته په ایران کې روانو حالاتو ته په کتو بیاکتنه کوي.
وروستی, ایران ګواښ کړی چې په سیمه کې د امریکا او اسرائيل بانکونه په نښه کوي
د خبر له مخې، چارواکو دغه الوتکه "چا ته له انساني یا مالي زیان اړولو" مخکې ویشتلې ده.
عمان یو ځل بیا دا بریدونه چې دغه هېواد پکې په نښه کېږي، غندلي دي.
د یادولو ده چې د امریکا او اسرائیل د بریدونو په غچ کې ایران په منځني ختیځ کې د عمان په ګډون پر بېلابېلو هېوادونو بریدونه کړي او وايي چې ګواکې هلته امریکايي هدفونه په نښه کوي.
نن په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم خبر ورکړ چې امیرخان متقي له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره ټلیفوني خبرې کړې دي او دواړو لورو "د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران تېری او د سيمې نورو هېوادونو ته د جګړې پراختيا د غندنې وړ" بللې ده.
وروستی, "افغانستان او عمان نورو هېوادونو ته د ایران جګړې پراخېدل غندلي", نورګل شفق/ بيبيسي، لندن
د عکس سرچینه، @ZiaAhmadtkl
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیر خان متقي له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره ټلیفوني خبرې کړې دي او دواړو لورو په منځني ختيځ کې "وروستي بدلونونو اندېښمنوونکي" بللي دي.
د دغه وزارت ویاند ضیاء احمد تکل پرخپله اېکسپاڼه په اعلامیه کې ویلي چې دواړو لورو "د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران تېری او د سيمې نورو هېوادونو ته د جګړې پراختيا یې د غندنې وړ وبلله."
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت هم خبرې سره کړې دي چې په ترڅ کې یې ښاغلي متقي "د پاکستان د تېریو" او د طالبانو حکومت لخوا د "متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه د افغانستان حکومت دريځ بیان کړ.”
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
په اعلامیه کې که څه هم په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو ویل شوي چې "دواړو لورو د سیمهييزو ستونزو د اواري په موخه د ډېپلوماسۍ د مسیر پر انتخاب او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټينګار وکړ."
د یادولو ده چې د ایران له جګړې سره هممهاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ هم نښتې او پر یوه بل بریدونه وشول. پرون هم د طالبانو حکومت ویاند حمدالله فطرت وویل چې له پاکستانه ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونو بریدونه شوي چې په وینا یې، تر ډېره "ملکي کسان" زیانمن شوي دي.
پاکستانیو چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده چې د امریکا او اسرائیل د بریدونو په غچ کې ایران په منځني ختیځ کې د عمان په ګډون پر بېلابېلو هېوادونو بریدونه کړي او وايي چې ګواکې هلته امریکايي هدفونه په نښه کوي.
په دوحه کې د بيبيسي خبریاله باربرا پلیټ عشر وايي، ایران ویلي چې د عملیاتو ۳۵مه څپه یې پیل کړې ده او دلته قطر، سعودي عربستان، متحده عرب امارات پکې په نښه شوي دي.
د قطر پر لور ورتوغول شوي څو توغندي له منځه وړل شوي دي.
سعودي عربستان هم هغه توغندي او ډرون الوتکې ویشتې او له منځه وړې دي چې د دغه هېواد یو پوځي مرکز او د تېلو لویه کارخونه پکې هدف ګرځول کېده.
متحده عرب اماراتو هم نن سهار ویلي چې د ایران بریدونو ته ځواب وايي او بحرین بیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. ایران ویلي چې دوی هلته په پوځي تاسیساتو او په کوېت کې د امریکا پر یوه اډه برید کړی دی خو دغو دواړو هېوادونو تر اوسه دا رپوټونه نه دي تایید کړي.
مخکې د برېتانیا د سمندري څار یوه چارواکي ویلي وو چې هرمز تنګي ته څېرمه یوه بار وړونکې بېړۍ په نښه شوې چې اور یې واخیست او عمله یې تېښتې ته اړ شوه.
د ایران جګړې له پیل راهیسې د خلیج په شاوخوا کې پر کښتیو تر لسو ډېر بریدونه شوي چې شک یې پر ایران کېږي.
امریکا اندېښمنه ده چې ښايي ایران هرمز تنګي ته څېرمه د پخوا په څېر ماینونه کېږدي او له همدې وېرې یې دې مهمې سمندري لارې ته څېرمه د ایران پر ۱۶ ماین اېښودونکو کښتیو بریدونه کړي دي.
ایران د بريد مسوليت پر امریکا او اسرائیلو اچولی دی. د
امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ وايي د برید پړه د ایران پر غاړه ده. تراوسه امریکا او
اسرائیلو په عامه دوګه د دې برید مسوليت نه دی منلی او یې هم رد کړی دی.
بي بي سي له امریکا د کارپوهانو د ارزونې په اړه د تبصرې
غوښتنه کړې ده.