محب: که ټول بهرني ځواکونه د افغانانو تر منځ له هوکړې وړاندې ووځي، افغانستان کې د کورنۍ جګړې خطر شته

محب

د عکس سرچینه، Arg

د خپرېدو وخت

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب نن (شنبه د وري/حمل ۷مه) کابل کې اوونیزې امنیتي غونډې ته د خبرو پر مهال دا اندېښنه تایید کړه چې که ټول بهرني ځواکونه د افغانانو ترمنځ له هوکړې وړاندې ووځي، افغانستان کې د کورنۍ جګړې خطر شته دی.

ښاغلي محب وویل: "ما څو میاشتې وړاندې بي بي سي سره مرکه کې ویلي و که موافقه ونشي او بهرني ځواکونه ووځي دا وېره شته چې موږ کورنۍ جکړې ته ولاړ شو."

خو نوموړی د ځینو بهرنېو استخباراتو ددې خبرې په اړه چې د نړیوالو ځواکونو وتلو وروسته کېدی شي 'طالبان افغانستان کې واک ته ورسیږي ' ښاغلي محب وویل: "که طالبان په دې هیله ناست وي چې خدای مه کړه دلته به لانجه وشي او دوی به واک ته ورسېږي، تېروتنه کوي. هېڅوک د طالبانو د راتګ غوښتونکي نه دي."

استخباراتو بایډن ته پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د احتمال خبرداری ورکړی؟

د ښاغلي محب له دې څرګندونو مخکې امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي د دغه هېواد استخباراتي ادارو د جو بایډن ادارې ته ویلي که امریکايي ځواکونه افغانستان کې د جنګېدونکو خواو ترمنځ د واک د شریکېدو تر هوکړې وړاندې ووځي، طالبان کولی شي له دوو تر دریو کلونو پورې د افغانستان ډېره برخه لاندې کړي.

دا رپوټ د جمعې پر ورځ خپور شوی دی.

نیویارک ټایمز د ځینو امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي ویلي، که طالبان پر افغانستان ولکه ټینګوي نو دا به القاعده شبکې ته په بالقوه ډول دغه هېواد کې د رغېدو زمینه برابره کړي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د دغه استخباراتي رپوټ په اړه څه نه دي ویلي.

نیویارک ټایمز دا رپوټ داسې مهال خپور کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې پر ورځ وویل "د تختيکي دلايلو له مخې به د مۍ د لومړنۍ نېټې د ضرب الاجل عملي کول ګران وي."

خو ښاغلي بایډن دا هم ویلي چې نه غواړي د اوږدې مودې لپاره افغانستان کې پاتې شي او له خپلو ملګرو او متحدانو سره د افغانستان جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه مشورې کوي.

طالبان

د عکس سرچینه، Reuters

نیویارک ټایمز وايي دغه محرمه استخباراتي ارزونه اصلآ تېر کال د ډونلډ ټرمپ ادارې لپاره برابره شوې وه.

د امریکا استخباراتو خپل دا رپوټ داسې مهال د بایډن حکومت سره شریک کړی چې د جرمني پارلمان هم تېر اوونۍ د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر پایه افغانستان کې د دغه هېواد د پوځیانو د پاتې کېدو طرحه تصویب کړه.

جرمني افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتېري لري او ویل کېږي اوسمهال افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځيانو شمېر شاوخوا ۱۰۵۰۰ تنو ته رسېږي.

امریکا له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون کې ژمنه کړې چې د راتلونکې می میاشتې تر پیل وړاندې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.

سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبان وايي چې "د دوحې تړون د افغانستان او امریکا ترمنځ د تیر شل کلن جنګ د خاتمې او یو سوله ییز افغانستان ته د رسېدو خورا معقوله او لنډه لاره ده."

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په یوه اعلامیه کې ویلي که د دوحې تړون له مخې ټاکلې نېټه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه و نه ایستل شي، دوی به یې پر وړاندې وسله والې جګړې ته دوام ورکړي.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې: ''که خدای مه کړه، د دوحې له تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه په معین وخت له افغانستان څخه و نه وځي، بې له شکه چې دا به د امریکايي جهت له خوا د توافقنامې نقض وي چې مسئولیت يې ورته راجع کېږي او په نړیواله سطحه یې حیثیت ته هم صدمه واردوي. ''

طالبانو وړاندې دا هم په وار وار ویلي چې د زور له لارې واک ته د رسېدو نیت نه لري او د سولې خبرې د همدې لپاره کوي، چې جګړه د حل لار نه ګني.