د ایران او اسرائيل متقابل بریدونه؛ د بریتانیا لومړی وزیر وایي له متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستلو لپاره پر پلان کار کوي

اسرائيل وايي په تهران، تبریز او شیراز کې یې د ایران د حکومت پر زېربناوو "هممهاله" بریدونه کړي دي.‌ بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې ېې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي. دا متقابل بریدونه داسې حال کې دوام لري چې د بریتانیا لومړی وزیر ویلي له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستل کېدو لپاره پر عملي پلان کار کوي.

لنډیز

  • اسرائيل وايي د ایران پلازمېنه او څو ښارونو کې یې د حکومت پر زېربناوو هممهاله بریدونه کړي
  • د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې یې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي
  • بریتانیا لومړی وزیر وايي دوی له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو پر پلان کار کوي
  • ورمخکې ټرمپ ګواښ کړی و چې که متحدين د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونه کړي دا به ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري
  • هغه زیاته کړې وه دې باور لري چې ایران غواړي خبرې اترې وکړي
  • د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې له "ډرون برید" ورووسته په لنډمهالې ټوګه ځنډول شوې دي
  • د اسرائیل پوځ وايي‌ د لبنان سویل کې یې محدود ځمکني عملیات پیل کړي

ژوندی پوښښ

  1. ایران پر اسرائیلو او د امریکا پر پوځي اډو د تازه بریدونو خبر ورکړی دی

    اسمان کې توغندي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران د انقلاب کارډ ځواکونو د "امریکا او اسرائیلو پر پوځي اډو" د تازه توغندیزو او ډرون بریدونو اعلان کړی دی.

    په عکسونو کې د چهارشنبې په سهار د تل ابيب په اسمان کې توغندي ليدل کېږي.

    راپورونه وايي، کویت، متحده عرب امارات او بحرين هم د ايراني توغنديو او ډرونونو له خوا په نښه شوي دي.

    بحرين کې د خطر زنګ له غږېدو سره له خلکو وغوښتل شول چې خوندي ځايونو ته ننوځي.

    بل پلو ايراني خبري رسنيو په تل ابيب کې د "ایراني توغنديو" د لګېدو عکسونه او راپورونه خپاره کړی چې په خپلواکه توګه تائيد شوی نه دي.

    د چهارشنبې په سهار، د سعودي دفاع وزارت هم د ایران لخوا د توغول شويو "شپږ توغندیو د شنډېدو" اعلان وکړ.

    د فارس خبري اژانس ادعا کړې وه چې د ایراني توغنديو له خوا د سعودي عربستان ختيځ په دمام ښار کې "امریکایي اډه" په نښه شوې ده.

    اسمان کې توغندي

    د عکس سرچینه، Reuters

  2. د ایران په کرج ښار کې چاودنې

    د ایران په کرج ښار کې د چاودنې له امله رامنځته شوې څپه د یوه موټر ښيښه ماتوي. د امریکا او اسرائيلو بریدونه د ایران پر بېلابېلو برخو لا هم روان دي.

    ځايي خبري‌اژانسونه د ایران د تېلو وزارت د یوې سرچينې له خولې وايي، په تهران او کرج کې د تېلو او ګازو زېرمې په نښه شوې دي.

    د ویډیو تشریح، د ایران په کرج ښار کې د چاودنې د څپې له امله د موټر ښیښه ماته شوه
  3. امریکا وايي هرمز تنګي کې یې د ایران ۱۶ ماين اېښودونکې کښتۍ ويجاړې کړې دي

    هرمز تنګی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا مرکزي قومنداني (سېنټکام) وايي امریکایي ځواکونو د سې شنبې په ورځ هرمز تنګي ته نژدې ۱۶ هغه ایرانۍ کښتۍ چې دلته یې ماینونه اېښوړدل "له منځه وړې" دي.

    سنټکام یوه ویډيو هم خپره کړې چې په کې د کښتيو په نښه کېدل په کې ليدل کېږي.

    دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو چې ځواکونو یې ۱۰ ولاړې کښتۍ ويشتلې دي.

    ټرمپ ویلي وو چې که "ایران په هرمز تنګي کې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي وي" دا به د دوی لپاره دېرې سختې پايلې ولري.

