امریکا ټینګار کوي چې په سوریه کې د دوی بریدونه د اسرائیل او حماس له جګړې 'جلا او ځانګړي' دي
له دې مخکې چ د بي بي سي په مخکینیو رپوټونو کې د سوریې په شمال کې د امریکايي بریدونو په هکله یادونه شوې وه، اوس د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوئید اسټین په واشنګټن کې د همدې بریدونو په هکله غږېدلی دی.
نوموړی وايي، دا بریدونه په عراق او سوریې کې پر امریکايي ځواکونو د ایران پلوه ملېشو بریدونو ته غبرګون دی.
ښاغلي اسټین په یوه اعلامیه کې په دې تړاو ویلي امریکايي هوايي بریدونه ''د اسرائیل او حماس تر منځ له جګړې جلا او ځانګړي دي.''
هغه له ټولو دولتي او غیر دولتي ځواکونو وغوښتل چې له داسې فعالیتونو ډډه وکړي، چې پراخو سیمو کې د تاوتریخوالي ډېرېدو لامل شي.
د جمعې پر ورځ د امریکايي ځواکونو دوو ایف-۱۶ جنګي الوتکو له ځايي وخت سره سم نژدې څلورنیمې بجې عراق سره پولې ته څېرمه ابو کمال ښارګوټي کې دا بریدونه کړي وو.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د دې بریدونو له کبله کومه مرګژوبله اوښتې او که نه.

د عکس سرچینه، Reuters











