د ایران او اسرائيل متقابل بریدونه؛ د بریتانیا لومړی وزیر وایي له متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستلو لپاره پر پلان کار کوي

اسرائيل وايي په تهران، تبریز او شیراز کې یې د ایران د حکومت پر زېربناوو "هممهاله" بریدونه کړي دي.‌ بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې ېې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي. دا متقابل بریدونه داسې حال کې دوام لري چې د بریتانیا لومړی وزیر ویلي له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستل کېدو لپاره پر عملي پلان کار کوي.

لنډیز

  • اسرائيل وايي د ایران پلازمېنه او څو ښارونو کې یې د حکومت پر زېربناوو هممهاله بریدونه کړي
  • د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې یې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي
  • بریتانیا لومړی وزیر وايي دوی له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو پر پلان کار کوي
  • ورمخکې ټرمپ ګواښ کړی و چې که متحدين د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونه کړي دا به ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري
  • هغه زیاته کړې وه دې باور لري چې ایران غواړي خبرې اترې وکړي
  • د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې له "ډرون برید" ورووسته په لنډمهالې ټوګه ځنډول شوې دي
  • د اسرائیل پوځ وايي‌ د لبنان سویل کې یې محدود ځمکني عملیات پیل کړي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د اسرائيل بهرنیو چارو وزیر دغه هېواد سره د دفاعي توغندیو د کمښت رپوټونه رد کړل

    د اسرائيل بهرنیو چارو وزیر ګیدعون سعر دا رد کړه چې ګوندې دوی د امریکا متحدو ایالتونو ته ویلي چې دفاعي سیستمونو لپاره د توغندیو او مهماتو له جدي کمښت سره مخامخ دي.

    د دې غوښتنې په تړاو رپوټ د امریکا سمافور رسنۍ خپور کړی و.

    ګیدعون سعر د اسرائیل شمال کې د ایران د توغندیو په برید کې د یوې زیانمنې شوې سیمې د کتنې پر مهال رسنیو ته وویل: "ځواب منفي دی."

    هغه زیاته کړه اسرائیل او متحد ایالتونه هم‌لوري دي او موخه یې دا ده چې د ایران له اړخه پېښ وجودي ګواښونه د اوږد مهال لپاره له منځه یوسي.

    نوموړي وویل: "موږ نه غواړو چې هر کال په یوه نوې جګړه کې ښکیل شو."

  2. اسرائیل کې د ایران په پرله پسې راکټي بریدونو کې اوښتي زیانونه

    ایران-اسرائيل

    د عکس سرچینه، AFP via Getty

    د اسرائیل پوځ وايي ایران د توغندیو تازه بریدونه کړي دي.

    دا په تېرو ۹ ساعتونو کې د ایران له اړخه د راکټي بریدونو پنځه څپه ده.

    په دغو بریدونو کې د اسرائيل په بېلابېلو سیمو کې د اوښتو زیانونه تصویرونه ترلاسه شوي.

    د دغه هېواد د بېړنۍ چارو سازمان ویلي، چې د توغندیو په وروستۍ څپه کې دوه سړي برسیرن ټپي شوي دي.

    مخکې د اسرائيل روغتیا وزارت ویلي وو چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ تنه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

    ایران-اسرائيل

    د عکس سرچینه، Eleanor Smallwood/BBC

    ایران/اسرائيل

    د عکس سرچینه، Magen David Adom

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د تل ابیب سویل کې خولون ښار تېره شپه هدف ګرځېدلی و
    اسرائيأ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د تل ابیب سویل کې خولون ښار
  3. وروستی, عباس عراقچي: مجتبی خامنه‌يي روغ رمټ دی

    عباس عراقچي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، عباس عراقچي - د ایران بهرنیو چارو وزیر

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي د دغه هېواد نوی روحاني مشر مجتبی خامنه‌يي روغ رمټ دی او وضعیت په بشپړه توګه مدیریت کوي.

    هغه د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي: "موږ چمتو یو چې د سیمې له هېوادونو سره د هغو اهدافو په تړاو څېړنو لپاره یوه کمېټه جوړه کړو چې بریدونه پرې شوي. زموږ بریدونه په سیمه کې یوازې د امریکا اډې او ګټې په نښه کوي."

    ښاغلي عراقچي لیکلي چې دا څرګندونې یې له العربي الجدید شبکې سره په مرکه کې کړې.