    له ایران سره د اسرائیلو او امریکا له جګړې راهيسې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد سخت ګډوډ شوی دی چې ورسره په نړيوال بازار کې د تېلو بيې هم لوړې شوې دي.

    وړاندې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نيوز راپور ورکړی و چې د امریکا استخباراتي سرچینې باور لري ایران د هرمز تنګي کې سمندري ماینونو اېښودلو ته چمتووالی نیسي.

  4. د اسرائیلو پوځ وايي په تبریز او تهران کې یې د امنیتي ځواکونو مرکزي دفترونه په نښه کړي

    اسرائیل وايي په تهران او تبریز کې یې په یوه وخت کې د ایران د امنیتي ځواکونو پر "مرکزي دفترونو" بریدونه کړي دي.

    د اسرائیلو پوځ پر اېکس پاڼه یوه پیغام کې لیکلي چې په تبریز کې یې د ځانګړو ځواکونو تر څنګ له پوځ سره تړلي یو شمېر نور مرکزي دفترونه په نښه کړي دي.

    د خبرپاڼې له مخې، "په تهران کې د انقلابي ګارد پوځي ودانۍ" او "په مراغه کې د استخباراتو او عامه امنیت د پولیسو مرکزي دفتر" هم د هغو مرکزونو په ډله کې د اسرائیلو لخوا پرې بریدونه شوي دي.

  5. پنټاګون: د ایران په جګړه کې ۱۴۰ امریکایي پوځيان ټپیان شوي

    امریکايي پوځيان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    پنټاګون وايي له ایران سره په جګړه کې تر اوسه پورې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي پوځيانټپیان شوي دي.

    د پنټاګون ویاند شان پارنیل وویل، "ډېری دا ټپونه کوچني وو،" او ۱۰۸ سرتېري بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

    نوموړي زیاته کړه، "اته پوځيان لاهم تر جدي روغتیايي پاملرنې لاندې دي."

    د مرګژوبلې دا شمېرې وروسته له هغه راځي چې امریکایي چارواکو مخکې د جګړې په لومړیو لسو ورځو کې د اوو کسانو د مړینې راپور ورکړی و.

  6. د متحده عرب اماراتو هوايي دفاع نن د ۹ بالیستیک توغندي او ۳۵ بې پیلوټه الوتکې شنډې کړي

    د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي ځواکونو نن ۹ بالیستیک توغندي موندلي، چې ۸ یې له منځه وړي او یو یې په سمندر کې لوېدلی دی.

    همدارنګه ۳۵ نورې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) هم کشف شوې چې ۲۶ یې شنډې شوې او ۹ نورې د اماراتو په خاوره کې لوېدلې دي.

    پر اېکس (پخواني ټویټر) د دفاع وزارت د پوسټ له مخې، له دې سره د اماراتو پر لور د توغول شویو ایراني وسلو ټولیز شمېر ۲۶۲ بالیستیک توغندیو ته ورسېد (چې ۲۴۱ یې ویجاړ شوي) او د ډرون الوتکو شمېر ۱۴۷۵ ته ورسېد (چې ۱۳۸۵ یې شنډې شوې دي).

    د دغو بریدونو په پایله کې تر اوسه ۶ تنه وژل شوي چې د متحده عربي اماراتو، پاکستان، نیپال او بنګله دېش وګړي دي.

    دفاع وزارت ویلي: "د دفاع وزارت ټینګار کوي چې د هر ډول ګواښونو سره د مقابلې لپاره په بشپړ چمتووالي لري او د هغو ټولو هڅو پر وړاندې به په کلکه ودریږي چې د هېواد امنیت ګډوډوي. دا وزارت د هېواد د حاکمیت، امنیت او ثبات ساتنه او د ملي ګټو او وړتیاوو خوندي کول خپله دنده ګڼي."

  7. د اسرائيل مرکزي‌ ښار اور یهودا کې د توغندي د لګېدو شیبه

    د ویډیو تشریح، اوریهودا - اسرائيل

    د اسرائيل مرکز کې د اور یهودا ښاروالۍ دغلته د یوه توغندي د لګېدو ویډیو خپره کړې ده.‌ چارواکو په دې پېښه کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی.

