ایران څنګه له امریکا سره خپل تفاهم یوه بریا ګڼي؟

په انځور کې یوه مېرمنه ښکاري چې د ایران بېرغ یې په لاس کې نیولی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, امیر عظیمي
    • دنده, بي‌بي‌سي فارسي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

ایراني مشرتابه هڅه کوي چې له متحده ایالاتو سره د تفاهم یادښت د شاتګ په توګه نه، بلکې د مقاومت او بریا د پایلې په توګه وړاندې کړي، خو دا دریځ په اسانۍ خلکو ته د منلو وړ نه ښکاري.

هېواد تازه له یوې داسې جګړې راوتلی چې د پام وړ زیانونه یې ور اړولي دي، اقتصاد یې له سختو فشارونو سره مخامخ دی او د اسلامي جمهوریت د ملاتړو ځینې برخې له میاشتو راهیسې له واشنګټن سره د هر ډول جوړجاړي یا امتیاز ورکولو مخالفت کوي.

له بلې خوا، یو شمېر ایرانیان د هېواد دننه او بهر کې دا کړکېچ د ډیپلوماسۍ لپاره فرصت نه ګڼي، بلکې د نظام د بدلون لپاره یې یوه مناسبه موکې بولي.

د همدې وېشل شوي سیاسي وضعیت په منځ کې، تهران اوس هڅه کوي چې دغه تړون خلکو ته د منلو وړ وګرځوي او عامه افکار قانع کړي.

لوړپوړو ایراني چارواکو دغه تړون د بریا په توګه معرفي کړی دی.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف چې په دغو خبرو کې تر ټولو مهمه ایراني څېره بلل کېږي، وایي چې ایران د "وروستۍ بریا پر لور یو ستر ګام" اخیستی دی.

همدارنګه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دغه تفاهم یو احتمالي تاریخي بدلون بللی او ویلي یې دي چې که په بشپړ ډول عملي شي، نو د ایران د ډېرو ستونزو په حل کې به مرسته وکړي او په ایران او منځني ختیځ کې به د "یوې بلې نړۍ" ور پرانیزي.

د قالیباف دریځونه ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې هغه د هغه منځلاري سیاسي جریان غړی نه ګڼل کېږي چې پزشکیان ورسره تړاو لري.

د هغه ښکاره ملاتړ دا څرګندوي چې دا تفاهم د نظام د ځواکمنو نفوذي مرکزونو ملاتړ هم لري.

د هغو کړیو په ګډون چې د اسلامي انقلاب له ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) سره تړاو لري.

ایراني مشرتابه هڅه کوي دغه تفاهم د بریا په توګه انځور کړي او ادعا کوي چې متحده ایالات او اسرائیل په خپلو اصلي موخو کې پاتې راغلي او بریالي نه شول.

په یو دیوال د ایران بېرغ نقاشي شوی او دوه ایرانۍ ښځې ترې تېرېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د دې لیدلوري له مخې، متحده ایالات او اسرائیل ونه توانېدل چې ایران تسلیمېدو ته اړ کړي، یا د اسلامي جمهوریت نظام نسکور کړي، یا د پوځي اقدام له لارې د ایران اټومي پروګرام پای ته ورسوي او نه یې هم د تهران اړیکې له حزب‌الله سره پرې کړې.

پر ځای یې، ایران لا هم د خبرو اترو پر مېز حاضر دی، لبنان د تفاهم د چوکاټ برخه ګرځېدلی او پر تهران د لګېدلو بندیزونو د نرمولو په اړه هم خبرې روانې دي.

خو دغه ادعاوې پخپله په ایران کې له نیوکو سره مخامخ دی.

راپورونه وایي چې د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې مرستیال، چې د خپلو سختدریځو دریځونو له امله مشهور دی، دا تفاهم داسې سند بللی چې ایران به په "امریکايي مستعمره" بدل کړي.

هغه همدارنګه پر مذاکره کوونکو تور پورې کړی چې د روحاني مشر هغه لارښوونې یې له پامه غورځولې چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو مخالفت یې کاوه.