    نوموړی تور پورې کړی چې په عربي هېوادونو کې پر ملکي سیمو بریدونو کې ښايي اسرائيل لاس ولري چې له ایران سره د دغو هېوادونو اړیکي خراب کړي.

    د ایران بهرنیو چارو وزیر لیکلي "امریکایانو زموږ شاهد ته ورته ډرونونه جوړ کړي - لوکاس نومېږي، په بشپړه توګه دې [شاهد] ته ورته دي او د هغو په وسیله عربي هېوادونو کې پر اهدافو بریدونه کوي."

    نوموړي ټینګار کړی چې ایران "تر اوسه د سیمې هېوادونو کې هېڅ یوه غیر نظامي یا استوګنیزه سیمه نه ده په نښه کړې."

    عباس عراقچي د داسې احتمالي "سیمه‌ییز نوښت، چې جګړه ورسره په عادلانه توګه پای ومومي، هرکلی کړی" خو ویې ویل تر اوسه د جګړې درېدو لپاره داسې کوم ابتکار نه دی مطره شوی.

    هغه د جګړې پای په دې پورې تړلی وباله چې د بیا نه تکرارېدو تضمین او غرامت ورکړل شي.

    امریکا، اسرائيل او د خلیج هېوادونو چې په دې جګړه کې زیانمن شوي، تر اوسه دغه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

    د یادونې ده چې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر پیت هېګسېټ څو ورځې مخکې ادعا کړې وه،‌ چې د ایران نوی مشر مجتبی خامنه‌يي "ټپي" دی.

  4. وروستی, د اسرائيل روغتیا وزارت: ایران سره د جګړې له پیل راهیسې ۳۱۹۵ کسان ټپيان شوي دي

    د اسرائیل روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱۰۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

    د دغه وزارت په وینا له دې ډلې د ۹۶ کسانو ټپونه برسېرن، د دوه تنو د منځنۍ کچې او پاتې ۹ لا تر درملنې لاندې دي.

    د اسرائيل روغتیا وزارت ویلي، چې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې په دغه هېواد کې ټولټال ۳۱۹۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي چې له ډلې یې ۸۱ تنه د نن (یکشنبې) تر سهاره بستر پاتې وو.‌

    د اسرائيل روغتیا وزارت په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر نه شریکوي.

  5. وروستی, سپاه پاسدارن: پر الظفره هوايي اډې مو برید کړی

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د عامه اړیکو څانګه وايي، د رښتینې ژمنې-۴ عملیاتو ۵۳مه څپه کې یې په اسرائيل کې "د قوماندې، سیمه‌ییز کنټرول او کورنۍ جبهې د مدیریت مرکزونه" په نښه کړي دي.‌

    دغو ځواکونو یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د بریدونو په دې څپه کې په الظفره اډه کې د امریکايي ځواکونو خلاف هم چې ملاتړی استخباراتي رول لوبوي، په ګډه ۱۰ فتاح او قدر هایپرسونیک توغندي او ویجاړونکي‌ ډرونونه کارول شوي دي.‌

    ‌الظفره هوايي ډه د متحدو عرب اماراتو د پلازمېنې ابوظبۍ په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده او د امریکا پر هوايي ځواکونو سربېره یې د اماراتو هوايي ځواک هم د جګړې د قوماندې د مرکز په توګه کاروي.

  6. وروستی, د ایران پوځ ژمنه کړې چې د اسرائيل لومړی وزیر به تعقیب او ووژني

    د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ ژمنه کړې چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به ووژني.

    د ایران نیمه رسمي مهر خبري اژانس ویلي، سپاه پاسداران به د زور کارولو له لارې د هغه د تعقیب او وژلو هڅو ته دوام ورکړي.

    سپاه پاسداران ځواکونو همدا راز ادعا کړې چې د رښتینې‌ژمنې-څلور عملیاتو په ۵۲مه څپه کې یې په اسرائيل کې ځینې اهداف او په سیمه کې د امریکا درې اډې په نښه او ویاړې کړې دي.

  7. ټرمپ: اوس مهال له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یم

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، ge

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، لا تر اوسه له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه دی.