    اسرائيلي رسنیو ویلي، چې تېره ورځ د دغه هېواد پر مرکزي‌ سیمو د ایران د بالېستیک توغندیو د بریدونو څپه کې لږترلږه ۲ کسان وژل شوي او څو نور سخت ټپيان دي.

    اسرائيلي چارواکي وايي، ایران په دغو بریدونو کې کلسټر (خوشه‌يي) توغندي هم کارولي دي.

  8. وروستی, پر تهران تازه بریدونه؛ ایراني چارواکي وايي‌ تر اوسه له ۱۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي‌

    د ایران له پلازمېنې په ترلاسه شویو تصویرونو کې ښکاري چې اسرائیل په تازه بریدونو کې د تهران په ختیځ‌ او لوېدیځ کې ځينې اهداف په نښه کړي دي.‌

    تر دې ورمخکې د اسرائيل پوځ‌ ویلي وو چې پر تهران یې د هوايي بریدونو نوې څپه پیل کړې.‌

    تر اوسه په دغو تازه بریدونو کې د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې راپور نشته.‌

    خو د ایران حکومت اعلان کړی چې له اسرائيل او امریکا سره د جګړې له پیل راهیسې په دغه هېواد کې ۱۳۳۲ کسان وژل شوي دي.‌

    د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني تور پورې کړی چې د اسرائیل او امریکا لخوا لسګونه روغتونونه او روغتیايي ‌مرکزونه هم په نښه شوي‌ او دا چې په وژل شوو کې له ۲۰۰ ډېرې ښځې او ماشومان دي.‌

    تېره ورځ‌ د ایران د روغتیا وزارت سرپرست علي جعفریان ویلي وو چې د ۹ ورځو په جګړه کې له ۱۲۵۵ ډېر کسان وژل شوي او له ۱۲ زرو ډېر نور ټپيان دي.‌

    هغه الجزیزه شبکې ته وویل، چې په قربانیانو کې له ۸ میاشتني ماشوم رانیولې تر ۸۸ کلنو خلک شامل دي.‌

    ښاغلي جعفریان د ۱۱ روغتیايي‌ کارکوونکو د وژل کېدو او ۵۵ نور د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.‌

  9. وروستی, قالیباف او خاتم‌الانبیا قرارګاه:‌ ایران د اوربند په لټه کې نه دی

    د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، هېواد یې د اوربند لټه نه کوي.‌

    هغه نن پر خپله ایکس پاڼه یوه پیغام کې لیکلي: "موږ قطعآ د اروبند په لټه کې نه یو - ځکه باورمن یو چې یرغلګر باید پر خوله ووهل شي چې پوه شي چې بیا هېڅکله پر ګران ایران د یرغل په اړه فکر نه کړي."

    هغه زیاته کړې:‌"صهیونیستي‌ رژيم خپل بې‌‌پته ژوند د جګړې-خبرو-اوربند او بیا دویم‌ځلي جګړې د څرخې په تلتیا کې ویني، چې [په دې توګه] خپله برلاسي تثبیت کړي. دا څرخه به ماته کړو."

    هممهاله خاتم‌الانبیا قرارګاه هم یوه اعلامیه کې ویلي چې جګړه به تر هغې ونه درېږي چې امریکا او اسرائيل "پر خپلو کړو نه وي پیښمان" شوي.‌

    د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتو د پلان،‌ همغږۍ او څارنې مسوولیت لري.‌

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ورته څرګندونې کړې.

    هغه پي‌بي‌اېس شبکې ته ویلي، فکر نه کوي چې بیا دې له امریکایانو سره پر خبرو غور وشي، ځکه د ده په وینا امریکا سره له خبرو "ډېره ترخه" خاطره لري.

    هغه د مذاکراتو دوو پړاوونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د دواړو منځ کې پر ایران برید وشو.

    خو بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نن ویلي، اوربند لپاره د ایران شرط د دې تضمینول دي، چې بیا به برید نه پرې کېږي.‌

  10. وروستی, بیروت کې د امریکا سفارت له امریکايي‌ وګړو غوښتي چې له لبنان ووځي

    بیروت کې د امریکا سفارت له امریکايي وګړو غوښتي چې که له لبنان څخه نه ووځي، نو په خپلو ځایونو کې پناه واخلي.

