له دې مخکې امریکا له دې کبله د روسیې په نفتو او ځینو
نورو توکو سخت بندیزونه ولګول چې پر اوکرایین یې برید وکړ، له تېرو څلورو کالونو
راهیسې امریکا له روسیې د تېلو یو زیات شمېر پیریدونکي اړ کړي چې بدیلې لارې
ولټوي.
واشنګټن په هند چې له روسیې د سون توکو او انرژۍ یو اصلي
پیریدونکی دی ځانګړی فشار واچوه تر څو له دې هېواده د تېلو او نفتو اخېستل ودروي.
روېټرز ویلي د نفتو له درکه د وضعیت خرابېدو مخکې چین هم
په پرلپسې ډول له ایران سره په اړیکه کې دی چې له هرموز تنګي د نفتو او مایع ګازو
لېږد ته اجازه ورکړي.
پر ایران د امریکا او اسرائیلو ګډ برید وروسته ایران د هرموز
تنګی تړلی، هغه لاره چې د نړۍ شاوخوا شل سلنه نفت ورڅخه تېریږي.
د سمندري معلوماتو اداره "کپلر" بيبيسي
وېریفای ته ویلي چې له دې لارې د فبرورۍ له ۲۱ تر ۲۷ پورې له اوسط سره پرتله، د
مارچ د ۲ او ۳ ترمنځ د بېړیو تګ راتګ نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی.
د عکس تشریح، پر ایران د جګړې له کبله په نړیوالو بازارونو کې د نفتو او تېلو بیې ختلي
په تېرو څو ساعتونو کې رامنځته شوې مهمې پېښې
که تاسې اوس راسره یوځای شوي یاست، دا د وروستیو څو ساعتونو
مهم خبرونه دي:
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په یوې خبري غونډه کې د دفاع
وزیر پیټ هېګسېت وویل، پر ایران د پوځي ځواک کارول به ډېر ژر په ډراماتیک ډول زیات
شي.
ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د ایران د ډرونونو او توغندیو سیستمونه
“هر ساعت” په نښه کوي.
د هغه په خبره، ولسمشر ټرمپ به په دې تړاو “ډېره مهمه وینا”
ولري چې څوک به په ایران کې حکومت کوي. ټرمپ خپله مخکې امریکايي رسنیو ته ویلي وو چې
دی به د راتلونکي مشر د ټاکلو په بهیر کې “حتماً ښکېل وي”.
په ورته مهال په بیروت کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.
بحرین ویلي، ایران پر یوه هوټل او د استوګنې پر ودانیو برید کړی، او قطر وايي، د امریکا
پر یوې پوځي اډې د ډرون برید یې شنډ کړی دی.
د برېتانیا حکومت لومړنۍ الوتکه چې له منځني ختیځه یې خپل
وګړي ایستل، د لندن سټنسټیډ هوايي ډګر ته رسېدلې ده. دا الوتکه له عمانه روانه شوې
وه.
له موږ سره پاتې شئ، چې د اسرائیل، امریکا او ایران
ترمنځ د جګړې نور تازه جزیات هم درسره شریک کړو.
وروستی, قطر پر امریکايي اډې ډرون برید شنډ کړ
د قطر د دفاع وزارت وایي، هوايي ځواک یې د بېپیلوټه
الوتکې (ډرون) هغه برید شنډ کړی چې د العدید هوايي اډې پر ضد شوی و. دغه اډه په منځني
ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه بلل کېږي.
دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د قطر حکومت له
دې مخکې په هېواد کې د ګرځنده تلیفونونو له لارې امنیتي خبرداری خپور کړ او ځايي اوسېدونکو
ته یې وویل چې له کړکیو او پرانیستو سیمو لیرې پاتې شي.
وروستی, امریکا په کویت کې خپل سفارت تخلیه کوي
په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس نیوز
وايي، امریکا په کویت کې د خپل سفارت خالي کولو امر کړی دی.
دوو امریکایي چارواکو سي بي اېس ته ویلي، د سفارت تخلیې چارې
به له پنجشنبې تر جمعې پورې دوام وکړي، د سفارت کارکوونکو ته امر شوی چې معلومات له
منځه یوسي او محرم سرورونه پاک کړي.
ټرمپ وايي، له ایران حکومت سره "۴۷ کاله وحشت" روان دی، او ادعا کوي چې رژیم بې ګناه ایرانیانو ته زیان رسولی دی.
ټرمپ وايي: "زموږ خلک ښه کار کوي."
د ښاغلي ټرمپ په وینا دی د شخړې په ترڅ کې د تېلو بیو د ټیټ ساتلو لپاره پلان لري او په وینا یې بیې مخکې ټیټې وې، خو "زه باید دا کوچنۍ لاره ونیسم".
