د ترکیې یوه جګپوړي مذهبي مشر اتاترک ته سپکاوی کړی؟

    • Author, مانیټورېنګ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

څو ورځې وړاندې د استانبول ایاصوفیه کې ۸۶ کاله وروسته د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال د ترکیې دیانت سازمان د مشر علي ارباش خطبې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه جوړ کړي دي.

د خطبې پرمهال ښاغلي ارباش توره په لاس په ۱۹۳۴ کال د اتاترک لخوا پر موزیم د ایاصوفیه بدلول وغندل.

ګڼو پر خواله رسنیو د نوموړي د استعفا غوښتنه وکړه، خو ارباش د خپلو خبرو دفاع کې وویل: "تېر ته یې اشاره هدف نه و."

د تېر اپرېل میاشتې پر ۲۴مه هم، ښاغلي ارباش د کورونا وېروس د خپرېدو پرمهال ویلي وو، چې همجنس‌خوښي "د نسلونو د ناروغۍ او تبا کېدو لامل ګرځي" چې په وینا یې پر دې کار اسلام کې "لعنت" ویل شوی.

علي ارباش څوک دی؟

نوموړی په ۱۹۶۱ کال د ترکیې تور سمندرغاړي اردو سیمه کې زیږېدلی.

استانبول ته څېرمه په سقاریه سیمه کې یې مذهبي زدکړې کړې دي او بیا یې د مدرک ښار مرمره پوهنتون کې الهیات لوستي.

د دیانت وېبپاڼې په وینا، هغه په ۱۹۹۳ کال له همدې پوهنتون دوکتورا ترلاسه کړې ده او د ترکیې په ځینو پوهنتونو کې یې تدریس هم کړی دی.

همداشان، د پاریس سوربن پوهنتون ژرژر پمپیدو مرکز او د ستاسبورک بشري علومو پوهنتون کې یې څېړنې هم کړې د ترکیې یوه جګپوړي مذهبي مشر اتاترک ته سپکاوی کړی؟دي.

ښاغلی ارباش په ۲۰۱۱ کال د دیانت سازمان د روزنیزو خدمتونو عمومي مشر ټاکل شوی او تر ۲۰۱۷ کاله د دغې ادارې مشر وو.

دیانت سازمان د ترکیې د جمهوریت له جوړېدا یو کال وروسته په ۱۹۲۴ کال جوړ شوی. دا سازمان د ترکیې پر ټولو جوماتونو او مذهبي بنسټونو واک لري .

علي ارباش ایاصوفیه کې د خطبې پرمهال وویل: "سلطان محمد فاتح دا ځای په دې شرط د مسلمانانو عبادتځی وګرځاوه چې تر قیامت ورځې جومات پاټې شي."

هغه وویل، هرڅوک چې دا مسله بابیزه ګڼي، "غندل کېږي" چې د نوموړي دا خبره پر اتاترک په برید تفسیر شوې ده او منتقدینو یې غندلی دی.