د دغو نیوکو اهمیت له دې امله زیات دی چې دا د نظام له بهره نه، بلکې له هغو دولتي بنسټونو راپورته کېږي چې د ملي امنیت د چارو د څار مسؤلیت لري.

له میاشتو راهیسې، په پارلمان کې سختدریځو غږونو، حکومت ته نژدې رسنیو او د حکومت پلویانو ټینګار کاوه چې پر متحده ایالاتو باور نه شي کېدای.

دوی دې ته اشاره کوي چې د جګړې له پیل لږه موده مخکې لا هم ډیپلوماټیک بهیر روان و او ادعا کوي چې د ډونلډ ټرمپ ادارې له خبرو اترو د پوښښ په توګه کار واخیست، په داسې حال کې چې متحده ایالات او اسرائیل د پوځي اقدام لپاره چمتووالی نیوه.

د دوی له نظره، له واشنګټن سره هر ډول هوکړه د تسلیمۍ یا نرمښت په معنا تعبیرېدای شي.

پر دې سربېره، داسې ښکاري چې د دغو سختدریځو غږونو ځینې یې په وروستیو کې لږ اورېدل کېږي او دا ښایي دې ته اشاره وي چې د تړون د پرمخ وړلو پرېکړه د دولت په لوړو کچو کې تصویب شوې ده، که څه هم دا لازماً د بشپړې اجماع معنا نه لري.

د مخالفت د شدت دغه کمښت ښایي دا ارزونه منعکس کړي چې د پرېکړو په مرکزونو کې اوس د تفاهم د ردولو سیاسي او اقتصادي لګښت د دې تر لګښت لوړ ګڼل کېږي چې د سختدریځې ډلې غوسه مهار او مدیریت شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دغه تفاهم یو احتمالي تاریخي بدلون بللی دی

اقتصادي فشار د دغو محاسبو یو اساسي عنصر جوړوي.

ایراني مشرتابه ښايي هڅه وکړي چې تفاهم د پوځي نفوذ او فشارونو پایله وښيي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د وضعیت او پر امریکايي او سیمه‌ییزو انرژۍ ګټو د بریدونو له امله رامنځته شویو فشارونو ته په اشارې سره، خو په حقیقت کې اقتصاد هغه عامل و چې تهران یې دې لارې ته د تګ لپاره اړ کړ.

جګړې، بندیزونو، پر سمندري تګ راتګ لګېدلو محدودیتونو، د نفتو بازارونو او بهرنیو اسعارو ته د لاسرسي کمېدو او همدارنګه لوړ انفلاسیون، ټول په ګډه پر هېواد او عادي ایرانیانو فشارونه زیات کړي دي.

د ډېرو ایراني کورنیو لپاره اصلي پوښتنه دا نه ده چې تړون د بریا په څېر ښکاري که نه، بلکې دا ده چې ایا د توکو بیې به راکمې کړي او د یوې نوې جګړې د پیل اندېښنې به کمې کړي که نه.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس ویلي چې ایران به د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو مستقیمه ګټه وانخلي، خو که خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي او بندیزونه پرې نرم شي، نو ښايي میلیاردونو ډالرو ته لاسرسی ومومي.

دا تهران ته فرصت ورکوي چې تفاهم د پانګونې او بیارغونې د یوې لارې په توګه معرفي کړي، نه د امریکا پر مرستو د تکیې په توګه.

سره له دې، خطرونه لا هم څرګند دي.

د تفاهم یادداښت بشپړ جزئیات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي، او ټاکل شوې چې خبرې اترې د جمعې په ورځ په سویزرلنډ کې پیل شي.

تر ټولو پېچلې مسلې، لکه د ایران د بډایه شویو یورانیمو راتلونکی، د غني کولو مجاز کچه، د څارنې او تایید میکانیزمونه، د بندیزونو نرمول، د هرمز تنګی او د لبنان وضعیت، لا هم د خبرو اترو د اجنډا برخه دي.

