د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه: څه پکې روښانه شوي او کومې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي؟

د عکس سرچینه، REUTERS/Stringer TPX IMAGES OF THE DAY
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پای ته رسولو اعلان ډونلډ ټرمپ ته د کلیزې یوه ښه ډالۍ ده، که څه هم دا تحفه (هوکړه) اړوند نامعلومې پایلې هم ملې دي.
امریکایي ولسمشر پر خپلې ټولنیزه رسنۍ د دې تړون چې ټاکل شوې ژر وشي، د اعلان پر مهال وویل، د هرمز تنګی به د سوداګریزو بېړیو لپاره پرانېستی وي او امریکا به هلته خپله سمندري کلابندي ختمه کړي.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل: "تېلو ته لاره پرانېزئ!"
هغه زیاته کړې، د پخوانیو امریکایي ولسمشرانو د ناکامیو برعکس، ده داسې " لوی تفاهیم لیک" لاسلیک کېدو ته نژدې کړی چې له مخې به یې "ټولې سیمې ته سوله او امنیت" راشي.
د امریکا د ولسمشر لخوا دغه ډول مبالغه نوې خبره نه ده.
پروسږ کال د غزې د جګړې پای ته رسولو په اړه د ټرمپ هغه څرګندونې، چې ویلي و: "تلپاتې سوله" او "د هیلو، پېرزوینو او ایمان د نوې دور پیل" نورې بېلګې دي، چې په واقعیت بدلې نه شوې.
په دې ډول حساسو دیپلوماتیکو هوکړو کې بریا او ناکامي تر ډېره په جزئیاتو پورې اړه لري او د دغه لاسلیک کېدونکې هوکړې جزئیات لا تر اوسه دومره نه دي روښانه شوي.
د یکشنبې په ماښام په یوې مرکه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس وویل، دا خبره چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې و نه لري، "په هوکړه کې شامله ده" او امریکا به یې د عملي کېدو بهیر وڅاري.
تمه کېږي د دې تړون ځینې تخنیکي موضوعات په راتلونکو خبرو اترو، یعنې د شپېته ورځني اوربند پرمهال حل شي.
خو که له تېرو څو لسیزو تجربو څه زده کېدای شي، هغه به دا وي چې د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره هېڅ تضمین نشته.
که څه هم امریکا دا باور ولري چې دا هر څه په نوې لاسلیک کېدونکی "تړون" کې خوندي شوي دي.
خو د ایران ملي امنیت عالي شورا د یکشنبې په ورځ وویل: "وروستۍ خبرې به تر هغه وخته وځنډول شي، چې بل لوری (امریکا) خپلي ژمنې عملي کړي."
دا چې دغه ژمنې څه دي او ایران یې څنګه تعبیروي؟ هغه پوښتنې دي چې د هوکړې د دوام او نه دوام برخلیک به ټاکي.
د انرژۍ بازار کارپوهانو خبرداری ورکړ، د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد به سمدستي د جګړې مخکنیو کچو ته یعنې هغه پخوانيحالت ته و نه رسېږي ځکه د تېلو ټانکرو اوږدو کتارونو ته لاره پیدا کول، د ماینونو لېرې کول او د عادي تولید او انتقال بیا فعالول ممکن څو اوونۍ ونیسي.
د هوکړې تر رسمي لاسلیک لا څو ورځې پاتې دي، نو دواړه لوري وخت لري، چې مهم جزئیات یې روښانه کړي، خو هر وخت د هوکړې د ماتېدو امکان شته.

د عکس سرچینه، EPA
اسرائیل هم یو مهم او نامعلوم عامل
دا جګړه تل درې اړخیزه وه او ټرمپ وال سټریټ ژورنال ته ویلي، هغه د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ته ډېر په غوسه دی، ځکه د لبنان پر ضد وروستي بریدونه یې ښایي دغه هوکړه له خطر سره مخامخ کړی وای.
هوکړه لږ تر لږه تر دې حده وساتل شو چې اعلان یې وشي.
خو که اسرائیل په لبنان کې بیا عملیات پیل کړي، ایران کولای شي بېرته د هرمز تنګی وتړي او نړیوال اقتصاد له ستونزو سره مخامخ کړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس هم مني چې د دې جګړې له امله د انرژۍ د بیو لوړېدو د ډېرو امریکایانو ژوند اغېزمن کړی.
هغه وویل: "امریکایانو ته زما اصلي پیغام دا دی، مننه او د انرژۍ د بیو د راټیټېدو ژمنه کوم."
دا چې بیې به څومره ژر راټیټې شي او د مصرف کوونکو پر لګښتونو به څومره اغېزه وکړي، دا به په امریکا کې په نوامبر کې کېدونکو ټاکنو پورې پر جمهوري غوښتونکو د فشار کمېدو یا زیاتېدو برخلیک وټاکي.
د وروستیو سروې ګانو له مخې ټرمپ او د هغه ګوند د عامو خلکو له زیاتېدونکي ناخوښیو سره مخامخ دي.
ځکه یوې نظرپوښتنې ښودلې ۶۳ سلنه امریکایان د اقتصاد په اړه د هغه له پالیسۍ ناخوښ دي او ۵۷ سلنه فکر کوي چې اقتصاد یې خرابېږي.
خو لږ تر لږه دغه لاسلیک کوونکې هوکړه ښايي د روانې جګړې ځینې اقتصادي فشارونه کم کړي.
که د پټرولو بیې راښکته شي، نو دا به خلکو ته د وضعیت د ښه کېدو یوه څرګنده نښه وي.




















