د ایران او اسرائيل متقابل بریدونه؛ د بریتانیا لومړی وزیر وایي له متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستلو لپاره پر پلان کار کوي

اسرائيل وايي په تهران، تبریز او شیراز کې یې د ایران د حکومت پر زېربناوو "هممهاله" بریدونه کړي دي.‌ بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې ېې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي. دا متقابل بریدونه داسې حال کې دوام لري چې د بریتانیا لومړی وزیر ویلي له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستل کېدو لپاره پر عملي پلان کار کوي.

لنډیز

  • اسرائيل وايي د ایران پلازمېنه او څو ښارونو کې یې د حکومت پر زېربناوو هممهاله بریدونه کړي
  • د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې یې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي
  • بریتانیا لومړی وزیر وايي دوی له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو پر پلان کار کوي
  • ورمخکې ټرمپ ګواښ کړی و چې که متحدين د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونه کړي دا به ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري
  • هغه زیاته کړې وه دې باور لري چې ایران غواړي خبرې اترې وکړي
  • د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې له "ډرون برید" ورووسته په لنډمهالې ټوګه ځنډول شوې دي
  • د اسرائیل پوځ وايي‌ د لبنان سویل کې یې محدود ځمکني عملیات پیل کړي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د تهران بېلابېلو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    ایراني رسنۍ وایي، پلازمېنه تهران کې د چاودونو څو غږونه اورېدل شوي دي.‌

    تر دې ورمخکې په یزد ښار کې هم د چاودنو د غږونو رپوټ ورکړ شوی و.‌

    وړاندې د اسرائيل پوځ اعلان کړی و چې ایران کې یې پر پوځي زېربناوو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.‌

    تر اوسه تهران او نورو ښارونو کې د بریدونو د دې تازه څپې د احتمالي‌ اهدافو په اړه جزییات نه دي‌خپاره شوي.‌

  2. وروستی, کویت کې پر یوه استوګنیز اسمانڅکي او د تېلو پر زېرمتون د ډرون برید شوی

    کویت

    د عکس سرچینه، Reuters

    د کویت پوځ د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ایران لخوا د ډرون تر بریدونو وروسته د کویت ښار په یوې لوړپوړې ودانۍ (کویت سېټي ټاور) او څو نورو ملکي تاسیساتو کې اور لګېدلی دی.‌

    چارواکي وايي، دا اورلګېدنې د دفاعي سیستمونو په وسیله د هدف ګرځول شویو ډرونونو د پاتې شونو د راغورځېدو له کبله رامنځ ته شوې.

    کویتي پوځیانو ویلي، په داسې حال کې چې ایران د سیمې لروبر خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د دوی هوايي دفاعي سیستمونه د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو په شنډولو بوخت دي.‌

    د کویت پوځ پر خپله اېکس پاڼه یوه پيغام کې لیکلي چې د هوايي دفاع سیستمونه یې د توغندیو او ډرون بریدونو مقابله کوي.

    دا بریدونه تر هغې وروسته شوي، چې په تهران کې تېره شپه د اسرائیل او امریکا په هوايي بریدونو کې د تېلو زېرمتونونه په نښه شول.‌

  3. تهران کې د تېلو پر چاڼځایونو د تېرې شپې بریدونه

    د ویډیو تشریح، ایران کې د تېلو پر چاڼځای بریدونه

    د تېرې شپې په اوږدو کې، اسرائیلو په تهران کې د تېلو چاڼځایونه په نښه کړل چې لوګي او د اور لمبو یې فضا په سر اخيستې وه.

    عينی شاهدان وايي، اورونه شاوخوا کورونو او دوکانونو ته هم غځېدلي دي.

  4. د ایران له خوا پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه دوام لري

    د ایران په ګاونډ کې پر هېوادونو د دې سربېره د توغنديو او ډرون بریدونه شوي چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان تېره ورخ ویلي وو تر هغه به ګاونډي هېوادونه نه په نښه کېږي چې له هغوی پرې برید نه وي شوی.

    د کويت په نړيوال هوايي ډګر کې اور ژونکي د هغه اور چې د تېلو پر زېرمه شوی د کابو کولو هڅې کوي.

    د بحرين په سلمان بندر کې هم د اور لګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

    ويل کېږي په متحده عرب اماراتو کې يو تن وژل شوی دی. په سعودي او قطر کې هم د زيان اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

    د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت په توغندي ویشتل شوی دی، او باور کیږي په عراقي کردستان کې د ملګرو ملتونو ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.

  5. نتنیاهو: پر ایران بریدونه به په بشپړ ځواک سره دوام وکړي

    د اسرائیلو لومړی وزير بنیامین نتنیاهو وايي، پر ایران بریدونه به په بشپړ ځواک سره دوام وکړي او هېواد یې د ایران رژیم د له منځه وړلو لپاره یو منظم پلان لري.

