جنیوا کنفرانس: غني افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع غوښتنه وکړه

جنیوا غونډه افغانستان

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني: د افغان سولې بهیر او هر ډول سیاسي‌ جوړجاړي‌ پایله باید یو ارامه، یو موټی او دیموکراتیک افغانستان وي
د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوشنبه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو او همکاریو په تړاو د جنیوا کنفرانس په درشل کې یوې ناستې ته وویل،‌ افغانستان کې سوله سیمه ییزې اجماع او پوهاوي ته اړتیا لري.‌

ښاغلي غني د جنیوا ناستې په څنډو کې د سیمه ییزې همکارۍ تر سرلیک لاندې یوې جلا ناستې ته وویل،‌ د افغانستان ګاونډیان او نړیواله ټولنه باید پوه شي چې افغان امنیتي‌ ځواکونه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو متحدینو امنیت هم ساتي.‌

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د افغان سولې بهیر او هر ډول سیاسي‌ جوړجاړي‌ پایله باید یو ارامه، یو موټی او دیموکراتیک افغانستان وي، چې هم په کور دننه امن ولري او هم ګاونډیانو سره په امن کې اوسي.‌

افغان ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې شریکو اهدافو، ګټو او ګواښونو ته په کتو سره دې له افغانستان سره د منځمهاله او اوږدمهاله ستراتیژیکو هکاریو کړنلاره جوړه کړي.‌

نوموړي وویل،‌ ترهګر او ورانکارې ډلې سیمې او نړۍ ته یو ډول ګواښ پېښوي،‌ او باید د له منځه وړلو لپاره یې هم له افغانستان سره په ګډه کار وشي.

د افغانستان په اړه د جنیوا غونډه پیل شوه

جنیوا غونډه افغانستان

د عکس سرچینه، UNAMA

د عکس تشریح، غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر په وینا پیل شوه.

له افغانستان سره د مرستو لپاره د جنیوا نړیوال کانفرانس نن د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ بنسټونو د استازو په ګډون د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر په وینا پيل شو.

د دې کانفرانس په څنډه کې یوه بله ناسته د "تل پاتې سولې ټېنګول" په نوم وه چې مشري یې ښاغلي اتمر او د اروپايي ټولنې کمشنر ینز لینارچیچ په ګډه کوله.

ښاغلي لینارچیچ خپله وینا کې د افغان سولې لپاره پر ګډو هڅو ټېنګار وکړ: "ترهګرۍ د سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی او په افغانستان کې سوله له دې ګواښه د خوندیتوب لپاره تر ټولو خوندي لار ده چې له دې وژونکي دښمنه خپل خلک او ګډې امنیتي او اقتصادي ګټي وساتو".

دې غونډې ته د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، دوحه کې د سولې لپاره د افغان دولت د پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان کمشنرې مېشېل باچلیټ ویناوې وکړې.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې خپله وینا کې ټېنګار وکړ چې په سیاسي بهیر کې دې د افغان مېرمنو ګډون تضمین کړل شي.

مېرمن غني له طالبانو وغوښتل چې د ښځو ګډون ته درناوی ولري. نوموړې وویل طالبانو د خپلو ژمنو پر خلاف تاوتریخوالی زیات کړی او د دې په وینا په کار ده چې نړیواله ټولنه طالبان سولې ته وهڅوي.

BBC

د نننۍ غونډۍ بله موضوع د بشري حقونو ساتنې او پیاوړې کولو او د ښځو ګډون ته ځانګړې شوې وه.

دې برخه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې، د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې، د سویډن د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، د آسیا ، منځني ختیځ او لاتیني امریکا په چارو کې د ډنمارک د بهرنیو چارو مرستیال خپلو ویناوو کې په ټولو برخو کې د ښځو پر ګډون، د ښځو او بشري حقونو پر ساتنه ټېنګار وکړ.

دې غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر وویل چې د تلپاتې سولې د ټېنګښت لپاره له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانانو ترڅنګ ودریږي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بشري حقونه په تېره د ښځو او لږکیو حقونه خوندي کړل شي.

تمه ده چې دې کانفرانس کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستو اعلان وکړي.

افغانستان، فنلنډ او ملګري ملتونه د دې کانفرانس ګډه مشري کوي. د افغانستان د مالیې او بهرنیو چارو وزیران دې غونډه کې د ګډون لپاره ورغلي دي.

د افغان دولت غوښتنې څه دي؟

افغان دولت تمه لري دې غونډه کې به نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ له مخې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلې مالي او سیاسي ژمنتیاوې تازه او ورته دوام ورکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، افغان حکومت به په دې غونډه کې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ پروګرام وړاندې کړي، چې د ده په وینا هدف یې افغانستان کې ثبات، پرمختګ او پر ځان بسیاینه ده.

طالبانو هم د دې غونډې هر کلی کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانستان سره مرستې له دوی سره په همغږۍ وکړي.