جنین کې د اسراییلو برید؛ ۵ فلسطینیان وژل شوي، تر ۳۰ ډېر ټپیان دي

د عکس سرچینه، Reuters
د رپوټونو له مخې، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د جنین په نامه د فلسطینیانو پر یوه کمپ د اسرائیلي پوځیانو برید مرګ ژوبله اړولې ده.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۵ فلسطینیان وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، په دغه برید کې دواړو خوا پر یو بل سختې ډزې کړي او د ټپیانو د لېږد لپاره یوې چورلکې ته اړتیا وه.
تېرو پنځلسو میاشتو کې اسرائیلي پوځ په پرلپسې ډول په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر کمپونو بریدونه کړي چې له امله یې ګڼ شمېر فلسطینیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، بریدونه د هغو فلسطیني وسله والو د نیولو لپاره شوي چې پر اسرائیلي ښارونو بریدونه کوي.
الجزیرې خبر ورکړی چې، په وژل شویو فلسطینیانو کې یو یې ۱۵ کلن هلک دی.
د دغې رسنۍ د مالوماتو له مخې، برید نن سهار پیل شوی او اسرائیلي ځواکونو پکې جنګي ګولۍ، پلاستیکي ګولۍ او اوښکې بهوونکي ګاز کارولي دي.
ځینې رپوټونه شته چې په دغه نښته کې څو اسرائیلي پوځیان هم ژوبل شوي دي.
په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې د اسرائیلي پوځ چورلکې پر کمپ ډزې کوي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، د هوايي ځواک چورلکې له پاسه ډزې کولې څو د ځمکې له لارې له ښاره د ځواکونو په ایستلو کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیلي پوځ د راډیو د رپوټ له مخې، دا د ۲۰۰۵ کال راهیسې لومړی ځل دی چې اسرائیلي چورلکې د ټپي شویو پوځیانو د ایستلو پر مهال ډزې کوي.
د سي اېن اېن تلویزیوني شبکې هم په دغه کمپ کې نښتې "ډېرې شدیدی" بللې دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د یوې نجلۍ په ګډون شاوخوا ۳۱ فلسطینیان د نښتې پیل کې ټپیان شوي او روغتیايي حالت یې نازک دی.
یوه ویډیو هم خپره شوې چې پکې د اسرائیلو د پوځ یو موټر لیدل کېږي چې د وتلو پر مهال له ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو سره لګېږي.
مصر پر دغه کمپ د اسرائیلي ځواکونو برید غندلی.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، هېواد یې دا تېری د نړیوالو قوانینو د مشروعیت ټولو احکامو سره په ټکر کې بولي.
مصر هم د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو د تاوتریخوالي د دوام خبر داری ورکړی دی.






