    له اېن بي سي نیوز سره په ټلیفوني مرکه کې، ښاغلي ټرمپ ويلي، ایران غواړي معامله وکړي، خو دی اوس مهال هوکړې ته چمتو نه دی، "ځکه چې شرایط لا تر اوسه هغومره ښه نه دي."

    که څه هم نوموړي په ډاګه نه کړه چې دا شرایط به څه دي، خو ويې ويل چې د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له هر ډول پلانونو تېرېدل به د احتمالي معاملې برخه وي.

    ښاغلي ټرمپ په مرکه کې دا هم ويلي، ډېری هیوادونو ژمنه کړې چې د هرمز تنګي د امنیت په برخه کې به مرسته وکړي خو د دغو هېوادونو نومونه یې په ډاګه نه کړل.

    هغه دا ادعا هم وکړه چې امریکا د خارګ ټاپو چې د ایران د تېلو د صادراتو مهم مرکز بلل کېږي "په بشپړه توګه ویجاړ" کړی دی.

    د امریکا ولسمشر د تېلو د بیو لوړېدو د اندېښنو په اړه وويل،"ډېر تیل او ګاز شته. ډېرې سرچینې موجودې دي، يوازې له ستونزو سره مخامخ شوې دي، خو دا وضعیت به ډېر ژر حل شي."

  8. اسرائیل وايي د ایران له خوا توغول شوي توغندي یې شنډ کړي

    د اسرائيلو پوځ وايي د يکشنبې په سهار له ایران څخه ویشتل شوي توغندي یې شنډ کړي دي.

    د اسرائیلو د بېړنيو چوپړونو ادارې ويلي، په دې توغنديو د هېواد مرکزي سيمې په نښه شوې وې.

    اسرائیلي چارواکو تر دې دمه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړی.

    د ایران برید پر اسرائیلو

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران برید پر اسرائیلو

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران برید پر اسرائیلو

    د عکس سرچینه، Reuters

  9. د ایران لپاره د خارګ ټاپو ارزښت

    د ویډیو تشریح، د ایران لپاره د خارګ ټاپو ارزښت

    د ایران خارګ ټاپو له سمندر غاړې شاوخوا ۲۵ کيلومتره لرې پروت دی خو دا کوچنی ټاپو د ایران د انرژۍ د زېربناوو له خورا مهمو برخو دی. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل لیکلي چې د امریکا پوځ په دې ټاپو کې ټولې پوځي موخې له منځه وړې دي.

    خو د خارګ ټاپو ولې د ایران لپاره حياتي او د امریکا لپاره دومره ستراتېژيک ارزښت لري؟

  10. وروستی, د تهران په ځینو سیمو کې د تازه چاودنو غږونه اورېدل شوي

    ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د تهران په ځینو سیمو کې څو چاودنې اورېدل شوې دي.

    د وحید انلاین په نامه یوه ټېلېګرام کانال ځینې ترلاسه شوي پیغامونه خپاره کړي، چې وايي د چاودنو له کبله په مرکزي، لوېدیځ او جنوبي تهران کې کورونه لړزېدلي دي.

    وړاندې، راپور ورکړل شوی و چې د اصفهان په مرکز کې د هوايي برید له امله لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

    د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د برید قربانیان د فابریکې کارګران وو.

  11. د ایران د فضايي څېړنو پر انسټېټيوت د برید شېبه

    په دې ویډيو کې د ایران پلازمېنې تهران په طرشت سیمه کې د دغه هېواد د فضايي څېړنو پر انسټېټيوټ د برید شېبه لیدل کېږي. برید د تېرې جمعې په ماښام شوی و.

    په ويډيو کې د پرلپسې چاودنو غږونه اورېدل کېږی او له ودانۍ لوګي پورته کېږي.

    په نورو خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د څېړنو انسټېټيوټ په بشپړه توګه ویجاړ شوی او سوځېدلی دی.

    د ایران د فضايي څېړنو انسټیټیوټ، په ۲۰۱۱ کال کې د مخابراتو وزارت لاندې پیل شو، چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

    د ویډیو تشریح، د ایران پر فضايي څېړنیز مرکز د اسرائیلو برید هوايي برید
  12. لبنان وايي پر یوه روغتیايي مرکز د اسرائیلو برید کې ۱۲ کارکوونکي وژل شوي

    لبنان

    د عکس سرچینه، ge

    د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي د جمعې په ورځ د لبنان په جنوب کې پر يوه روغتیایي مرکز د اسرائیلو برید کې ۱۲ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي چې په هغوی کې ډاکتران او نرسان هم شامل دي.

