تصویري البوم: په ایا صوفیه کې ۸۵ کاله وروسته د جمعې لمونځ ادا شو

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغه وروسته چې ایاصوفیه له موزیمه بېرته په جومات بدله شوه، ۸۵ کاله وروسته په کې لومړی ځل د جمعې لمونځ ادا شو.
یوازې زر کسانو ته اجازه ورکړل شوه، چې په جومات کې دننه لمونځ ادا کړي. ولسمشر رجب ېیب اردوغان هم په لمونځ کوونکو کې شامل وو. نورو کسانو د جومات له ودانۍ بهر لمونځ ادا کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې لسګونه زره کسان د ایاصوفیه په شاوخوا کې یو ځاي شوي وو، چې یو شمېر یې له نورو ښارونو دلته راغلي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایاصوفیه چې د یونیسکو د کلتوري میراث برخه هم ده، ۱۵ سوه کاله پخوا د کلیسا په نوم جوړه شوې وه، عثماني واکمنۍ کې په جومات او پر ۱۹۳۴ کال په موزیم بدله شوه.
خو د روانې میاشتې لومړیو کې د ترکیې یوې محکمې د ایاصوفیه د موزیم حالت ختم کړ او ویې ویل، له جومات پرته کارول یې له قانوني پلوه شوني نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په سیمه کې د خلکو له ډېرېدو وروسته مسوولینو د نورو خلکو ورتلو مخه نیوله. استانبول ګورنر علي یرلیکایا پر ټویټر پاڼه له خلکو د زغم غوښتنه وکړه او په وینا یې د شنبې تر سهاره به جومات د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
.














