د قطر لومړي وزير د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د قطر لومړي وزیر، چې د پاکستان تر څنګ یې د امریکا او ایران تر منځ خبرو اترو کې د منځګړي رول لوباوه، د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی دی.
شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني په اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې ويلي، "موږ د پاکستان په اسلامي جمهوریت کې له خپلو وروڼو مننه کوو."
"موږ له ټولو خواوو په راتلونکو خبرو اترو کې د مثبت او رغنده روحیې سره د ښکېلتیا تمه لرو چې دا پرمختګ به پیاوړی کړي او پر هغې به کار وکړي."