    د امریکا سفارت نن سهار یوه خپاره کړي‌ امنیتي‌ خبرداري کې ویلي، که وضعیت خوندي وي نو امریکايي وګړي باید دا پام کې ولري چې د منځني ختیځ هوايي لیکو په وسیله د بیروت له رفیق حریري هوايي ډګره له دغه هېواده ووځي.‌

    ‌اسرائیل له تېرو څو ورځو راهیسې بیروت او د لبنان سویلي‌ برخو کې پرله پسې بریدونه کوي.‌

  11. وروستی, د ډونلډ‌ ټرمپ له څرګندونو وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې

    د ډونلډ ټرمپ لخوا د هرمز تنګي په اړه له څرګندونو وروسته په نړیوالو بازارونو کې د یوه بېرل تېلو بیه بېرته ان تر ۸۸ ډالرو راکښته شوه او د دغه خبر د خبریدو پر مهال په څه باندې ۹۳ ډالر پلورل کېدل.

    د یادونې ده چې په وروستیو ورځو کې د یو بېرل تېلو بیه ان تر شاوخوا ۱۱۷ ډالرو رسېدلې وه.‌

    هرمز تنګی، چې ایران یې په وار وار د تړلو ګواښ کړی، د نړۍ په کچ د تېلو د لېږد یوه مهمه لار ده.

    ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که تهران له دغه تنګي د تېرېدونکو تېلو مخه ونیسي، له ډېر سخت غبرګون سره به مخامخ شي.‌

    ټرمپ‌ پر خپله خواله‌رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي: "که ایران داسې کوم ګام واخلي چې په هرمز تنګي کې د تېلو جریان ودروي، نو متحد ایالتونه به دغه هېواد ته د هغه څه پرتله چې تر اوسه شوي، ۲۰ برابره سخت ګوزار ورکړي."

    دا په داسې حال کې ده چې سپاه پاسدارن ځواک ګواښ کړی، چې له سیمې به "ان د یو لیټر نفتو" صادرېدو ته هم اجازه ور نه کړي.‌

  12. ایران کې حکومت پلوه غونډې ته څېرمه برید

    د ایران په مرکزي برخه کې یوې حکومت پلوه غونډې ته څېرمه برید شوی. په ویډيوګانو کې ليدل کېږي چې له هوایي برید وروسته د پېښې له ځايه لوګي خېژي او خلک د الله اکبر نارې وهي.

    دا ډول حکومت پلوه غونډې په ټول هېواد کې رابلل شوې دي.

    په دې پېښه کې د مرګژوبلې په اړه معلومات نشته او لا نه ده روښانه چې برید چا کړی دی خو وړاندې اسرائیلو ويلي وو چې د دوی ځواکونه اصفهان، تهران او د ایران جنوبي سمیې په نښه کوي.

    د ویډیو تشریح، ایران کې حکومت پلوه غونډې ته څېرمه برید
  13. پوتین وايي روسیه چمتو ده چې د انرژۍ په برخه کې له اروپا سره مرسته وکړي

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړې د انرژۍ نړیوال کړکېچ رامنځته کړی دی.

    ښاغلي پوتین ویلي، روسیه چمتو ده چې د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي او اروپایي هېوادونو ته د تېلو او ګازو رسولو کې مرسته وکړي.

    ښاغلي پوتین ويلي، "[د تیلو تولید] لا دمخه کم شوی دی." د روسیې ولسمشر وايي چمتو دی چې ان له اروپايي هېوادونو سره، د دوی د تیلو او ګازو اړتياو پوره کولو کې مرسته وکړي.

    د رویټرز په وینا، روسیه د نړۍ دوهم لوی د تېلو صادرونکی دی او د نړۍ ترټولو ستر د طبیعي ګازو زیرمې لري.

    د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د روسیې له خوا پر اوکرایین له برید راهیسې ډېری اروپایي هېوادونو هڅه کړې چې د روسیې پر انرژۍ خپل تکیه کمه کړي.

