طالبان: که بهرني ځواکونه پر ټاکلې نېټې بهر نشي پر ضد به یې مبارزه کوو

د عکس سرچینه، Dr. Naeem Twitter
وسله وال طالبان وايي، که په قطر کې د دوی او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د دوحې تړون له مخې په ټاکلې نېټه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه و نه ایستل شي، دوی به یې پر وړاندې وسله والې جګړې ته دوام ورکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه د طالبانو یوه اعلامیه خپره کړې، چې پکې راغلي:
''که خدای مه کړه، د دوحې له تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه په معین وخت له افغانستان څخه و نه وځي، بې له شکه چې دا به د امریکايي جهت له خوا د توافقنامې نقض وي چې مسئولیت يې ورته راجع کېږي او په نړیواله سطحه یې حیثیت ته هم صدمه واردوي. ''
د طالبانو دا غبرګون له هغه وروسته مخې ته راځي چې د جرمني پارلمان د پنجشنبې پر ورځ هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د دغه هېواد پوځیان د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ ۳۱ افغانستان کې پاتې کېږي. جرمني دا مهال افغانستان کې تر ۱۳۰۰ سرتېري لري.
بل لور ته د افغانستان ملي امنیت شورا په دې هکله وايي، د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو تر منځ تېر کال قطر کې له لاسلیک شوې هوکړې وروسته ''په افغانستان کې د امریکایانو سرونه خوندي دي، خو افغانان لا هم وژل کېږي. ''
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ په دې هکله وايي، ''جګړه پر افغانانو او امنیتي سرتېرو متمرکزه ده '' او د نوموړي په وینا ''د افغانستان له خاورې او خلکو دفاع هم د افغان امنیتي ځواکونو ملي او دایمي مسوولیت دی '' او هر هېواد چې له 'ترهګرۍ سره مبارزه ' کې له افغانستان سره همکاري کوي، دوی یې هرکلی کوي. د جرمني د پارلمان نوې پرېکړه په داسې مهال ده چې د امریکا نوی حکومت لا هم له طالبانو سره د دغه هېواد د ۲۰۲۰ کال تړون ارزوي او په دې دلیل مالومه نه ده چې افغانستان کې به ناټو ځواکونه تر څه مهال پاتې شي او که نه.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو تر دې مخکې د ناټو سرمنشي د دوحې تړون له مخې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو بیا بیا نیوکې کړې او ویلي دي چې ناټو او امریکا افغانستان ته ګډ تللي او شرایطو ته په کتو به ګډ ترې وځي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، راتلونکې مياشت له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل ګران دي خو ټينګار کوي چې هېواد يې نه غواړي تر ډېره دغه هېواد کې پاتې شي. ښاغلي بايډن د امريکا د ولسمشر په توګه سپينه ماڼۍ کې لومړني خبري کنفرانس ته له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه وويل:
"د تکتيکي دلايلو له مخې د مۍ لومړنۍ نېټې ضرب الاجل عملي کول به ګران وي."
امریکا څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا د امریکا ولسمشر جو بایډن هم وايي، راتلونکې مياشت له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل ګران دي خو ټينګار کوي چې هېواد يې نه غواړي تر ډېره دغه هېواد کې پاتې شي.
ښاغلي بايډن د امريکا د ولسمشر په توګه سپينه ماڼۍ کې لومړني خبري کنفرانس ته له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه وويل:
"د تکتيکي دلايلو له مخې د مۍ لومړنۍ نېټې ضرب الاجل عملي کول به ګران وي."
خو جو بایډن زياته کړه چې له ملګرو او متحدينو سره مشورې کوي چې څرنګه افغان جګړه ختمه کړي.
د طالبانو او امریکا د پخواني حکومت د دوحې تړون له مخې دا ډله افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي، د القاعده په څېر نورو وسلوالو ډلو سره اړیکي پرې کوي، افغان خاوره د نورو پرضد نه کاروي او مقابل کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو تر سږنۍ مۍ له افغانستان وځي.
طالبانو بیا بیا ویلي، که بهرني ځواکونه تر ټاکلې نېټې له افغانستان ونه وځي، نو له غبرګون سره به مخ شي.
د سولې هڅې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا او طالبانو د تړون له مخې افغانستان کې د سولې لپاره دا ډله له افغان حکومت سره له تېر سپټمبر راهیسې خبرې کوي، خو دا خبرې لا هم جوته نتیجه نه لري.
د دې هڅو د ګړندیتوب لپاره تېره پنجشنبه په مسکو کې د روسیې د حکومت په کوربتوب غونډه جوړه شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو پر استازو سربېره د امریکا، پاکستان، روسیې او قطر استازو هم پکې ګډون درلود.
ټاکلې ده ورته غونډه راتلونکې اپرېل میاشت د ترکیې پلازمېنه انکره کې هم جوړه شي. جرمن حکومت وارمخکې خبرداری ور کړی چې له افغانستان د ناټو ځواکونو بېړني وتل د سولې خبرې له ماتې سره مخ کولی شي.





















