د ترکیې یوه جګپوړي مذهبي مشر اتاترک ته سپکاوی کړی؟

علي ارباش

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES / METIN AKTAS / ANADOLU AGENCY

د عکس تشریح، علي ارباش د ۲۰۱۷ کال سپتمبر کې د ترکیې د دیانت ادارې مشر وټاکل شو
    • Author, مانیټورېنګ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

څو ورځې وړاندې د استانبول ایاصوفیه کې ۸۶ کاله وروسته د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال د ترکیې دیانت سازمان د مشر علي ارباش خطبې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه جوړ کړي دي.

د خطبې پرمهال ښاغلي ارباش توره په لاس په ۱۹۳۴ کال د اتاترک لخوا پر موزیم د ایاصوفیه بدلول وغندل.

ګڼو پر خواله رسنیو د نوموړي د استعفا غوښتنه وکړه، خو ارباش د خپلو خبرو دفاع کې وویل: "تېر ته یې اشاره هدف نه و."

د تېر اپرېل میاشتې پر ۲۴مه هم، ښاغلي ارباش د کورونا وېروس د خپرېدو پرمهال ویلي وو، چې همجنس‌خوښي "د نسلونو د ناروغۍ او تبا کېدو لامل ګرځي" چې په وینا یې پر دې کار اسلام کې "لعنت" ویل شوی.

علي ارباش څوک دی؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوموړی په ۱۹۶۱ کال د ترکیې تور سمندرغاړي اردو سیمه کې زیږېدلی.

استانبول ته څېرمه په سقاریه سیمه کې یې مذهبي زدکړې کړې دي او بیا یې د مدرک ښار مرمره پوهنتون کې الهیات لوستي.

رجب طیب اردوغان او علي ارباش تېره فبرورۍ میاشت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کتابتون پرانیستلو پرمهال

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES / METIN AKTAS / ANADOLU AGENCY

د عکس تشریح، رجب طیب اردوغان او علي ارباش تېره فبرورۍ میاشت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کتابتون پرانیستلو پرمهال

د دیانت وېبپاڼې په وینا، هغه په ۱۹۹۳ کال له همدې پوهنتون دوکتورا ترلاسه کړې ده او د ترکیې په ځینو پوهنتونو کې یې تدریس هم کړی دی.

همداشان، د پاریس سوربن پوهنتون ژرژر پمپیدو مرکز او د ستاسبورک بشري علومو پوهنتون کې یې څېړنې هم کړې د ترکیې یوه جګپوړي مذهبي مشر اتاترک ته سپکاوی کړی؟دي.

ښاغلی ارباش په ۲۰۱۱ کال د دیانت سازمان د روزنیزو خدمتونو عمومي مشر ټاکل شوی او تر ۲۰۱۷ کاله د دغې ادارې مشر وو.

ایاصوفیه کې د علي ارباش خطبې تاوده بحثونه جوړ کړي

د عکس سرچینه، CNN TURK

د عکس تشریح، ایاصوفیه کې د علي ارباش خطبې تاوده بحثونه جوړ کړي

دیانت سازمان د ترکیې د جمهوریت له جوړېدا یو کال وروسته په ۱۹۲۴ کال جوړ شوی. دا سازمان د ترکیې پر ټولو جوماتونو او مذهبي بنسټونو واک لري .

علي ارباش ایاصوفیه کې د خطبې پرمهال وویل: "سلطان محمد فاتح دا ځای په دې شرط د مسلمانانو عبادتځی وګرځاوه چې تر قیامت ورځې جومات پاټې شي."

هغه وویل، هرڅوک چې دا مسله بابیزه ګڼي، "غندل کېږي" چې د نوموړي دا خبره پر اتاترک په برید تفسیر شوې ده او منتقدینو یې غندلی دی.

د ویډیو تشریح، ایاصوفیه: 'کلونه دلته د لمانځه په تمه وو'