په غزه کې نن څه پېښ شول؟

د عکس سرچینه، EPA
- د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیله تر اوسه په غزه کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د مسوولینو په خبرو له پرون راهیسې په دې شمېر کې ۵۰۰ تنه زیات شوي دي.
- اسرائیلي ځواکونه وايي، په غزه کې د تېرې شپې هدفي بریدونو کې دوی ته هېڅ زیان نه دی اوښتی. له دې مخکې دوی ویلي و، چې په غزه کې د دې هدفي بریدونو کې د حماس ځینې (ترهګریز مرکزونه، تونلونه او د قوماندې مرکزونه په نښه کړي دي.
- اسرائیل ویلي حماس په غزه کې ۲۲۴ اسرائیلیان برمته کړي دي، دا تېر ځل د برمته شویو کسانو د یاد شوي شمېر پرتله دوه کسان زیات ښيي.
- یو شمېر فلسطینیانو له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې د خپلو ماشومانو وژل کېدو یادونه کړې. په دې کسانو کې یو هغه پلار هم شامل دی چې وايي، د دوو میاشتو ماشوم یې وژل شوی دی.
- نن ګهېځ غزې ته ۱۲ نورې هغه لارۍ هم ننوتې چې د مرستې په توکو بار دي. دې سره د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې غزې ته د ننوتیو ټولټال لاریو شمېر ۷۴ ته ورسېد، خو په دې کې د تېلو لېږدولو لارۍ نه شته.
- حماس وايي، د اسرائیل پر مرکزي برخو یې د راکټونو ګوزارونه کړي دي. تر اوسه له دې کبله د زیان اوښتو رپوټ نه دی ورکړل شوی.














