ترکیه له ۲۴ کلونو وروسته د فوټبال نړیوال جام ته ګرځېدلې؛ دا ځل به وځلېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ترکیه له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل بیا د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې لوبېږي.
لومړۍ لوبه یې د تېرې یکشنبې په ورځ له استرالیا سره وه چې ترې صفر دوه ماتې وخوړله.
ترکۍ لوبډله چې د ریالمادرید د منځ لوبغاړی ارادا ګولر هم پکې دی، د ۲۰۰۲ کال د فوټبال نړیوال جام نیمهپایلو ته د رسېدو مخینه لري خو دا ځل یې تکیه تر ډېره پر بااستعداده نوي نسل ده.
خو له دې هر څه سره سره لا هم په لویو او مهمو سیالیو کې د دوی د وړتیا په اړه شکونه شته دی.
وینچنزو مونتلا د مشر روزونکي په توګه د ترکیې ملي لوبډله د نږدې بریاوو لړۍ سره وروستي پړاو ته ورسوله او په ۲۰۲۴ کې یې له هیلهبښونکي فعالیت سره یو ځل بیا د لوبډلې په تړاو روحیه مثبت کړه.
همهماله اردا ګولر د لوبډلې مهمه څېره ګرځېدلې ده، او ډېر مینهوال باور لري چې کېدای شي دا نسل په وروستیو لسیزو کې د ترکیې له پیاوړو ټیمونو وشمېرلی شي.
ترکۍ لوبډله کې د یوونتوس بریدګر کنان یلدیز او یو شمېر نور لوبغاړي هم شامل دي چې د اروپا په لویو لیګونو کې لوبې کوي.
همدې دا هیله ډېره کړې چې ښایي دغه لوبډله د ۲۰۰۲ کال بریاوو په څېر بیا بریاوې خپلې کړي.
هغه وخت یې د شنول ګونش تر مشرتابه لاندې د نړۍ درېیم ځای خپل کړی و.
خو د ترکیې د صعود یا بره راتګ بهیر د دغې لوبډلې ځینې کمزورۍ هم رابرسېره کړې.
دوی د تېر کال سپټمبر میاشت په قونیه کې د اروپا له اتلې اسپانیا ۰-۶ درنه ماتې وخوړه.
دغې سترې ماتې یو ځل بیا د ترکیې او د نړۍ د غوره فوټبال لوبډلو ترمنځ واټن روښانه کړ.
دې ماتې هغه تصور لا پسې پیاوړی کړ چې له اوږدې مودې راهیسې د ترکیې په اړه موجود دی: په دې معنا چې که ورځ یې ښه وه، نو پیاوړي سیالان هم حیرانولی شي، خو هممهاله یې په دفاع کې د بېنظمۍ خطر هم شته.
د ترکیې سر روزونکی اوس هڅه کړې چې د تکتیکي نظم او زیاتې ارامۍ د رامنځ ته کولو له لارې د دې لوبډلې وړتیاوې پورته یوسي.
ترکیې د یورو ۲۰۲۴ په ځینو برخو کې پر مقابلو لوبډلو د فشار راوړلو او د خپلو تخنیکي وړتیاو په ښودلو سره پام وړ څه نندارې ته وړاندې کړل، خو لا هم یې تر ډېره پر انفرادي ځلېدو تکیه درلوده او په ځینو لوبو کې ورسره بخت هم ملګری و.
ترکیه د روان کال د فوټبال په نړیوال جام کې په ډي ګروپ کې له امریکا، پاراګوای او استرالیا سره مخامخ ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه لوبډله به د سیالیو پر مهال تر ډېره د متحدو ایالتونو د اریزونا ایالت په مسا ښار کې دېره وي.
ترکیې ډېرې هیلې د اردا ګولر له خلاقیت سره غوټه کړي.
په ریالمادرید کې پرمختګ او ځلېدا هغه په ترکیه کې د فوټبال یوه مهمه څېره ګرځولی او ملي ټیم لپاره یې د نوي دور د پیل تمه لوړه کړې ده.
ګولر او د ټیم څو نور لوبغاړي هغه وخت لا زېږېدلي هم نه وو چې ترکیه د ۲۰۰۲ کال نړیوال جام کې نیمهپایلوبې ته رسېدلې وه.
دا یو داسې بریالیتوب و چې لا هم د دغه هېواد د فوټبال په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
خو دا چې ایا دغه نوی نسل به هم وکړای شي خپل تاریخ جوړ کړي که نه، دا تر ډېره په دې پورې تړلې چې ترکیه څومره کولای شي پر خپله پخوانۍ ستونزه، یعنې بېثباتۍ، غلبه وکړي.
دا داسې ستونزه ده، چې په وار وار یې د دغه هېواد د ملي لوبډلې د دوامداره بریاوو او ځلېدا مخه نیولې ده.





