    د روغتيا نړيوال ادارې دا کړنه غندلې ده. د یادې ادراې مشر ټيډروس ګېبريوسس وایي، "د روغتيا نړيوال سازمان دا کړنه غندي او د روغتيايي کارکوونکو پر خونديتوب تينګار کوي".

    د اسرائيلو پوځ وايي د لبنان په جنوب کې یې پر بورج قلعويه سيمه د هوایي برید خبر ترلاسه کړی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

  13. وروستی, پر ایران بمبارۍ: څرنګه پر ټولې نړۍ اغېز کوي؟, پاول اډمز/د بي بي سي د ډیپلوماټیکو چارو خبریال

    ټرمپ او خامنه يي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا د "لوی قهر" له عملیاتو دوه اونۍ وروسته، پر ایران بریدونو نړیوال اقتصاد او سیمه ییز ثبات اغېزمن کړی دی.

    که څه هم د ایران اټومي او پوځي تاسیسات په نښه شوي، خو د تېلو د بیو لوړېدو او د هرمز تنګي ګډوډۍ له اسیا تر اروپا ژوند سخت کړی دی.

    د کابو ۳ میلیونو خلکو بې ځایه کېدل او د ایران ډرون بریدونه ښيي چې دا "لنډمهاله سفر" په یو لوی بحران بدل شوی چې د ټرمپ د تمې خلاف، امریکا یې یو ځل بیا په منځني ختیځ کې ښکېله کړې ده.

    اوس د "لوی قهر" په نامه له دې عملیاتو له دوو اونیو ډېر وخت تېرېږي چې اغېزې یې په ټوله نړۍ کې احساسېږي.

    دې جګړه چې موخه یې د ایران د بالستیک توغندیو، سمندري ځواک او اټومي پروګرام له منځه وړل و، داسې کړکېچ رامنځته کړی چې سیمه ییز ثبات او نړیوال اقتصاد یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

    که څه هم ویجاړونکي هوايي بریدونه شوي، خو د ایران رژیم لا هم مقاومت کوي او په نویو خطرناکو لارو غبرګون ښيي.

    ایران د خپلو ګاونډیو (عراق او افغانستان) پرتله چې امریکا پکې کلونه ښکېله وه، ډېر لوی هېواد دی.

  14. وروستی, د ایران د فرهنګي میراث وزارت: د امریکا او اسرائیل بریدونو کې ۵۶ موزیمونه او تاریخي ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي

    ایران

    د عکس سرچینه، JAMEJAM

    د عکس تشریح، د ګلستان ماڼۍ زیانمنو شویو ځایونو یوه ده

    د ایران د فرهنګي میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا او اسرائیل د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۶ موزیمونه، تاریخي ودانۍ او فرهنګي ځایونهله جدي زیان سره مخ شوي دي.

    په اعلامیه کې ویل شوي چې یوازې په تهران کې پر ۱۹ تاریخي اثار مستقیما بریدونه شوي دي. له دې ودانیو ګلستان ماڼۍ، د تهران تاریخي ارګ، مرمر ماڼۍ، د تهران تاریخي بازار، د پخواني سنا ودانۍ، سپهسالار جومات او د فرح‌آباد ماڼۍ موزیم یاد شوي دي.

    د ایران د فرهنګي میراث وزارت د معلوماتو له مخې، په کردستان ولایت کې ۱۲ مهمې تاریخي ودانۍ زیانمنې شوې دي، چې پکې د سالارسعید ماڼۍ (د سنندج د لرغونپوهنې موزیم)، د خسروآباد موزیم او د آصف وزیري ماڼۍ شاملې دي.

    وزارت همدارنګه ویلي چې په اصفهان ولایت کې د نقش جهان میدان مجموعه چې د نړیوال میراث په لېست کې شامله ده، د چهلستون ماڼۍ، جامع عباسي جومات او د اصفهان ښار د تاریخي سیمې ځینې برخې هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

    د یاد وزارت په وینا، په لرستان ولایت کې فلک‌الافلاک تاریخي کلا او د هغې موزیمونه زیانمن شوي دي او همدارنګه په کرمانشاه، بوشهر او ایلام ولایتونو کې هم یو شمېر ارزښتناک تاریخي اثار د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

  15. وروستی, لبنان کې د ژغورونکو د وژل کېدو تر ټولو تازه او درنه مرګژوبله, کارین طربیه –بیروت کې د بي بي سي عربي خبریاله

    د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې لږ تر لږه دوولس کسان وژل شوي دي، چې په کې ډاکټران، نرسان او ژغورونکي شامل دي.

