فوټبال نړیوال جام: د عاج ساحل لوبډلې اېکوادور او سویډن لوبډلې تونس ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ګروپي سیالیو په دوام د عاج ساحل نن (دوشنبه د جون ۱۵مه) سهار وختي اېکوادور او سویډن، تونس ته ماته ورکړه.
د اېکوادور او عاج ساحل ترمنځ سیالۍ کې چې یو-صفر د عاج ساحل په ګټه تمامه شوه، یوازینی ګول د لوبې ۹۰یمه دقیقه کې اماد دیالو وواهه.
هغه څلوروېشت کلن دی چې ډېر وخت د ډګر منځ یا یو اړخ ته د بریدګر په توګه لوبېږي.
اېکوادور او د عاج ساحل په (يي) ګروپ کې له جرمني او کوراسایو سره لوبېږي.
په دغه ګروپ کې تر دې ورمخکې (تېره ورځ) جرمني کوراسایو ته د هاسټن لوبغالي کې ۷-۱ لویه ماته ورکړه.
د دغه ګروپ راتلونکې لوبه د جون په ۲۰مه د کاناډا ټورانټو لوبغالي کې ده چې د لومړیو سیالیو ګټونګي جرمني او عاج ساحل به پکې مخاخ شي.
اېکوادور او کوراسایو به د جون ۲۱مه کنزاس سېټي کې سره مخامخ شي.
د دوشنبې د سهار دویمه سیالي هم چې سویډن پکې تونس ته یو پر وړاندې په ۵ ګولونو ماته ورکړه، له ګولونو ډکه وه.
سویډن لپاره یاسین عیاري دوه ګولونه ووهل. د هغه مور او پلار اصلا د تونس او مراکش دی، خو دی په ۲۰۰۳ کال کې سویدن کې زېږېدلی دی.
سویډن او تونس په (اېف) ګروپ کې دي، چې تېره ورځ پکې د هالنډ او جاپان ترمنځ لوبه ۲-۲ مساوي شوې وه.
سویډن د جون په ۲۰ مه له هالنډاو تونس بیا د جون ۲۱مه له جاپان سره مخامخېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوشنبې لپاره درې نورې مهمې او په زړه پورې سیالۍ هم پلان دي.
ټاکل شوې په (جي) ګروپ کې بلجیم نن شپه له مصر او په (اېچ) ګروپ کې اسپانیا له کېپ وردې سره مخامخ شي.
تر دغو سیالیو وروسته په همدغه اېچ ګروپ کې د سعودي عرب او یوروګوای ترمنځ هم لوبه کېږي.
بلخوا د ایران د فوټبال ملي لوبډله چې له ګڼو ستونزو او ننګونو وروسته بالاخره لاس انجلس ته رسېدلې، سبا سهار وختي له نیوزیلنډ سره مخامخېږي.
د ایران او امریکا ترمنځ جګړې او سیاسي کړکېچ ته په کتو، د ایران لوبډلې باندې تمرکز ډېر دی.
په هره توګه د دغه هېواد د لوبډلې کپتان او مشر روزونکي تر سیالۍ مخکې خبري کنفرانس کې هڅه وکړه، چې سیاسي موضوعات پر لوبډله سیوری ونه غوړوي او دا پیغام ولېږدوي چې فوټبال لوبډله د ایران د ټولو خلکو استازولي کوي.

ایران او نیوزیلنډ له بلجیم او مصر سره په (جي) ګروپ کې دي. د دغه ګروپ لومړۍ سیالي نن په سیاتل کې د بلجیم او مصر ترمنځ کېږي.
د سېشنبې شپې ته دوه نورې سیالۍ هم پلان دي چې فرانسه به پکې له سېنېګال او عراق له ناروې سره مخامخ شي.
دغه لوبډلې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ګروپي پړاو په (ای) ګروپ کې لوبېږي.





















