سهیل شاهین: که بهرني ځواکونه پر ټاکلې نېټې بهر نشي پر ضد یې مبارزې ته دوام ورکوو

سهیل شاهین

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1

د خپرېدو وخت

د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی سهیل شاهین وایي، که نړیوال ځواکونه د دوحې له تړون سره سم پر ټاکل شوي وخت له افغانستانه بهر نشي نو دوی به یې پر ضد خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي د دوشنبې پر ورځ تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل، د نړیوالو ځواکونو پاتې کېدل، که هغه امریکایان وي او که د ناټو ځواکونه، د افغانستان د اشغال په معنا دي.

نوموړي د یو شمېر نورو طالب مرکچیانو هغه غوښتنه هم تکرار کړه چې افغانستان کې به د اوسني حکومت پر ځای یو اسلامي نظام رامنځته کېږي، او زیاته یې کړه چې په دې اړه یې له افغانو اړخونو سره خبرې روانې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر دې پخواني ویاند ټینګار وکړ چې یاده ډله افغانستان کې د واک ترلاسه کولو په تکل کې نه ده، بلکې د یو ټولشموله نظام پر جوړولو کار کوي.

ښاغلي شاهین د امریکایي ولسمشر جو بایډن پر ادارې غږ وکړ چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي، ځکه د ده په ټکو دا تړون یوازې له پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره نه و شوی، بلکې د امریکا له دولت سره شوی و.

د امریکا او اروپایي ټولنې نیوکو ته د طالبانو غبرګون

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

وسلوال طالبان د امریکا، اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو دا څرګندونې له حقیقت لرې بولي چې دا ډله "بې موجبه جنګ ته دوام ورکوي، ملکي خلک وژني، عام المنفعه ځایونه ویجاړوي او په هدفي وژنو کې لاس لري. "

د وسلوالو طالبانو د دوشنبي ورځې دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه په کابل کې د اروپايي ټولنې ماموریت له طالبانو وغوښتل، تاوتریخوالی او د زېربناوو ویجاړول پای ته ورسوي.

په ورته مهال د امریکا سفارت هم یوه ټوېټ کې ویلي: "طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غوسه کوي".

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپله اعلامیه کې وايي: "کوم تورونه چې دوی لګولي حقیقت نه لري. "

د امریکا سفارت پرون له وسلوالو طالبانو دا هم غوښتي چې د سولې لپاره له تاوتریخوالي لاس وخلي او اروپايي ټولنې هم پر دې ډله غږ کړی چې سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.

خو وسلوال طالبان خپله اعلامیه کې وايي، چې دې ډلې تل د ستونزې د اواري لپاره پر خبرو ټینګار کړی دی.

دوی دا هم وايي، که د دوحې تړون پلی شي، د امریکا، د نورو ښکیلو هېوادو او افغانانو په ګټه دی:

"برعکس که څوک د دوحې تړون له نظره وغورځوي، د جګړې دوام او د اشغال تمدید ته بهانې ولټوي، نو افغان مجاهد ولس لکه په تاريخ کې چې یې ثابته کړې له خپلو ارزښتونو، خاورې، هيواد او حقوقو څخه په میړانه دفاع کولی شي. "

خو په دوحه کې له طالبانو سره د حکومت مذاکراتي ډلې هم پرون د انلاین خبرې غونډې له لارې وویل له شاوخوا دوو اوونیو د دوی او طالب استازو تر منځ هېڅ خبرې نه دي شوې.

د افغان دولت مرکچي پلاوي یوه غړي محمد رسول طالب زیاته کړه چې طالبانو په دوحه کې د مذاکراتو مېز پرېيښی او د سولې بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

تر مۍ وروسته د ځواکونو پاتېدل

د ناټو څلور قومندانان وايي، ښايي د ټلوالې ځواکونه تر مۍ وروسته هم پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناټو څلور قومندانان وايي، ښايي د ټلوالې ځواکونه تر مۍ وروسته هم پاتې شي.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ د سولې تړون له مخې، دا ډله پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر کموي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي.

په مقابل کې امریکا هم ژمنه کړې چې افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي او د ۲۰۲۱ کال تر مۍ پورې ټول سرتېري وباسي.

خو روئټرز خبري اژانس ته پرون د ناټو سازمان څلورو جګپوړو چارواکو ویلي، طالبانو هغه شرطونه نه دي پر ځای کړي چې په تړون کې یې یادونه شوې ده او له همدې امله ښايي نړیوال ځواکونه له راتلونکې مۍمیاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا دفاع وزارت هم د پنجشنبې په ورځ وویل، افغان طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده سره د اړیکو پرېکولو په ګډون له امریکا سره د سولې تړون کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د جمعې په ورځ مسکو کې خبري غونډې ته وویل، دا ډله له امریکا سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او زیاته یې کړه چې افغانستان کې القاعده د طالبانو لیکو کې بهرني وسلوال نشته.