    د ایران د جګړې له پيل راهيسې د شنبې په ورځ تر ټولو سخت بریدونه وشول.

    د اسرائیلو پوځ وايي دوی یوه پوځي اکاډمۍ، د ځمکې لاندې د قوماندې مرکز او د توغندیو د زېرمې تاسیسات په نښه کړي دي

    د تهران یوه اوسېدونکي وروستي هوايي بریدونه "په اسمان کې د اور له سمندر" سره تشبه کړي.

    د ایران د سره صلیب ټولنه وايي د امریکا او اسرائیلو په بمباریو کې تردې مهاله له ۱۳۰۰ډېر کسان وژل شوي دي.

  6. تهران کې د تېلو چاڼځای اور اخيستی

    د ویډیو تشریح، تهران کې د تېلو چاڼځاي کې اورلګېدنه

    د فارس خبري اژانس په وینا، د تهران په جنوب کې د تیلو یو چاڼځای په نښه شوې ده.

    له تهران څخه یوه ویډیو چې پر انلاين لاس په لاس کېږی په کې ښکاري چې له ښاره اور او لوګي پورته کېږي. بي بي سي د دې و یډيو د کروالي پخلی کړی دی.

    د برید له امله د زیان یا مرګژوبلې راپور نه دي ورکړل شوي دي.

  7. وروستی, نتنیاهو: د ایرانیانو لپاره به داسې شرایط رامنځته کړو چې واک ترلاسه کړي

    نتنياهو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د اسرائیلو لومړی وزير وايي "له امریکا سره په ګډه به د ایران د خلکو لپاره داسې شرایط رامنځته کړو چې واک ترلاسه کړي."

    بنيامين نتنیاهو ایرانیانو ته په خطاب کې وويل، "د ایران خلکو، وخت به ډېر ژر راشي؛ کله چې هغه وخت راغئ، تاسو باید راپورته شئ او خپل برخلیک په خپلو لاسونو کې واخلئ."

    "نن، هرڅوک پوه شوي چې د ایت الله رژیم نه یوازې اسرائیل بلکې ټوله نړۍ ګواښي. دوی تر اوسه په ۱۲ هېوادونو بریدونه کړي دي."

    د اسرائیلو لومړی وزير وايي، "موږ د دوی د توغندیو ډېری فابریکې ویجاړوو، موږ د دوی اټومي پروګرام له منځه وړو، او موږ به دې کار ته دوام ورکړو."

    نوموړي د لبنان حکومت ته هم وویل، "تاسو باید خپل برخلیک په خپلو لاسونو کې واخلئ او حزب الله بې وسلې کړئ. که تاسو دا کار ونه کړئ، موږ به یې وکړو."

  8. د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د ایران سفارت ته د خواخوږۍ لپاره ورغلی

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر فېسبوکپاڼه خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي، نوموړی په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته ورغلی، چې "د دوست او ورور هېواد د رهبر مرحوم ایت‌الله سید علي خامنه‌ای، د ده د کورنۍ د غړو او د ایران د عامو وګړو د شهادت له امله خپله خواخوږي څرګنده کړي."

    Karzai

    د عکس سرچینه، Karzai FB

  9. ټرمپ: ایران د امریکا او اسرائیلو بې رحمه بریدونو له امله ګاونډیانو ته تسلیم شو او بښنه یې وغوښته

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ګاونډیو هېوادونو د ایران د ولسمشر بښنه غوښتل او پر دوی د بریدونو نه کولو ژمنه، د ایران د "تسلیمۍ" نښې په توګه تعبیر کړې او وایي، دا "یوازې د امریکا او اسرائیلو د "بې رحمه بریدونو" له امله و.

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وړاندې تر دې ویلي و، وسله والو ځواکونو، د قوماندانانو په نشتوالي کې، "په خپله خوښه بریدونه کړي" او زیاته کړې یې ده، چې د لنډمهاله مشرتابه شورا پرېکړې له مخې، که له هغه ځایه پر دوی برید ونه شي، دوی به نور پر ګاونډیو هېوادونو برید ونه کړي.

    ښاغلی ټرمپ وایي، "دا له زرګونو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې ایران په منځني ختیځ کې د خپلو شاوخوا هېوادونو لخوا ماتې خوري."

    په ورته وخت کې، اسرائیلو پر تهران او اصفهان د بریدونو د نوې څپې خبر ورکړی دی.

    تېره شپه، تهران د درنو بمباریو شاهد و او د مهراباد په هوایي ډګر کې د لویې چاودنې رپوټ ورکول شوی دی.

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

  10. د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري پرته له ځنډ روانه ده

    په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بېکدلي ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز بهیر پرته له کومځنډه روان دی.

