څو رسنیو تېره شپه راپور ورکړی و چې دا
الوتکې د ایران د توغندیز برید له امله زیانمنې شوې دي، خو ټرمپ پر ټروث
سوشل کې په یوه پیغام کې ویلي، که
څه هم څو ورځې مخکې پر اډه برید شوی و، خو الوتکې نه دي "وېشتل شوې او نه هم ویجاړې شوې".
هغه زیاتوي: "له پنځو الوتکو څلور یې نژدې هېڅ زیان نه لري او لا دمخه بېرته دندې ته ستنې شوې
دي. یوه یې لږ څه زیاته
زیانمنه
شوې، خو ژر به بېرته الوتنې ته
چمتو شي."
وروستی, ایا پر ایران برید د درېیمې نړیوال جګړې پیلامه ده؟
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د تهران شمال لوېدیځ کې د ایران د د تېلو پر یوه زېرمه د امریکا-اسرائیلو د ګډ برید پایله کې له سیمې لوګي پورته کېږي.
د ځینو نړیوالو خپرنیو او مجلو د مقالو سرلیکونه په پراخه توګه پر ایران د
امریکا-اسرائیل پر جګړې متمرکز
شوي او د دې جګړې پر بېلابېلو اړخونو یې تبصرې کړې دي.
په "ده ټایمز" ورځپاڼه
کې یوه مقاله د جګړې احتمالي پایلو تحلیلوي او چې جګړه تر کومه حده رسېدای شي، بیا
په "واشنګټن پوسټ" کې د نظر یوه مقاله وايي چې جګړه پر ایران "امپریالیستي لوټمارۍ (دام)" دی او په پای
کې په "ده ګارډین" ورځپاڼه
کې یوه مقاله هم د جګړې د "سختېدا" یادونه کوي چې کېدای شي
لګښتونه زیات او پېچلتیاوې رامنځته کړي.
موږ د لیکوال او تاریخپوه نیال فیرګسون د مقالې لنډیز را اخلو چې په "ټایمز" کې یې د "ایا دا یوازې د خلیج جګړه ده؟ که د درېیمې نړیوالې جګړې پیل
دی؟" تر سرلیک لاندې خپره شوې ده.
د دې پوښتنو د ځوابولو لپاره،
لیکوال لس نورې پوښتنې وړاندې کوي چې د روانې جګړې تحلیل وکړي چې آیا دا یوازې د
منځني ختیځ یوه شخړه ده یا دا کولی شي د درېیمې نړیوالې جګړې سبب
شي.
لیکوال یادونه کوي چې څلور کاله
مخکې هم ورته د روسیې او اوکرایین ترمنځ د جګړې له امله پوښتنه شوې وه چې ایا دا
به د درېیمې نړیوالې جګړې سبب شي؟ او هغه وایي چې ورته پوښتنه دوه اونۍ وروسته
د وروستۍ جګړې د پیل پر مهال هم مطرح شوه.
په "ټایمز" کې خپره شوې مقاله کې، فیرګسون لس پوښتنې وړاندې کړي چې هغه یې د دې
جګړې د تحلیل لپاره اړینې ګڼلي او ویلي یې دي چې دا پوښتنې "کولای شي معلومه
کړي چې ایا دا درېیمه خلیجي جګړه ده، یا د دویمې سړې جګړې نوې څپرکې، یا له درېیمې نړیوالې
جګړې هم بدتره ده." ښايي د ټولو پوښتنو یادونه ممکنه نه وي، خو موږ تر ټولو
مهمې یې وړاندې کوو:
لیکوال د خپلې لومړۍ پوښتنې ځواب
ورکوي: دا جګړه څومره دوام کوي؟د امریکا د دفاع وزیر بېټ هېګسیټ په یوه څرګندونه کې ویلي: "کولای شو
ووایو څلور اونۍ، خو کېدای شي شپږ، اته، یا ان درې میاشتې دوام وکړي."همدارنګه راپور ورکړل شوی چې "تېره اونۍ د پنټاګون
راپور و، چې په دې باور دی جګړه ممکن تر سپتمبره دوام وکړي."
وروستی, د ایران وسلهوال ځواک: د اماراتو اوسېدونکي دې د امریکا اهدافو ته له نژدې سیمو ووځي
د ایران دولتي رسنۍ وايي، د ایران پوځي چارواکو ویلي چې دوی د خپل ځمکې دفاع حق لري او کولای شي د منځني ختیځ په سیمه کې د امریکا پر ګټو برید وکړي.
د ایران د وسله والو ځواکونو د خاتم مرکز ویاند لوړپوړي افسر ابراهیم ذوالفقاري ویلي ایران مشروع حق لري چې د متحده عربي اماراتو په بندرونو او د بېړیو تمځایونو کې د امریکایي توغندیو پر اهدافو برید وکړي، لکه څنګه چې د امریکايي سرتېرو پر "پټنځایونو" هم د برید حق لري.
هغه له مسلمانانو غوښتي چې د ځان د خوندي ساتلو لپاره د متحده عربي اماراتو له ښارونو ووځي.
وروستی, امریکا: د ایران د تېلو مهم ټاپو کې مو له ۹۰ ډېر پوځي ځایونه ویشتلي
د بېپیلوټه الوتکې له برید وروسته، په متحده عربي اماراتو کې، له فجیره بندره لوګي راپورته شوي، چې دا د سیمې یو له تر ټولو لویو د تېلو د ذخیره کولو تسهیلاتو څخه دی.