    دا کسان د اسرائیل په هغه هوايي برید کې وژل شوي چې د "روغتیا اسلامي ادارې" د لومړنۍ پاملرنې یو مرکز یې په نښه کړی و. دا اداره پر حزب الله پورې تړلی روغتیايي او ژغورندوی بنسټ دی او په دې جګړه کې د روغتیا او ژغورنې د سکتور ډېری وژل شوي کسان هم له همدې ادارې سره تړاو لري.

    د لبنان سره صلیب هم د همدې اونۍ په پیل کې د یوه ژغورونکي د مړینې خبر ورکړی و. هغه وروسته له هغه ومړ چې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې ټپي شوی و، هغه مهال چې د صور ښار اړوند مجدل زون کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د اسرائیل له برید وروسته د مړو د ایستلو عملیات ترسره کول.

    سره صلیب ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي هغه ځایونه هم په نښه شوي دي چې ژغورونکي پکې د ټپیانو د انتقال لپاره موجود وو.

    بل لور ته، د اسرائیل پوځ حزب الله تورن کړی چې د امبولانس موټرونه او روغتیايي تاسیسات د پوځي موخو لپاره کاروي. د اسرائیلي پوځ ویاند افیخای ادرعي پر اېکس (X) په یوه بیان کې ویلي: "موږ خبرداری ورکوو چې باید سملاسي د روغتیايي تاسیساتو او امبولانسونو پوځي کارونه بند شي او ټینګار کوو که دا تګلاره ونه درول شي، نو اسرائیل به د نړیوال قانون له مخې د حزب الله د هر هغه پوځي فعالیت پر وړاندې اقدام وکړي چې له دغو تاسیساتو او امبولانسونو څخه کار اخلي."

    خو د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلي پوځ دا ادعاوې یوازې د هغو "جرمونو د توجیه کولو هڅه ده چې دا پوځ یې د انسانیت پر ضد ترسره کوي او په دې سره ټول نړیوال او بشري قوانین تر پښو لاندې کوي".

    د وزارت په بیان کې همدارنګه ویل شوي ویشتل شوی روغتیايي مرکز د هېواد د روغتیايي مرکزونو د شبکې برخه ده چې د عامې روغتیا وزارت تر څارنې لاندې د مدني ټولنو له بنسټونو سره په همغږۍ فعالیت کوي.

    لبنان

    د عکس سرچینه، Anadolu

  16. پهلوي: د اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته ایران کې د انتقالي پړاو د مشرتابه لپاره چمتو یم

    پهلوي

    د عکس سرچینه، AFP

    د ایران د وروستي شاه زوی رضا پهلوي اعلان کړی "کله چې اسلامي جمهوریت سقوط وکړي"، د خپل هېواد د انتقالي پړاو د مشرتابه لپاره چمتو دی.

    پهلوي، چې د امریکا پنسلوانیا ایالت کې د جلاوطنۍ ژوند کوي، ویلي هغه له وړاندې د ایران دننه او بهر د ځینو شخصیتونو د ټاکلو په کار بوخت دی او دده په ټکو د"انتقالي نظام" رامنځ ته کېدو لپاره کار کوي.

    پهلوي په ټولنیزو رسنیو کې ویلي: "زما په مشرتابه کې به انتقالي نظام په ډېر لنډ وخت کې د هېواد د واک د اخیستو لپاره چمتو وي، چې نظم، امنیت او ازادي ټینګه کړي."

    هغه زیاته کړې چې د دې انتقالي نظام د غړو د ټاکلو چارې سعید قاسمي نجاد ترسره کړې دي، چې د دیموکراسۍ د دفاع بنسټ څېړونکی دی؛ دا بنسټ په واشنګټن کې مرکز لري.

    خو تر اوسه پورې پهلوي نه دی توانېدلی چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ رسمي ملاتړ ترلاسه کړي، ځکه ټرمپ تر اوسه رسما له هغه سره هېڅ نه دي لیدلي.

