لوېدیزه غاړه کې وسله وال برید؛ ۴ اسراییلیان وژل شوي، ۴ ټپیان دي

د عکس سرچینه، Reuters
د فلسطین په اشغال شوې لویدیزه غاړه کې په یوه وسله وال برید کې لږترلږه څلور اسراییلیان وژل شوي، څلور نور ټپیان دي.
د رپوټونو له مخې دوو فلسطیني سړیو له 'اېلي' ښارګوټي بهر پر لویه لار په یوه رستورانت او پټرول پمپ ډزې کړې دي.
دغه ښارګوټي د فلسطین د رام الله او نابلس ښارونو ترمنځ پروت دی.
روغتیايي سرچینو د ټپیانو له ډلې د یوه وضعیت نازک بللی.
د اسراییل پوځ ویلي چې دواړه وسله وال د فلسطین د حماس غورځنګ اړوند وو.
د دوی په اړه ویل شوي چې یو ترې د پېښې ځای کې پر وسله د یوه سمبال ملکي کس لخوا ویشتل شوی او دویم چې په غلا کړي موټر کې تښتېدلی و، وروسته په توباس ښارګوټي کې د اسراییلي ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو دا پېښه یو "ټکان ورکوونکی او وحشتناک ترهګریز برید" بللی دی.
هغه زیاته کړې چې د دغه برید ځوابولو لپاره "ټول غوراوي پرانیستي" دي.
دا پېښې داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې په لوېدیزه غاړه کې تاوتریخوالی بیا اوج ته رسېدلی دی.
د حماس یوه ویاند دا په جنین کې د اسراییلي ځواکونو د دوشنبې ورځې پوځي عملیاتو ته غبرګون بللی دی.
په هغو عملیاتو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسراییل دفاعي ځواکونو 'ایډياېف' ویاند دانیل هګاري یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړه بریدګر د شمال په ۱۰ کیلومترۍ کې له یوریف کلي په یوه موټر کې د برید ځای ته ورغلي دي.
هغه د دغه برید قربانیان ملکي اسراییلیان بللي.
تېره جنورۍ ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو د یوه عبادتځي مخې ته د یوه فلسطیني سړي په برید کې ۷ اسراییلیان وژل شوي وو.
دا له هغې را وروسته پر اسراییلیانو تر ټولو خونړی برید و.
د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې په اشغال شوې لوېدیزه غاړه، ختیځ بیت المقدس او غزې تراړه کې له ۱۶۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
په دوی کې وسله وال او ملکي فلسطینیان دواړه شامل دي.
د اسراییلو اړخ ته بریدونو کې بیا ۲۷ کسان وژل شوي چې دوه پکې بهرنيان او یو فلسطینی کاریګر دی.





















