اسرائیلو د غزې الزهراء کې استوګنیزې ودانۍ له ځمکې سره هوارې کړې دي
پر غزه د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۵ استوګنیزې دنګې ودانۍ په نښه شوې او له ځمکې سره هوارې شوې دي. دا د غزې یوه لوکسه او ارامه سیمه ده.
ام سلیم چې کور یې په بمبارۍ کې ویجاړ شوی غزه کې د بي بي سي خبریال عدنان البرش ته ویلي، اسرائیلي پوځ ترې وغوښتل چې د شپې اته نیمې بجې له کورونو ووځي ځکه چې دوی دوی د شپې له نهو بجو د سهار تر اوو بجو هلته بریدونه وکړل.
ام سلیم په یوه بلاک کې اوسېده چې ټول ټال شل کورنۍ پکې وې او اوس دغه کورنۍ هېڅ ځای نه لري چې د ځان د سرپنا لپاره ورشي.
د اسرائیلو په بریدونو کې هلته نژدې پنځه زره خلک بې کوره او بې سرپنا دي.
زهرا ښارګوټی د غزې تر ټولو لوکس او ارام ځای و، چې د اسرائیلي پوځ بمباریو له ځمکې سره هوار کړی دی.


