  14. د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ وايي له ایران سره جګړه به "ډېر ژر پایته ورسېږي"

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په فلوریډا کې د کانګرس د جمهوري غوښتونکو مشرانو په غونډه کې ویلي، ایران له پوځي پلوه هېڅ شی نه لري، او زیاته یې کړه چې هېواد یې له ایران سره په جګړه کې له پلان څخه ډېر مخکې دی.

    ښاغلي ټرمپ د بي بي سي همکارې رسنۍ، سي بي اېس نیوز ته وویل، "زه فکر کوم چې جګړه تقریبا پایته رسېدلې ده، دوی سمندري ځواک نلري، مخابرات نلري، هوايي ځواک نلري. د دوی توغندي خواره او ویجاړ شوي دي. د دوی ډرونونه هر ځای له منځه تللي، ان د دوی د ډرون جوړولو تاسیسات. که تاسو وګورئ، دوی هېڅ شی نه لري. په پوځي لحاظ، دوی هېڅ نه لري."

    "په یوه اوونۍ کې هغوی سل په سلو کې پر موږ د برید پلان درلود. هغوی چمتو وو. هغوی له تصوره زيات توغندي لرل او غوښتل یې پر موږ برید وکړي، هغوی غوښتل پر ټول منځني ختیځ او اسرائیلو هم برید وکړي."

    "که هغوی اتومي وسلې لرلی حتما به یې پر اسرائیلو کارولې وی. دا به یو لوی برید و. زه پوهېږم چې موږ د هغوی ټول د توغنديو مرکزونه له منځه يوړل، اوسمهال شاوخوا ۸۰ سلنه له منځه وړل شوي دي. په حقیقت کې ډېری یې ختم شوي دي. لکه چې تاسو یې ګورئ ډېر کم شوي دي. هغوی اوس ډېر لږ د توغنديو مرکزونه لري."

    ټرمپ زياته کړه، پوځ "په زړه پورې" دنده ترسره کړې ده.

    نوموړی ويلي، "توغندي تر ډېره شنډ شوي دي، ډرونونه غورځول شوي او موږ هغه ځایونه په نښه کوو چې دوی په کې ډرونونه جوړوي".

    "موږ د دې ټولو ځایونو په اړه چې دوی په کې ډرونونه جوړوي معلومات لرو او سخت ګوزارونه پرې کوو. ډېر زيات او ډېر عالي کار شوی دی. کله چې دا هر څه ختم شي، نړۍ به ډېره خوندي وي او دا به ډېر ژر پایته ورسېږي."

  15. متقي: پر ایران د اسرائيل او امریکا بریدونو د سیمې او نړۍ امنیت خطر سره مخامخ کړی

    د ویډیو تشریح، امیر خان متقي - د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر

    د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، د ایران پر اسلامي جمهوریت د امریکا او اسرائيل هوايي بریدونو سیمه‌ییز او نړیوال امنیت او ثبات ته جدي‌ ګواښونه پېښ کړي دي.

    هغه په کابل د مېشتو سفیرانو، دیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو سازمانونو له استازو سره یوې ګډې ناستې ته ویلي،‌ دوی سعودي عربستان، قطر،‌ متحده عرب اماراتو، عمان، ترکیې،‌ بحرین او اذربایجان ته د بریدونو پر غځېدو هم سخت خواشیني دي.

    متقي د هېوادونو د حریم نقض او ملکي وګړو وژل د غندنې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې د کړکېچ غځول او پراخول د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

  16. ایران کې د نوي مذهبي مشر ټاکل کېده لمانځل کېږي

    ایران کې، د رژیم پلویان د تهران واټونو ته وتلي چې د نوي مذهبي مشر په توګه د مجتبی خامنه‌يي د ټاکل کېدو لمانځنې وکړي.

    انځورونه ښیي چې خلکو په یوه عامه غونډه کې د مجتبی خامنه‌يي او د هغه د پلار علي خامنه‌يي انځورونه پورته کړي دي، چې تېره اوونۍ د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ووژل شو. په یوه صحنه کې یو سړی یوه لوحه په لاس کې نیولې چې په کې ښکاري مشر خامنه‌يي خپل زوی ته بیرغ سپاري.

    د فرانسي خبري اژانس راپور ورکړی چې نن سهار زرګونه کسان د ایران د پلازمېنې یو مرکزي واټ ته ټول شوي وو چې د هېواد له نوي مشر سره د وفادارۍ بیعت وکړي.

