د جنین عملیات؛ تل ابیب کې ۷ اسراییلیان په ګاډي وهل شوي

د عکس سرچینه، @haaretz
اسراییلي رسنیو ویلي، تل ابیب ښار کې اوه اسراییلیان د موټر خېژولو پېښه کې ټپیان شوي دي.
روغتیايي سرچینو ویلي، په ټپیانو کې د ځینو وضعیت د اندېښنې وړ هم دی.
اسراییل وايي د ګاډي چلوونکی یې مشخص کړی، په اړه یې څېړنه روانه ده او دا یوه "ترهګریزه" پېښه بولي.
بله خوا، د حماس ویاند حازم قاسم ویلي: "په تل ابیب کې دا پېښه په جنین کمپ کې زموږ د ولس پر وړاندې د نیواکګرو د جرمونو پر وړاندې لومړنی غبرګون دی."
د اسلامي جهاد حرکت (حماس) ویاند محمد حماده دا یو "جسورانه" عمل او طبیعي غبرګون بللی دی.
ده ویلي: "اشغالګر باید د خپلو وژل شویو او ټپیانو شمېرو ته ځانونه چمتو کړي؛ ځکه چې زموږ د ماشومانو وینه ارزانه نه ده".

د عکس سرچینه، EPA
اسراییل: پر جنین برید نژدې بشپړ شوی؛ زرګونه خلک وتلو ته اړ شوي
په داسې حال کې چې اسراییل ووايي، پر جنین کمپ یې خپل پراخه بریدونه نژدې پای ته رسوي، له دې کمپه زرګونه خلک وتلو ته اړایستل شوي. د جګړې له کبله کمپ کې برېښنا پرچاو شوې ده.
خبري سرچینې د اردن سیند د لوېدیزه غاړې په جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو او فلسطیني وسله والو ترمنځ د سختو وسله والو نښتو د دوام خبر ورکوي.
دا نښتې د دوشنبې سهار وختې تر هغې وروسته پیل شوې چې اسراییلي ځواکونو لومړی په جنین کې هوايي بریدونه او بیا ځمکني عملیات پیل کړل.
د لوېدیزې غاړې په جنین پنډغالي کې شاوخوا ۱۸ زره فلسطینیان اوسي. وړاندې د اسراییل د پوځ ویاند ویلي وو چې دغه عملیات ښايي ورځ دوه دوام وکړي.
په دغو عملیاتو کې تر دې دمه د لسو کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۱۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی. اسراییل دا د ترهګرۍ ضد عملیات بولي او وايي د وسله والو ترهګرو تاسیسات پکې په نښه کوي.
خو فلسطینیان وايي اسراییلي ځواکونو د ملکي استوګنې پر سیمو بریدونه او جنګي جنایت ترسره کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش جنین پنډغالي کې د دغو پوځي عملیاتو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
هغه یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د دغو عملیاتو پر مهال دې نړیوال بشري حقونه په بشپړ ډول پام کې وساتل شي.
د ښاغلي ګوتېرېش یوه ویاند هم په جنین کې د اسراییلو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، چې په ګڼ مېشتو سیمو کې وسله وال بریدونه د منلو نه دي.
جنین کمپ
جنین کمپ په جنین ښار کې د کډوالو یو پندغالی دی چې د نیول شوې لوېدیځې تړانګې په شمال کې موقعیت لري.
جنین کمپ د ۱۹۵۰ مو کلونو لومړیو کې د ۴۹-۱۹۴۸ کال د نارامیو پایله کې د فلسطیني بې ځایه شوو وګړو لپاره جوړ شو چې ترې چارچاپېره اسراییل راتاو دي.
فلسطین د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یون وا) ویلي، دا مهال دې کمپ کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ خلک دي چې یوازې د کمپ په صفر اعشاریه ۴۲ مربع کیلومتر (صفر اعشاریه ۱۶ مربع مایله) ځمکه کې اوسېږي.
ملګري ملتونه وايي، د جګړې له کبله په دې کمپ کې برېښنا پرې شوې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو که څه هم ویلي چې اسراییل د خپلو خلکو د دفاع حق لري، خو دا غوښتنه یې هم کړې چې د ملکي فلسطینیانو د ژوند خوندیتوب ته دې پام وشي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند دوشنبه جنین کې د اسراییلي ځواکونو دغو بریدونو ته غبرګون کې وویل "موږ د اسراییل د امنیت او دغه هېواد لخوا د فلسطین اسلامي جهاد او حماس پر وړاندې د خپلو خلکو د دفاع حق ملاتړ کوو."
اسراییلي ځواکونو جنین کې دغه پوځي عملیات داسې مهال پیل کړي چې د لوېدیزې غاړې د شمال په دغه ښار د بېلابېلو فلسطیني ډلو او پوځي تشکیلاتو د اړوندو وسله والو یو نوی نسل په راټوکېدو دی.
دوی ځانونه د جنین لوا بولي او یوه اعلامیه کې یې ویلي چې تر وروستۍ ساه او مرمۍ به د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې مقابله وکړي.

د عکس سرچینه، EPA
د اسراییل بهرنیو چارو وزیر الي کوهن ویلي، هېواد یې هوډ نه لري چې دغه عملیات د لوېدیزې غاړې نورو برخو ته هم وغځوي.
هغه زیاته کړې "ټینګار کوم چې موږ فلسطینیانو سره جګړه کې نه یو ښکېل. عملآ سیمه کې د ایران له نیابتي ځواکونو، حماس او اسلامي جهاد سره چې دواړه د ایران له ملاتړه برخمن ترهګریز سازمانونه دي، جګړه کې یو. د ایران موخه دا ده چې سیمه کې کړکېچ زیات کړي."
خو د فلسطین د کورواکې ادارې د مشر محمود عباس ویاند نبیل ابوردینه د اسراییلي ځواکونو دغه عملیات غندلي او دا یې "د بې دفاع فلسطینیانو خلاف جنګي جنایت" بللی دی.
دا پوځي عملیات داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې په لوېدیزه غاړه کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي کچه لوړې شوې ده.
په دغه تاوتریخوالي کې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې لوېدیزه غاړه او بیت المقدس کې څه نا څه ۱۴۰ او غزې تراړه کې ۳۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییلي ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې هم په جنین کې په ورته عملیاتو کې ۷ فلسطینیان وژلي وو.





















