اردني پوليس دوه امريکايي روزونکي وژلي

د عکس سرچینه، AP
د خپرېدو وخت
د اردن امنيتي چارواکي وايي دوه امريکايي پوځيان د دې هېواد په پلازمېنه عمان کې په ډزو وژل شوي دي.
امنيتي سرچينې وايي د اردن پوليسو يوه افسر پر دغو امريکايي روزونکو بريد کړی< چې په ترڅ کې يې دوه روزونکي وژل شوي او بيا بريدکوونکي هم خپل ځان په ډزو وژلی دی.
يوې سرچينې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي په بريد کې دوه نور امريکايان هم ټپيان شوي دي.
د امريکا په مالي مرسته دغه جوړ شوي روزنيز مرکز کې فلسطيني او عراقي پوځيان روزل کېږي.
امريکايي پوځيان د اردن موقر سيمې ته استول شوي چې د اردوني پوليسو د روزونکو مرسته وکړي.















