بریتانیا کې ۷ افغانانو پر دوی د جنسي تېري لګېدلي تورونه رد کړل

د نورېچ محکمې عکس
    • Author, ندیم اشرف
    • رپوټ له:, نورېچ ښار، بریتانیا
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

اووه افغانانو چې په بریتانیا کې د جنسي تېري او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې اړوند تورونو سره مخامخ دي، نن د جمعې پر ورځ په محکمه کې پر دوی ټول لګېدلي تورونه رد کړل.

د دغو کسانو د تورونو د اورېدو غونډه نن (جمعه، ۲۹ جوزا/۱۹ جون) د بریتانیا ختیځ کې د نورېچ په "کراون" محکمه کې د هغوی په حضور کې ترسره شوه.

دوو ژباړونکو د پوهاوي لپاره د محکمې په تالار کې د قاضي او وکیلانو خبرې په پښتو او دري ژبه او برعکس د تورنو خبرې په انګرېزي ژباړلې.

د تورنو کسانو یو شمېر ملګري هم د محکمې په هغه برخه کې ناست وو چې عامو خلکو ته پکې د کېناستو اجازه ورکول کېږي.

د محکمې منشي د جنسي تېري او جنسي ناوړه استفادې ۳۸ قضیې ولوستې چې د همدې ټولو د پېښېدو وختونه د ۲۰۲۳ کال د اګست له میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې پورې ښودل شوی و.

تورنو کسانو یو په بل پسې دا ټول تورونه رد کړل.

د هغو معلوماتو له مخې چې د محکمې منشي د محکمې په تالار کې لوستل، له دغو کسانو دوه تنه په ۲۱، یو تن په پنځو او نور څلور تنه په ۱۲ مواردو کې پر جنسي تېري او ناوړه ګټه اخیستنې تورن شوي دي.

ویل شوي چې هغه دوه نجونې چې دا قضیې ورسره تړاو لري، د پېښو پر مهال د تنکۍ ځوانۍ په لومړیو او منځنیو پړاوونو کې وې.

قاضي د تورنو کسانو او د هغوی د وکیلانو څرګندونې واورېدې او راتلونکې اورېدنه یې (شاوخوا شپږ میاشتې وروسته) د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ ۱۱مې ته وځنډوله.

تر هغه وخته به ټول تورن کسان په زندان کې وي. د تورنو له ډلې ۶ تنه ۲۰ کلن او یو ۲۱ کلن دی.

ویل کېږي چې دوی څو کاله وړاندې په ناقانونه توګه بریتانیا ته راغلي وو.

د کډوالو ضد ډلو غبرګون

د کډوالۍ پر ضد د اعتراض کوونکو د ډلې څو غړي د نورېچ ښار د محکمې په انګړ کې

نن سهار چې کله موږ د نورېچ محکمې ته ورسېدلو، تر موږ مخکې د کډوالۍ ضد ډلو یو شمېر استازي هم هلته حاضر وو. له دوی څو تنو ته د محکمې د تالار په هغه برخه کې د کېناستو اجازه ورکړل شوې وه چې د عامو خلکو لپاره ځانګړې شوې وي.

ټاکل شوې، په ځايي وخت نن ماسپښین هم د همدغو ډلو له خوا د نورېچ ښار په مرکز کې لاریون او غونډه ترسره شي.

پولیسو د وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي.

نن سهار هم د محکمې په انګړ کې د پولیسو دوه موټر لیدل کېدل.

دا هر څه ښيي چې دا قضیه د هغو ډلو تر نظر لاندې ده چې د کډوالو مخالف دي.

افغانان څه وايي؟

پرون چې زه د دې محکمې خبري د پوښښ لپاره له خپل همکار سره د نورېچ ښار ته راغلم، له یوه ساعت په کمه موده کې په بېلابېلو ځایونو کې له پنځو افغانانو سره مخامخ شوو.

د دوی له ډلې یوه موږ ته وویل چې په دې ښار کې د افغانانو شمېر ډېر نه دی.

هغه شمېرې چې موږ ترې واورېدې، شاوخوا ۴۰۰ تنه دي. د دوی له خبرو موږ ته معلومه شوه چې همدې پېښې یو نه یو ډول پر دوی هم اغېز کړی دی.

د هغو افغانانو له ډلې چې موږ ورسره ولیدل، دوه یې په عامه ځایونو کې کار کوي.

دوی موږ ته وویل چې د دې موضوع له رسنیزېدو وروسته، همدې سیمه کې نورو ته د ځان د ورپېژندنې پر مهال او دا چې د کوم هېواد دي، تر ډېره "زړه نا زړه کېږي."