    که څه هم ځینو په ښکاره لمانځنه کړې، خو نورو بیا بي بي سي فارسي ته ویلي چې هغه "تر خپل پلار هم بدتر دی"

    تهران

    د عکس سرچینه، EPA

    تهران

    د عکس سرچینه، EPA

  17. وروستی, سعودي کې ټپي شوی امریکايي پوځي ومړ

    د هغه امریکایي سرتېري نوم اعلان شو چې تېره اوونۍ سعودي عربستان کې په یو برید کې د ټپونو له امله مړ شو. دې سره په جګړه کې د وژل شویو امریکايي پوځيانو شمېر اوو ته ورسېد.

    د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې ۲۶ کلن سارجنټ بنجامین این پینینګټن چې د کینټکي ایالت اوسېدونکی و، د مارچ په لومړۍ نېټه د " شهزاده سلطان" هوايي اډه کې ټپي شوی و او د یکشنبې پر ورځ یې ساه ورکړه.

    د امریکایي پوځ اتم غړی په کویت کې په یوې "غیر جنګي پېښه" کې مړ شوی دی.

  18. وروستی, پوتین د ایران نوي مذهبي مشر ته مبارکي ورکړه

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مجتبی خامنه‌يي ته د ایران د نوي ستر مذهبي مشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ویلې او له تهران سره یې د مسکو ملاتړ بیا تازه کړی دی.

    د کرملین پر ویب پاڼه خپور شوي پیغام کې پوتین ویلي: "د مهرباني له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر رهبر په توګه ستاسو د ټاکل کېدو په مناسبت زما صادقانه مبارکي ومنئ."

    د روسي ولسمشر ویلي چې هغه "له تهرانه د [روسیې] بې دریغه ملاتړ او له خپلو ایراني ملګرو سره پیوستون بیا تاییدوي" او ژمنه یې وکړه چې "د ډاډ وړ ملګري به پاتې شي."

    هغه زیاته کړې: "په داسې وخت کې چې ایران له وسله وال تېري سره مخ دی، په دې لوړ مقام کې ستاسو کړنې به بې له شکه لوی جرئت او سرښندنې ته اړتیا ولري. زه ډاډمن یم چې تاسو به د خپل پلار لاره په ویاړ سره وپالئ او د دې سختې ازموینې پر وړاندې به د ایران خلک یو موټی کړئ."

    پوتین له ایران سره د ټینګې ملګرتیا هوډ بیا تازه کړی

    د عکس سرچینه، Sputnik

  19. وروستی, سټارمر: د جګړې اوږدېده پر نړیوال اقتصاد اغېز پرېباسي

    د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر وایي، بریتانیا له نورو هېوادونو سره په دې اړه خبرې کوي چې په ګډه د خلکو او سوداګریو پر وړاندې د اقتصادي اغېزو کمولو لپاره څه کېدلی شي.

    هغه وايي: "دا وضعیت چې څومره اوږدېږي، هومره زموږ پر اقتصاد، د هر فرد پر ژوند او کورنیو، او پر هرې سوداګرۍ باندې د احتمالي اغېزو امکان زیاتېږي."

    هغه وویل، حکومت "له خپلو نړیوالو شریکانو سره هم په دې اړه خبرې کوي چې موږ په ګډه څه کولی شو چې دلته پر خلکو او سوداګریو احتمالي اغېزې راکمې کړو."

    د بریتانیا لومړي وزیر د حالت کابو کولو کې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

    د عکس سرچینه، Uk Pool

  20. وروستی, اسرائیلو کې د توغندي لګېدو پېښې یو تن وژلی یو بل ټپی دی

    د اسرائیلو د بېړنیو خدمتونو ادارې د ویاند په وینا، د اسرائیلو په مرکزي سیمه کې پر ودانۍ د توغندي د لګېدو له امله یو کس وژل شوی او بل سخت ټپی شوی دی.

    هم مهاله، په یوه بل ځای کې یو ۳۰ کلن سړی چې د مرمۍ د ټوټوله امله سخت ټپي شوی و، روغتون ته لېږدول شوی دی.