د اسراییل دفاع وزارت: د لوېدیزې غاړې جنین پنډغالي کې مو عملیات پای ته رسولي

اسراییل

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د اسراییلو دفاع وزارت ویلي چې ځواکونه یې د لوېدیزې غاړې په جنین پنډغالي‌ کې د فلسطیني وسله والو خلاف له دوه ورځنیو عملیاتو وروسته بېرته په وتلو دي.‌

په دغو نسبتآ پراخو عملیاتو کې ۱۲ فلسطینیان او یو اسراییلي سرتېری وژل شوی دی.

اسراییلي ځواکونه وايي د دوی سرتېری د سې شنبې ناوخته په جنین پنډغالي‌ کې ووژل شو.

د فلسطین روغتیا وزارت په دغو عملیاتو کې د لږترلږه ۱۰۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي‌ چې په دوی کې د شلو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي فلسطیني امبولانسونو ته دا اجازه هم نه ده ورکړ شوې، چې د ټپیانو لېږدولو لپاره پنډغالي ته ننوځي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر سې شنبه جینوا کې په یوه خبري کنفرانس کې د فلسطیني کډوالو په ګڼ مېشتې سیمه کې پر هوايي او ځمکنیو عملیاتو اندېښنه وښوده.

د فلسطین د سره صلیب چارواکو ویلي چې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو له کبله له جنین پنډغالي تر ۳ زرو فلسطینان بې ځایه شوي دي.

دوی ته اجازه ورکړ شوې وه چې د وسله والو نښتو او ډرون بریدونو له سیمې ووځي.

د یادونې ده چې لوېدیزه غاړه کې د اسراییلو له دغو عملیاتو سره هممهاله یوه فلسطیني سړي تل ابیب کې پر خلکو موټر وخېژاوه او اووه کسان یې ټپیان کړل.

د فلسطین وسله والو ګروپونو وویل چې دغه برید په جنین پنډغالي کې د اسراییلو پوځي عملیاتو ته ځواب و.‌

اسراییل

د عکس سرچینه، ISRAEL MDA

د عکس تشریح، تل ابیب کې پر موټر د خلکو تر وهل کېدو وروسته د چړې برید هم شوی و

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو ویلي "که څوک فکر کوي چې داسې بریدونه به موږ د ترهګرۍ خلاف له جګړې راوګرځوي، تېروتي دي."

هغه په جنین کې د خپلو پوځیانو د عملیاتو پای ته رسېدل تایید کړل خو دا خبرداری یې هم ورکړ چې دا به یې وروستۍ اقدام نه وي.‌

اسراییلو د لوېدیزې غاړې شمال کې د فلسطیني کډوالو پنډغالي کې پوځي عملیات د دوشنبې سهار وختې پیل کړل او ویل یې موخه یې د ترهګرو د تاسیساتو لمنځه وړل دي.

دغه عملیات له هوايي بریدونو سره پیل شوي وو.‌

د لوېدیزې غاړې د شمال په جنین پنډغالي کې د بېلابېلو فلسطیني ډلو او پوځي تشکیلاتو د اړوندو وسله والو یو نوی نسل په راټوکېدو دی.

دوی ځانونه د جنین لوا بولي او یوه اعلامیه کې یې ویلي و چې تر وروستۍ ساه او مرمۍ به د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې مقابله وکړي.