    ښاغلي بېکدلي پر اېکس پاڼه لیکلي "د ایران حکومت په سرحدونو کې د وارداتو او صادراتو لپاره ځانګړې اسانتیاوې په پام کې نیولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په تېرو ۴۸ کلونو کې د کومې جګړې یا بهرنۍ مداخلې له امله نه ده اغېزمنه شوې."

    ایران

    د عکس سرچینه، Iran Emb. KBL

  11. د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه د ډرون برید شېبه

    د ویډیو تشریح، دوبۍ - متحد عرب امارات
  12. وروستی, د ایران پوځ پر تهران او اصفهان د تازه بریدونو د پراخې څپې خبر ورکړ

    د اسرائیل پوځ وايي چې په تهران او اصفهان کې یې د ایران د حکومت زېربناوې د تازه بریدونو تر پراخې څپې لاندې راوستې دي.

    د اسرائيل پوځ دا خبر لږ مخکې اېکس خواله رسنۍ کې پر خپل فارسي ژبي حساب خپور کړی دی.‌

    دا تازه بریدونه داسې مهال کېږي، چې د ایران پلازمېنه تېره شپه هم د درنو بمباریو شاهده وه او ویل کېږي د تهران لوېدیځ کې مهراباد هوايي ډګر هم په نښه شوی دی.‌

    د اسرائیل پوځ مخکې ویلي وو چې تر ۸۰ ډېرو جنګي جټونو یې په تهران او د ایران مرکز کې د حکومت نظامي زېربناوې هدف ګرځولې دي.

  13. وروستی, سپاه پاسداران ځواکونو هرمز تنګي کې د تېلو پر یوه لېږدونکې بېړۍ د ډرون برید خبر ورکړی

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي نن سهار یې په هرمز تنګي کې د تېلو پر یوه لېږدونکې کښتۍ د ډورن برید کړی دی.

    سپاه پاسداران ادعا کړې د پرایما په نوم د تېلو دې لېږدونکې کښتۍ د هرمز تنګي ناخوندیتوب په اړه د دوی پرله پسې خبرداري له پامه وغورځول نو د ډرون له برید سره مخامخ شوه.

  14. د ایران ولسمشر وايي نور پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه نه کوي

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه پيغام کې د خلیج حوزې پر هېوادونو د ایران د توغندیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دوی پر ګاونډیو هېوادونو د تېري هوډ نه لري.‌

    هغه وویل،‌ له هغو ګاونډیو هېوادونو بښنه غواړي چې تر برید لاندې راغلي دي.

    ښاغلي پزشکیان د هغو بریدونو په اړه چې تر اوسه د دوی له اړخه پرې بریدونه شوي، وویل چې د دوی امنیتي ځواکونو د قوماندانانو په نشتوالي‌ کې پخپله عمل کړی دی.‌

    ښاغلي پزشکیان همدا راز زیاته کړه:‌ "د مشرتابه لنډمهالې شورا تېره ورځ تصویب کړه چې نور پر ګاونډیو هېوادونو برید ونه شي او توغندي ونه توغول شي، خو دا چې که له دغو هېوادونو پر ایران برید وشي."

    نوموړي زیاته کړې چې "دا موضوع باید له یو بل سره له دېپلوماتیکو لارو حل کړو."

  15. وروستی, د ایران سره میاشت:‌ د امریکا او اسرائيل بریدونو کې مو ۶۵ ښوونځي‌ او ۱۳ مرکزونه په نښه شوي

    د ایران د سرې میاشتې ټولنې رییس پیرحسین کولیوند ویلي، تر اوسه په دغه هېواد کې د دوی اړوند ۶۵ ښوونځي او ۱۳ مرکزونه د اسرائیل او امریکا بریدونو کې په نښه شوي‌ دي.

    نوموړی وايي د هېواد لروبر بېلابېلو سیمو کې ۶ زره ۶۶۸ غیر نظامي‌ واحدونه د دغو بریدونو هدف ګرځېدلي چې ۵ زره ۵۳۵ پکې استوګنیز او یو زر ۴۱ سوداګریز دي.‌

    ښاغلی پولیوند زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د مرستې رسولو او ژغورنې یو شمېر موټرونو هم زیان لیدلی.‌

  16. وروستی, د قطر هوايي حریم د محدودو الوتنو لپاره پرانیستل کېږي, باربرا پلیټ اوشر، بي بي سي - دوحا

    قطر وايي، د جګړې له پیل یوه اوونۍ وروسته به لومړی ځل محدود شمېرالوتنې بیا پیل کړي. د دې هېواد د هوايي چلند ادارې ویلي، د هېواد هوايي حریم به په جزوي ډول بېرته پرانیستل شي، خو یوازې به د ځینو خلکو ایستلو (تخلیې) او د مهمو بارونو الوتنو ته اجازه ورکړل شي.