    ټرمپ همدارنګه شک ښودلی چې د شاه زوی به د ایران مشري وکړای شي که نه؛ ځکه د ټرمپ په وینا هغه له ډېرو کلونو راهیسې له ایرانه بهر دی.

  17. وروستی, ټرمپ وايي په یو نه یو ډول به د هرمز تنګی پرانیزي او خوندي کوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په یو نه یو ډول به د هرمز تنګی پرانیزي او خوندي کوي.

    ده له بریتانیا او نورو هېوادو غوښتي چې ددې مهمې سوداګریزي لارې خوندي کولو لپاره بېړۍ واستوي.

    پرایران له د امریکا او اسرائیلو د برید له پیله د راپورونو له مخې دې تنګي کې پر ګڼو بېړیو برېدونه شوي دي. له دې تنګي د نړۍ شا او خوا ۲۰ سلنه تېل صادرېږي.

    وړاندې،‌ د اسیران نوي روحاني مشر مجتبی خامنه‌يي ژمنه کړې وه چې د هرمز تنګي د بندولو تګلاره به دوامداره وساتي.

    ده ویلي،‌ که جګړه دوام وکړي، نن د هرمز تنګي بندول او په هغو ځایونو کې د نورو جبهو پرانیستل به چې دوښمن پکې ډېر زیان منونکی دی، د ستراتیژیکو ګټو پام کې نیولو سره وارزول شي.

    trump

    د عکس سرچینه، Getty Images

  18. وروستی, په یزد او اصفهان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    له هغو ښارونو څخه چې رسنیو یې یادونه کړې، یزد او اصفهان هم شامل دي.

    خو دغو رسنیو د برید د دقیق ځای په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

    د نن سهار په لومړیو ساعتونو کې هم د تبریز ښار شاوخوا د چاودنې غږ اورېدل شوی و.

    د "مهر" خبري اژانس راپور ورکړی چې د ځینو دغو چاودنو ځای له ښاره بهر د تبریز د ختیځ او جنوب په سیمو کې و.

  19. وروستی, د جګړ له پیلېدو راهیسې ایران کې له ۲۰۰ ډېر زدکوونکي او ښوونکي وژل شوي

    ایران

    د عکس سرچینه، Iranian Red Crescent Society/Reuters

    د عکس تشریح، د ایران د سره صلیب مرستندویان د تهران جوادیه سیمې د هغو استوګنیزو ودانیو په کنډوالو کې په کار بوخت دي چې د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي، په داسې حال کې چې په ښار کې شاوخوا ۱۰٬۰۰۰ ملکیتونه زیانمن شوي دي.

    د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۲۰۰ ډېر زدکوونکي او ښوونکي وژل شوي دي.

    هغې زیاته کړې چې ۱۲۰ ښوونځي سخت زیانمن شوي دي. نوموړې د دولتي تلوېزیون له لارې خبرو کې وویل‌ چې د تهران مشهور ازادۍ څلی هم زیانمن شوی دی.

    د ایران د پوهنې وزیر د مارچ پر ۱۱مه ویلي وو چې تر اوسه په بریدونو کې ۲۰۶ زد کوونکي او ښوونکي وژل شوي او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.

    دا خبره د ایران د رسمي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې خپره شوې ده.

    د ایران د سره صلیب ټولنې ویلي چې تر اوسه ۴۲٬۹۱۴ ملکي ملکیتونه زیانمن شوي دي. چې ۶٬۱۷۹پکې سوداګریز ملکیتونه او ۳۶٬۴۸۹ استوګنیز کورونه دي، ۱۰٬۰۰۰ کورونه یوازې په تهران کې دي.

    ویل شوي چې: "د جګړې له پیل راهیسې د هېواد په کچه ۱۶۰ روغتیايي، طبي او بېړني خدماتي مرکزونه د دوښمن د بریدونو له امله سخت زیانمن شوي دي."

  20. وروستی, سپاه پاسداران وایي خلیج کې د امریکايي بانکونو څانګې په نښه شوې دي

    د ایران د سپاه پاسداران یو ویاند ویلي چې په خلیج کې د امریکايي بانکونو ځینې څانګې په نښه شوې دي.

    د ایران د رسمي رسنیو د راپور له مخې، دا اقدام د هغو بریدونو په غبرګون کې شوی چې پر ایراني بانکونو شوي وو.