د بمي چاودنې له امله د اردن شپږ سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د چارواکو په وينا د سوریې او اردن پر پوله د کډوالو له کمپ سره نژدې د يوه موټر بم چاودنې له امله د اردن لږ ترلږه شپږ سرتېرې وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
بريد په لرې پرته سيمه رقبان کې د کډوالو له کمپه څو مېتره لرې شوی دی. ويل کېږي د بريد له امله زيات شمېر موټرې هم له منځه تللې دي.
تراوسه نه ده معلومه چې دغه بريد چا او ولې ترسره کړی، خو د اسلامي دولت په نوم ډلې يا داعش وړاندې د اردن د "پولو ماتولو" ګواښ کړی و.
اردن د امریکا په مشرۍ ايتلاف برخه دی چې په سوريه کې د داعش پر وړاندې هوايي بريدونه کوي.
له ۲۰۱۱ کال راهيسې کله چې سوريه کې تاوتريخوالی پيل شوی داا د اردن پر ځواکونو تر ټولو لوی او خونړی بريد ګڼل کېږي.
د پوځ د يوې خبرتيا له مخې په دغه چاودنه کې د سرحدي ځواکو څلور سرتېري او د کورني امنيت دوه ساتونکي وژل شوي.
د چارواکو په وينا د روانې مياشتې په پيل کې د اردن د استخباراتو ادارې افسران او دوه نور کارکوونکي په پلازمېنه عمان کې د فلسطينيانو په يوه کمپ کې وژل شوي وو.
چارواکو دا يوه ترهګره پېښه بللې وه.
د ۲۰۱۴ کال دسمبر میاشت کې، د اردن د یوې جنګې الوتکې پیلوټ د داعش تر واک لاندې سیمو کې ددغې ډلې لاس ته ورغلی او لږ وخت وروسته یې ژوندی وسوځاوه.



















