صدیقي : د سولې خبرو کې پرمختګ نشته، طالبان د خلکو د غوښتنو خلاف وړاندیزونه کوي

د عکس سرچینه، GMIC
د افغان ولسمشر ویاند وايي په دوحه کې د سولې روانو خبرو کې تر اوسه کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی او طالبان د ده په وینا داسې وړاندیزونه کوي چې افغان دولت یې له ملي منافعو سره د ټکر له امله د منلو واک نه لري.
صدیق صدیقي سې شنبه ( د نومبر ۲۵ ) کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې طالبانو ته باید دا واضح وي چې افغان ولسمشر، حکومت او نه هم د سولې خبرو لپاره د افغان دولت پلاوی هغه څه منلی شي چې د افغانانو د غوښتنو او د لویې مشورتي جرګې د پریکړو خلاف وي.
ښاغلي صدیقي وویل: "مذاکراتو کې تر اوسه پورې کوم خاص پرمختګ نشته. طالبان لا هم مختلفې بهانې جوړوي، مختلف وړاندیزونه کوي چې زموږ له ملي منافعو، زموږ له اساسي قانون، او د خلکو د غوښتنو پرخلاف دي. موږ صلاحیت نه لرو چې هغه غوښتنې ومنو چې زموږ د خلکو د غوښتنو پر خلاف وي."
د افغان ولسمشر ویاند که څه هم د طالبانو د وړاندیزونه په اړه مالومات ورنکړل خو ویې ویل چې د دې ډلې وروستي وړاندیزونه د افغان دولت مرکچي پلاوي ته له ټاکل شویو اصولو او حدودو سره په ټکر کې دي.
"د حکومت لپاره ولسمشر لپاره او پلاوي لپاره د افغانستان خلکو اصول ټاکلي دي. دا وضاحت دې وي او طالبانو ته دې هم دا وضاحت وي "
خو له دې وړاندې پرون د جنیوا کانفرانس په پای کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یوه خبري غونډه کې وویل که طالبان د سولې برخه کې د افغان دولت په څېر روحیه او ژمنتیا ولري نو ډاډه دی چې راتلونکو څو اونیو کې به پرمختګ وشي.

د عکس سرچینه، MOFA AFGHANISTAN
ښاغلي اتمر وویل افغان حکومت په کلک هوډ لري چې دا پرمختګ وشي او هیله لري چې طالبان هم همداسې یو میلان او ژمنتیا وښودلی شي:
"زه بشپړ ډاډ لرم چې راتلونکو اونیو کې به پرمختګ وکړو، خو که طالبان د سولې او پخلاینې لپاره ورته روحیه ولري."
ښاغلي اتمر د امریکا له خوا د مرستو د دوام لپاره د سولې برخه کې پرمختګ د یوه شرط په توګه وړاندې کولو هرکلی وکړ، خو د دې ټېنګار یې وکړ چې مسله یوازې د دوحې خبرو کې پرمختګ پورې نه بلکې "وروستیو پایلو سره هم تړاو لري او دې برخه کې زموږ نظر یو دی".
حنیف اتمر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې هغه دې برخه کې ډېره ښکاره خبره وکړه چې نړیوالې مرستې به د سولې بهیر پایلو سره تړاو ولري.
د یادولو ده چې د د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د جنیوا غونډې ته وویل چې به یې راتلونکي یو کال کې له افغانستان سره ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي، خو نیمایي برخه یې، یعنی ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته به د افغان سولې بهیر کې پرمختګ سره مشروطه وي.

د عکس سرچینه، UN PHOTO BY VIOLAINE MARTIN
ښاغلي اتمر د جنیوا کانفرانس کې د ګډونوالو له خوا پر اوربند ټینګار ته په اشارې سره وویل چې نړیوالې ټولنې ته د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه هیڅ د منلو نه ده، نو دا د ده په وینا طالبانو ته پیاوړی پيغام دی او دوی " باید د ټولې نړۍ غوښتنې ته غوږ ونیسي".
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم نن (نومبر ۲۵) په کابل کې په یوه خبرې غونډه د جنیوا کانفرانس پایلې د افغانستان لپاره "یوه تاریخي بریالیتوب وبلله ".
نوموړې دې ته په اشارې سره چې د جنیوا کانفرانس ګډونوالو تاوتریخوالی وغانده او د اوربند غوښتنه یې وکړه وویل چې د دې کانفرانس پایله روښانه ده:
"نړیواله ټولنه په یوه غږ او ژمنتیا د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ ودریدله. د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راړونو پر ساتنه او پراختیا یې ټېنګار وکړ ... د طالبانو تاوتریخوالی یې محکوم کړ او د جګړې بندیدو، اوربند تېنګېندو او تل پاتې سولې اوثبات غوښتنه یې وکړه ".
د جنیوا کانفرانس په اعلامیه هم د سولې بهیر پر بریالي کېدو ټېنګار شوی او د داسې یوې سولې غوښتنه شوې ده چې پراخ بنسټه وي او ښځې، ځوانان، ټول توکمونه، مذهبونه او لږکي په کې ګډون ولري.
د جنیوا دوه ورځنی کانفرانس ( نومبر ۲۳ او ۲۴ ) سې شنبه پای ته ورسېد. دې نړیوال کانفرانس کې ګډونوالو له افغانستان سره د څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، د ۲۰۲۱ کال لپاره څه باندې درې میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه، چې په وینا یې که ژمنې پوره شي، د څلورو کالو لپاره څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.





