همدارنګه د اسرائیلو د دریځ په اړه هم بې‌باوري موجوده ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې اسرائیل به له جنوبي لبنانه ووځي او ټینګار یې کړی چې اسرائیلي ځواکونه به تر هغه وخته هلته پاتې وي چې اړتیا وي.

په مقابل کې، ډونلډ ټرمپ په ښکاره ډول په لبنان کې د اسرائیلو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې "ډېر زیات خلک وژل شوي دي".

نوموړي د هغه اسرائیلي برید په اړه هم ناخوښي څرګنده کړې چې د ایران او امریکا تر منځ د موافقې له رامنځته کېدو لږ مخکې پر بیروت شوی و، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی چې له نتنیاهو سره یې اړیکې لا هم ډېرې ښې دي.

د تهران له نظره، د واشنګټن او اسرائیلو ترمنځ دغه ښکاره اختلاف ګټور دی، ځکه دا د دې ثبوت په توګه وړاندې کېدای شي چې ایراني فشارونو د اسرائیلو د اقدام ساحه محدوده کړې ده.

خو په ورته وخت کې دا حالت تفاهم لا هم نازک او زیان‌منونکی کوي.

که اسرائیل په لبنان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، ایران به د غبرګون ښودلو لپاره له فشار سره مخامخ شي، او که واشنګټن ونه توانېږي اسرائیل مهار کړي، نو د تهران هغه ادعا چې لبنان د تفاهم یادداښت برخه ده، ژر به له ازموینې سره مخامخ شي.

د بي بي سي فارسي د مخاطبینو غبرګونونه ښيي چې هغه رسمي روایت چې تفاهم بریا بولي، بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

یوه مخاطب ویلي چې هغه د اسرائیلو د نوي برید له احتماله ډېر اندېښمن و، خو د تفاهم له خبر اورېدو وروسته هم لا "باور نه لري" او اندېښنه لري چې که تفاهم دوام وکړي، حکومت به د هېواد چارې څنګه اداره کړي.

یو بل ایرانی چې د نظام مخالف دی او په پیل کې یې د امریکا د پوځي اقدام ملاتړ کاوه، پوښتنه کړې چې که په ایران کې یې سیاسي بدلون رانه وست، نو امریکايي برید څه لاسته راوړنه درلوده؟ هغه ویلي:

"زموږ هیله دا وه چې حاکم نظام بدل شي. خو له بدمرغۍ، انفلاسیون او لا ډېرو اقتصادي زیانونو پرته، خلکو ته څه ګټه ورسېده؟"

په مقابل کې، ځینو نورو د حکومت له دریځه ډېر ملاتړ ښودلی.

یوه مخاطب ایران بریالی لوری بللی او ویلي یې دي چې جګړې وښودله چې د بندیزونو لېرې کول د "زاریو" له لارې نه، بلکې د ځواک په کارولو ترلاسه کېږي.

یو بل کس د ډېر احتیاط سره د تفاهم هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا به خلکو ته اجازه ورکړي چې کار او ورځنی ژوند په ډېره ډاډمنه فضا کې پر مخ یوسي. هغه زیاته کړې:

"زما په اند دا یو موقتي حالت دی، خو موږ څو میاشتو ارام او سکون ته اړتیا لرله."

ښايي همدا د واقعیت تر ټولو نژدې انځور وي. اسلامي جمهوریت تفاهم د بریا په توګه وړاندې کوي، ځکه په اسانه نه شي کولای چې هغه یوازې د یوې اړتیا په توګه خلکو ته وپلوري.

خو د ډېرو ایرانیانو لپاره د تفاهم بریا به د شعارونو له مخې نه، بلکې د جګړې د درېدلو، د بیو د راټیټېدو، د بندیزونو د نرمېدو او د دې له مخې و ارزول شي چې مشرتابه د راتلونکې مرحلې اداره کولای شي او که هېواد له نوي کړکېچ او تاوتریخوالي څخه ژغورلای شي.