    د حماد نړیوال هوايي ډګر اداره وايي، په راتلونکو ورځو کې به نورې الوتنې د امنیتي وضعیت په روانې ارزونې پورې تړلې وي. قطري چارواکو د اوونۍ په پیل کې ویلي وو چې پوځ پر هوايي ډګر د ایران له لوري د احتمالي بریدونو هڅې شنډې کړې دي.

    د قطر دفاع وزارت مسوولین وايي، د جمعې په ورځ یې نهه ډرونونه شنډ کړي، او یو په بې‌اوسېدونکي سیمه کې وغورځېد، چې هېڅ ډول مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

    قطر هوايي ډګر

    د عکس سرچینه، Getty Images

  17. وروستی, د اسرائیلو پوځ د ایران له لوري د توغندیو خبرداری ورکړ

    د اسرائیلو پوځ وايي، له ایرانه د ورتلونکو توغندیو په هکله یې معلومات ترلاسه کړي دي. په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي:

    "دفاعي سیسټمونه د ګواښ مخنیوي لپاره کار کوي.''

    ګرځنده تلیفونونو ته یو خبرتیا استول شوې او هغه کسانو ته چې دا ترلاسه کوي مشوره ورکول کېږي چې خوندي ځایونو ته ننوځي.

  18. وروستی, عیني شاهدانو د تهران مهراباد هوايي ډګر کې د چاودنو رپوټ ورکړی

    تهران

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    موږ اوس تاسو ته د هغه څه په اړه تازه خبر درکوو چې ښکاري د تهران پر یوهمهم سوداګریز هوايي ډګر یو لوی برید وي.

    په هغو ویډیوګانو کې چې عیني شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې شریکې کړې دي، د مهراباد هوايي ډګر کې سوځېدونکي الوتکې او لوګي ښکاري. مهراباد هوايي ډګر د ایران تر ټولو بوخت هوايي ډګر او د کورنیو الوتنو اصلي مرکز دی. د جمعې پرورځ اخیستل شوې سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په هوايي ډګر کې څو الوتکې ناستې وې.

    د ایران دولتي رسنیوهم راپورونهورکړي،چې د هوايي ډګر ځینې برخې په نښه شوې دي.

    دا پېښه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د اسرائیلو پوځ وویل،په ایران کې د بریدونو یوه «پراخه نوې څپه» پیلوي. دوی تر دې مخکې د مارچ په ۴مه هم دغه هوايي ډګر په نښه کړی و او ویلي یې وو چې د دوی بریدونو هغه دفاعي او کشفي سیستمونه له منځه یوړل چې د اسرائیلو هوايي ځواک ته ګواښ وو، چې پکې د هوايي ډګر د چورلکو جوړولو برخه هم شامله وه.

    تر اوسه روښانه نه ده چې په دې نوي برید کې د هوايي ډګر کومې برخې بمبار شوې دي، خو عیني شاهدان وایي چې د نن شپې بمبارۍ د پخوا پرتله ډېره سخته وه.

    تهران

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

  19. وروستی, ایران اروپا ته خبرداری ورکړی چې په جګړه کې برخه وانخلي

    د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال مجید تخت‌روانچي وایي، اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړل شوی چې که هغوی په دې جګړه کې ګډون وکړي، د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو لپاره به مشروع هدفونه وګرځي.

    هغه د فرانس ۲۴ خبري شبکې ته وویل: ''که هر هېواد د ایران پر ضد په یرغل کې له امریکا او اسرائیلو سره یوځای شي، هغه هېواد به هم د ایران د غچ اخیستونکي اقدام لپاره مشروع هدف وبلل شي.''

    د تخت‌روانچي په وینا، د ایران چارواکي له امریکا سره ''په ښه نیت'' خبرو اترو بوخت وو.

  20. پوتین له ایراني ولسمشر سره غږېدلی دی

    پوتین

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د روسیې ولسمشرۍ دفتر یوه اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

    د کریملین اعلامیه کې راغلي، ولسمشر پوتین له ایراني سیال سره خبرو کې د ایران مذهبي مشر، نورو حکومتي چارواکو او ملکي ایرانیانو وژل کېدو په هکله خواخوږي څرګنده کړه.

    د ولسمشر پوتین دفتر زیاته کړه، هغه د روسیې دریځ تکرار کړ، چې تاوتریخوالی باید سملاسي پای ته ورسېږي، او باید یوه دیپلوماتیکه حل لاره وموندل شي.

    اعلامیه زیاتوي، ښاغلي پزشکیان بیا له خپل لوري د روسیې د ملاتړ مننه وکړه، او د ایران وروستي وضعیت په هکله یې بشپړ معلومات ورکړل.

    کریملین وايي، دواړو هېوادونو توافق وکړ، چې باید له یوه بل سره تماسونه دوام وکړي.