کرېکټ:هندوستان افغانستان ته د ۱۷۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عنایت الحق یاسیني
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې د ۱۷۰ منډو په توپیر لوبه وبایلله.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۳۲ منډې جوړې.
د افغان لوبغاړو ترمنځ په توپ وهنه کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې وکړې.
صدیق الله اتل ۴۲ او رحمن الله ګربز ۴۱ منډې وکړې.
د هند له لورې په توپ اچونه کې ارشدیب سېنګ او ګورنر درې درې او پرېنس یادوف دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د هندوستان کرېکټ لوبډلې افغانستان ته په دویمې یوه ورځنۍ لوبه کې د ۴۰۲ هدف ورکړی و.
نن افغانستان پچه وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په پېل کې د افغانستان لوبډله وتوانېده چې د هندوستان لومړنی لوبغاړی یاساشوي جیسوال د سلیم صافي په توپ یوازې پر څلورو منډو وسوځي.
دویم لوبغاړی روهېت شرما د راشد خان لخوا په ۹۶ ټولیز سکور وسوځېد، خو له هغې وروسته کپتان شبمن ګېل او ایشان کېشان د افغانستان د توپ اچووونکو پر وړاندې خپلو مینه والو ته په زړه پورې او توده لوبه وړاندې کړه.
د دواړو ترمنځ ۲۲۴ منډو ملګرتیا هغه وخت پای ته ورسېده چې ننګیالي خروټي ایشان کېشان د ۳۲۰ په مجموعي منډو وسوځولو.

د عکس سرچینه، Getty Images
کېشان په ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې.
ده ۱۴ څلورېزې او اووه شپږېزې ووهلې.
کپتان شبمن ګېل ۱۵۴منډې جوړې کړې.
د ده تودې په زړه پورې لوبه په ۴۳ اور کې د ننګیالي خروټي توپ سره پای ته ورسېده.
ګېل دوه شپږیزې او ۲۲ څلوریزې ووهلې.
د شبمن ګېل سوځولو وروسته ننګیالي خروټي په پرله پسې توګه بل لوبغاړی هم وسوځولو او په دې توګه یې د هندوستان د منډو جوړولو تندې لړۍ کې یو څه ځنډ راوست.
د افغانستان له لوري ننګیالي خروټي تر ټولو زیاتې وېکټې واخیستې، خو دی د افغانستان له لورې تر ټولو زیات رنزونونو ورکوونکی توپ اچووونکی هم و.
ده په لسو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول او ۷۶ منډې ورکړې.
راشد خان درې لوبغاړي وسوځول.
دهندوستان ټول لوبغاړي په ۴۹ اور کې وسوځېدل.
هندوستان په درمشاله کې لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه ګټلې.
د لړۍ درېمه او وروستۍ لوبه به د جون پر ۲۰ مه نېټه چیناي کې کېږي.


