په بله سیمه کې، د لبنان سوېل صیدون ښار د حاره سعیده په سیمه کې د یو اپارتمان په ودانۍ کې اور بل شو. پر دې ځای اسرائیلو برید کړی.
د اماراتو رسمي خبري اژانس د خپاره شوي خبر له مخې، نیول شوي کسان تورن شوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې "نورې جعلي ویډیوګانې" خپرې کړې؛ په دې کې داسې انځورونه هم شامل وو چې د مهمو تاریخي ودانیو ځای پر ځای کول یا په هېواد کې د پراخو اورلګېدنو پېښې ښودلې.
متحده عربي اماراتو پر ایران د اسرائیل او امریکا له پیلېدو وروسته، او وروسته د سیمې پر هېووادونو د ایران له بریدونو وروسته هڅه کړې چې ځان د یوه خوندي او باوري هېواد په توګه وښيي.
وروستی, خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟
د عکس تشریح، په خارګ کې یوازې تېل نه ذخیره کېږي، بلکې د صادراتو لپاره د خامو نفتو سنجش، اندازهګیري او تفکیک هم ترسره کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي د هغه په امر د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ په منځني ختیځ کې د تاریخ له تر ټولو قوي هوايي بریدونو یو ترسره کړی او د خارګ ټاپو ټول پوځي اهداف، چې د ایران له مهمو شتمنیو ګڼل کېږي، په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.
ښاغلي ټرمپ دغه پیغام په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشال کې خپور کړ او لیکلي یې دي چې تر اوسه یې "د انساني او اخلاقي دلایلو له مخې پرېکړه کړې وه چې د دې ټاپو د نفتو زیربناوې هدف ونه ګرځوي."
له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او اسرائیل جګړه له ایران سره پیل شوې، د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د تېلو چاڼځایونو او د نفتو زېرمتونونه د بریدونو له مهمو هدفونو ګرځېدلي دي.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه په تهران کې د ري، شهران او اقدسیه د نفتو پر زېرمتونونو او همدارنګه د کرج د فردیس پر زېرمتون بریدونه کړي دي. د اسرائیلو پوځ ویلي چې د دغو بریدونو هدف هغه د سونتوکو زېرمتونونه وو چې د ایران حکومت یې "د پوځي تاسیساتو د فعالولو لپاره کارول."
د ایران دولتي ټلوېزیون له لارې په خپره شوې اعلامیه کې چې نوي روحاني مشر ته منسوبه بلل شوې، ویل
شوي ایران به د هرمز تنګي- چې د نړیوالو بېړیو لپاره مهمه سمندري لاره ده – بندول همداسې دوامداره وساتي.
مجتبی خامنهييد مارچ له اتمې راهیسې، له هغه وخته چې د خپل
پلار ځای ناستی شوی، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. داسې ګومانونه هم شته چې ښايي
ټپي شوی وي یا ان وژل شوی وي، خو تر اوسه په دې اړه کره معلومات ډېر محدود دي.
وروستی, فارس خبري اژانس: پر خارګ ټاپو بریدونو کې نفتي زېربناو ته زیان نه دی اوښتی
د ایران فارس خبري اژانس وايي، چې په خارګ ټاپو د تېرې
شپې بریدونو کې نفتي زېربناو ته زیان نه دی اوښتی. دا خبر د ځايي سرچینو په حواله
ورکړ شوی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د متحده ایالاتو، اسرائیل
او ایران ترمنځ شخړه دریمې اونۍ ته ورسېده.
رضا پهلوي د اوکرایین له ولسمشر سره لیدلي
د عکس سرچینه، Volodymyr Zelensky / X
رضا پهلوي، چې د ایران د هغه پاچا زوی دی چې په ۱۹۷۹ کال کې له واکه لیرې شو او اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، د اوکرایین له ولسمشر ولودیمر زېلینسکي سره په پاریس کې لیدلي دي.
۶۵ کلن رضا پهلوي وايي، دی کولی شي په ایران کې د یو انتقالي حکومت مشري وکړي او ځان د دې کار لپاره ''تر ټولو مناسب کس'' بولي. خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ده د دې وړتیا په اړه شک څرګند کړی دی.
ایران او روسیه له ډېرو کلونو راهیسې متحد پاتې شوي دي. امریکا ادعا کوي چې کریملین په دا وروستیو ورځو کې د ایران د جګړې له هڅو سره مرسته کړې ده. دغه راز د ایران له لوري جوړ شوي ډرونونه د روسیې لخوا پر اوکرایین د یرغل په ترڅ کې ډېر کارول شوي دي.
له دې لیدنې وروسته زېلينسکي وویل:''اوکرایین رښتیا غواړي یو ازاد ایران وویني چې له روسیې سره همکاري ونه کړي او د منځني ختیځ، اروپا او ټولې نړۍ ثبات خراب نه کړي.''
هغه
انځورونه چې بي بي سي تایید
کړي د امریکا د هوایي ځواک یوه KC-135 د تېلو
رسونې یوه الوتکه
د اسرائیلو په تل
ابیب کې، د بن ګوریون په هوايي ډګر کې داسې ښيي چې د لکۍ وزر یې زیانمن شوی دی.
تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې دا زیان د څه له امله اوښتی او نه هم
دا معلومه ده چې ایا دا ځانګړې الوتکه د پنجشنبې په هغې پېښه کې ښکېل وه که نه، چې
په لوېدیځ عراق کې د امریکا یوه بله KC-135 الوتکه نسکوره شوه او د عملې ټول شپږ
غړي یې پکې ووژل شول.