د ایران خارګ ټاپو ته څېرمه د چاودنې غږ اورېدل شوی؛ اسرائیل وايي په تېرو دوو ورځو کې یې پر لبنان ۱۵۰ بریدونه کړي

د ایران خارګ ټاپو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په ایران کې د خبري سرچينو په وینا د دغه هېواد خارګ ټاپو ته څېرمه د يوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د اسلامي انقلابي ګارډ ساتونکو ويلي دا غږ د بهرګان په سيمه کې د چاودېدونکو توکو له منځه وړلو سره تړاو لري. د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د عامه اړیکو دفتر ويلي، دلته مهمات له وروستۍ جګړې پاتې وو.

بهرګان د تېلو په بډايه بوشهر ولایت کې پرته سيمه ده او له خارګ له ټاپو شاوخوا ۶۰ کيلومتره لرې موقعيت لري.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې سپاه پاسدارن اعلان کړی و چې په کویت کې یې د امریکا هوايي اډه او په بحرين کې د امریکا د پنځمې بېړۍ تاسيسات توغنديو او ډرونونو بریدونو کې په نښه کړي دي.

د امریکا، کویت او بحرين پوځونو ويلي، ټول توغندي یې شنډ کړي دي.

بل پلو په ایران او خليج کې د شخړې د زياتېدو سره هممهاله د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تهران ته سفر کړی او د ایراني رسنيو په وینا هلته یې د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي په ګډون له ایراني چارواکو سره کتلي دي.

پاکستان د ایران او امریکا تر منځ خبرو کې د منځګړي رول لوبوي. د ایراني رسنيو په وینا محسن نقوي د ایران د روحاني مشر مجتبی خامنه يي لپاره پيغام لېږدوي.

محسن نقوي څه موده وړاندې هم ایران ته سفر کړی او هلته یې د ایران له ولسمشر، د پارلمان له مشر، د بهرنيو چارو وزير او د کورنيو چارو له وزير سره ليدلي وو.

اسرائیل وايي په تېرو دوو ورځو کې یې د لبنان په جنوب کې ۱۵۰ بریدونه کړي

د اسرائیلو پوځ وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې سره تړلیو ځايونو ۱۵۰ بریدونه کړي دي.

د لبنان په جنوب کې مېشتو د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو د لبنان د پوځ پر ګاډي د اسرائیلو برید چې دری سرتېري په کې وژل شوي غندلی دی.

د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو دا برید د لبنان له ځمکنۍ بشپړتيا "ستره سرغړونه" بللې ده.

د لبنان پوځ اسرائیل په "بې رحمه، قصدي او تکراري" يرغل تورن کړی او ويلي یې دي چې دا د تلپاتې اوربند د رامنځته کولو هڅې کمزورې کوي.

د روان کال د مارچ په لومړيو کې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې په لبنان کې له ۳۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې وويل، اسرائیل او لبنان موافقه کړې چې خپل نازک اوربند وغځوي او د لبنان دننه "څو ازمايښتي امنيتي زونونه" جوړ کړی چې د حزب الله ځواکونه به د ورتګ اجازه ونه لري.

په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا موافقه د نورو شرایطو تر څنګ د ایران ملاتړي حزب الله ډلې له خوا د بریدونو "بشپړ بندېدو" پورې مشروط ده.