د امریکا پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې اته تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ بم غورځونکې الوتکه د جنوبي کليفورنيا له اېډورډز هوايي اډې څخه له پورته کېدو لږ وروسته راپرېوته چې له امله یې اته کسان ووژل شول.
دا پېښه د دوشنبې په ورځ د امریکا پر وخت د سهار په ۱۱:۲۰ بجو هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه د ازمويښتي الوتنې لپاره هوا ته پورته کړل شوې وه. د الوتکې له غورځېدو وروسته په هوا کې تور لوګي له لرې ليدل کېدل.
د امریکا د پوځ يوه ډګروال جېمز هېز خبريالانو ته وويل، "نن په اېډورډز هوايي اډه کې يوه ناوړه ټراژيدي رامنځته شوه چې له کبله یې موږ اته غوره امریکایان له لاسه ورکړل. په دوی کې پوځي پرسونل، ملکي دولتي کارکوونکي او دولتي قرارداديان شامل وو".
ښاغلې هېز وويل، د وژل شويو کسانو کورنيو ته خبر ورکول کېږي او له دې وروسته به یې نومونه په ۲۴ ساعتونه کې خپاره کړل شي.
هغه وويل، پېښه د اېډورډز هوايي اډې په ځغاستليکه رامنځته شوه چې له امله یې په اډه کې چارې په لنډمهالي ډول وځنډول شوې.
د نوموړي په وینا، له بي-۵۲ الوتکې د رادار سيستم په نوي کولو کې کار اخيستل کېده چې له الوتنې لږ وروسته راپرېوته او اور یې واخيست.
د هېس په وینا د الوتکې د غورځېدو لامل لاترواسه نه دی معلوم چې په وینا یې له اوږدو پلټنو وروسته به په ډاګه شي.
وړاندې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي وو چې هوايي اډه تړل شوې او د ټولو الوتکو لوري بدل کړل شوي دي.
د اېډورزډ پوځي هوايي اډه له لاس انجلس څخه شاوخوا ۱۶۰ کيلومتره لرې په موهای دښته کې موقعيت لري.
د کانګرېس غړي جې اوبرنالټ چې دغه پوځي اډه یې په حوزه کې ده، پر فېسبوک ليکلي، چې دی او مېرمن یې "د قربانيانو، د هغوی کورنيو او د مرستندويه ډلو لپاره دعا کوي."
د مېشيګان ايالت د کانګرېس جمهوري غوښتونکې غړې ليزا مک کلين هم پر اېکس د الوتکې د قربانيانو او اغېزمن شويو کسانو سره خواخوږي ښودلې ده.
نوموړې د بېړنيو مرستو له ډلو هم مننه کړې او زياته کړې یې ده، "زموږ سرتېري هره ورځ د دې هېواد د دفاع بار پر اوږو اخلي. موږ د دوی تر څنګ ولاړ يوو".

د عکس سرچینه، Gamma-Rapho via Getty Images
بوينګ بي-۵۲ سټريټو فورټريس له ۱۹۵۰ کلونو راهيسې د امریکا پوځ له خوا کارول کېږي. دا الوتکه څه باندې ۴۸ متره اوږده او د وزرو پراخوالی یې څه باندې ۵۶ متره دی.
بي-۵۲ الوتکې د امریکا او اسرائیلو له خوا د ایران پر وړاندې جګړه کې هم کارول کېدې.
دا اته ماشين لرونکې الوتکې د شلمې پېړۍ تر ټولو خطرناکه بم غورځونکې الوتکې بلل کېږي. له دې الوتکو د ویتنام جګړه د عراق دوو جګړو او له ۲۰۰۱ کال راوروسته د افغانستان په جګړه کې هم کار اخيستل کېده.
دغه الوتکه ۱۰۴۶ کيلومتره (۶۵۰ ميله) پر ساعت د ۵۰ زره فوټه یا څه باندې ۱۵۲ کیلومتره ارتفاغ الوتنه کولی شي. دا کولی شي ۷۰ زره پونډه یا نژدې ۳۲ زره کيلو ګرامه وزن ولېږدوي. د دې تر څنګ د سلګونو دوديزو بمونو او همدارنګه د ۳۲ اټومي کروز توغنديو د لېږد وړتيا لري.
دې الوتکې ته په هوا کې تېل هم اچول کېدی شي چې له دې سره کولی شي د نړۍ نژدې هر ځای ته سفر وکړي.


