د امریکا ولسمشر له دې مخکې ویلي، دی باید د ایران د راتلونکي مشر په ټاکلو کې په شخصي توګه ښکېل وي.
له اکسیوس وېبياڼې سره په یوه مرکه کې هغه د ایران اسلامي جمهوریت د پخواني مذهبي مشر زوی مجتبی خامنه يي د دغه هېواد د راتلونکي مشر لپاره "د نه منلو وړ" انتخاب وباله او په وینا یې: "موږ یو څوک غواړو چې ایران ته همغږي او سوله راولي."
د پنجشنبې پر ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ډونلډ ټرمپ وویل، دی پرایران د کردانو د برید ملاتړ کوي.
ښاغلي ټرمپ وویل: "زه فکر کوم، دا ډېره ښه ده چې دوی غواړي دا کار وکړي، زه په بشپړ ډول ورسره موافق یم.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا امریکا به د کردانو د برید لپاره هوایی ملاتړ چمتو کړي یا یې د داسې کولو وړاندیز کړی وي، ښاغلي ټرمپ ځواب ورکړ: "زه تاسو ته دا نشم ویلای."
سپینې ماڼۍ له دې مخکې هغه راپور رد کړی و، چې ښاغلی ټرمپ پر ایران د برید لپاره کردانو ته د وسلو ورکولو په اړه فکر کوي.
بل لور په داسې حال کې، چې پرایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه زیات شوي دي، په تهران کې د پراخې ویجاړۍ انځورونه لیدل کېږي، متحده عربي اماراتو په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او په بحرین او قطر کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.
اسرائیل پوځ وایي، د ایران پر ضد د عملیاتو بل پړاو ته داخلېږي
د
اسرائیلو د دفاعي ځواکونو
(ای ډي ایف) لوی درستیز وایي، پوځ یې د
ایران پر ضد د عملیاتو ''بل پړاو ته روان دی'' او ټینګار کوي چې دوی به ''د رژیم او د
هغه د پوځي وړتیاوو ویجاړولو ته دوام ورکړي.''
د ای ډي ایف لوی درستیز، ډګر جنرال ایال زمیر وایي، اسرائیل او امریکا په ''ستراتیژیک ډول ایران ګوښی کړی'' او داسې کمزورۍ
ته یې رسولی چې ''تر دې مخکې یې ساری نه و لیدل
شوی''.
هغه
زیاتوي چې له شپږو ورځو راهیسې
اسرائیل ''پرلپسې'' پر ایران بریدونه کوي او عملیات ''په هماغه چټکتیاروان
دي چې موږ پلان کړی و''.
نوموړي په یوه اعلامیه کې لیکلي:
''د ناڅاپي
برید پړاو تر بشپړېدو وروسته، چې موږ پکې هوايي
برلاسی ترلاسه کړ او د بالسټیک
توغندیو سیستم مو مهار کړ، اوس د عملیاتو بل پړاو ته داخلېږو. په
دې پړاو کې به موږ رژیم او د هغه پوځي وړتیاوې نورې هم له منځه یوسو.
موږ لا نورې حیرانوونکې کړنې هم په مخکې لرو چې زه یې اوس افشا کول نه غواړم.''
په
اعلامیه کې د لبنان وضعیت
ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې
حزبالله «یو ستراتیژیکه تېروتنه وکړه» چې جګړې ته داخل شو. نوموړی زیاتوي چې اسراییل ''په ټول ځواک سره د لومړۍ کرښې په جبهه او د لبنان
په سیمو کې بریدونه کوي.''
وروستی, اذربایجان په سوېل کې خپل هوايي حریم د ایران د ډرون الوتکو د فعالیت له امله تړلی
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې،
اذربایجان په سوېل کې د
خپل هوايي حریم یوه
برخه وروسته له هغه وتړله چې و یې
ویل څلور ایراني ډرون الوتکې د دوی له پولې را اوښتې دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د اذربایجان لخوا د پیلوټانو لپاره
په خپره شوې خبرتیا کې راغلي چې دا هوايي حدود به د ۱۲ساعتونو لپاره
بند وي.
اذربایجان پر ایران تور پورې کړی و
چې د دوی په نخجوان سیمه (هغه خپلواکه سیمه چې له ایران او ارمنستان سره ګډه پوله
لري) یې د ډرون بریدونه کړي دي، خو
ایران دا ادعا رد کړې او پړه یې پر اسرائیلو اچولې ده.
وروستی, بریتانیا قطر ته ټایفون جېټ الوتکې او قبرس ته چورلکې لېږي