اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د غزې شمال کې بمباري 'په دومره کچه ده چې مخکې مو نه ده لیدلې', رشدي ابوالعوف-غزې له خان یونس راپور راکوي

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د غزې د تړانګې په شمال کې دومره لویه بمباري وه چې مخکې مو نه وه لیدلې.

    لویې لمبې او لوګي اسمان ته پورته کېدل - داسې برېښي چې دوی بېلابېل ډوله بمونه غوروي.

    دلته په روغتون کې د امبولانس چلوونکو راته وویل چې دوی نشي کولی له هېچا سره اړیکه ونیسي، نو دوی یوازې د چاودنو په لور روان وو.

    هر ځای وېره ده، حتی دلته په خان یونس کې، چېرې چې بمبارۍ لږې وې، ځکه چې خلک هڅه کوي چې نورو سیمو ته د کورنۍ غړو ته ورشي ترڅو وګوري چې دوی خوندي دي، مګر تیلیفونونه قطع شوي دي.

    دا په بشپړه توګه ګډوډي ده.

    د اسرائیلو هوايي ځواک ویلي چې تېره شپه یې پر غزه بمبارۍ کې ۱۰۰ جنګي الوتکو برخه اخیستې ده.

    دوی وايي ظاهرا یې د حماس له منځه وړل هدف دي.

  2. بې‌پولې ډاکټران وايي، غزه کې یې له خپلې ډلې سره اړیکه پرې شوې ده

    په یوه پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی، خیریه موسسې خپله اندېښنه څرګنده کړه، "په ځانګړې توګه د ناروغانو، طبي ټیم او د زرګونو کورنیو لپاره چې په الشفاء روغتون او نورو طبي تاسیساتو کې یې پنا اخیستې ده."

    سازمان ویلي: "موږ د غزې په تړانګه کې د ټولو طبي تاسیساتو، طبي ټیمونو او همدارنګه د ملکي وګړو د بشپړ خوندیتوب غوښتنه کوو."

    د بې سرحده ډاکټرانو وېبپاڼه وايي چې دوی د اکتوبر په ۱۳ د اسرائیلو له لوري د وتلو له خبرتیا وروسته د غزې جنوبي تړانګې ته نړیوال طبي کارمنان لېږدولي دي.

    له دې دې نیټې مخکې، سازمان د غزې په شمال کې د الشفا روغتون کې خپل خدمات وړاندې کول. الشفا د غزې په ښار کې لوی او مرکزي روغتون دی.

    د روغتیا نړیوال سازمان، فلسطیني سرې میاشتې او یو شمېر نورو سازمانونو په غزه کې له خپلو ټیمونو سره ټولې اړیکې پرې کړې. سرې میاشتې وویل چې دا ممکن نور د دې توان ونلري چې بېړني طبي خدمات وړاندې کړي.

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق هم خبر ورکړی چې په غزه کې د دوی له ټیم سره تماسونه په بشپړه توګه پرې شوي دي.

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د الشفاء روغتون تازه انځور؛ غزه ښار کې یوازې د الشفاء روغتون ودانۍ کې رڼا ښکاري
  3. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: د بریتانویانو ساتنه مو لومړیتوب دی او له ځانه د اسرائیلو د دفاع ملاتړ کوو

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیفرلي ویلي، د هېواد لومړیتوب یې په غزه او سیمه کې د بریتانوي وګړو ساتنه ده.

    نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې اسرائیلو د حماس پر ضد خپل بریدونه پراخه کړي دي.

    کلیفرلي پر اېکس (ټوېټر) لیکلي: "د نړیوال بشري قانون له مخې له ځانه دفاع کې د اسرائیلو د حق ملا تړو، همدا شان د ولسي فلسطینیانو د ساتنې دفاع ته دوام ورکوو."

    اسرائیلو هم ویلي چې له "ځانه د دفاع" کولو حق لري.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  4. وروستی, د بشر حقونو د څار سازمان خبرداری ورکوي چې په غزه کې د مخابراتو بندېدل ممکن د ډله يیزو ظلمونو پوښښ پټ کړي

    د بشري حقونو د څار سازمان د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په غزه کې د مخابراتي شبکو پراخ بندېدل کېدای شي د ځمکې، هوا او سمندر له لارې د اسرائیلو د سختو بمباریو په ترڅ کې "ډله ییز ظلمونه" پټ کړي.

    یادې ادارې ویلي: "دا ډول پټ او تیاره حالت ممکن د ډله يیزو ظلمونو پوښښ پټ کړي او د بشري حقونو د سرغړونو معافیت کې مرسته وکړي."

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  5. په لندن کې د شخړو په جریان کې د نفرت جرمونه په ډېرېدو دي

    لندن

    د عکس سرچینه، reu

    د عکس تشریح، د چهارشنبه په ورځ په لندن کې د یهودیت ضد کرکې د جرمونو د زیاتوالي د غندنې لپاره لاریون وشو

    په لندن کې د کرکې او یهود ضد چلن په چټکۍ سره زیات شوی او یو نوی راپور ښیي چې یوازې په اکتوبر میاشت کې په لندن کې د ورته چلن ۴۰۸ قضیې ثبت شوې، حال دا چې د تېر کال د ورته مودې پرتله یوازې ۲۸ قضیې وې.

    په ورته وخت کې په دې موده کې له اسلام د وېرې چلن خورا زیات شوی او په داسې حال کې چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې په لندن کې د اسلام ضد چلند ۶۵ پېښې ثبت شوې وې، د روان کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په تېرو ۲۷ ورځو کې دغه شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی دی.

    د لندن پولیس وايي، د اسرائیل او غزې د شخړې په تړاو یې ۷۵ کسان نیولي او د ترهگرۍ ضد قوانینو د سرغړونې د ۱۰مشکوکو کسانو په اړه پلټنې کوي.

    دا نوې احصایې د امنیتي ادارو او د مذهبي ټولنو د مشرانو لخوا په انګلستان کې د افراطیت او کرکې د جرمونو د زیاتوالي په اړه د خبرداری سره سمون لري، چې په منځني ختیځ کې د روان وضعیت له کبله اغېزمن شوی.

    په ورته وخت کې لندن کې د فلسطینیانو په ملاتړ د یوې سترې مظاهرې تمه کېږي.

    لندن

    د عکس سرچینه، PA Media

  6. امریکا وايي " چمتو ده د ایران اړوند ډلو پر ضد نور اقدامات وکړي"

    وروسته له هغه چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ د دغه هېواد جنګي الوتکو دوه ورځې وړاندې په سوریه کې د "سپاه پاسداران" ګارډ قول اردو اړوند پوځي تاسیسات بمبار کړي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ټینګار وکړ چې د هېواد ځواکونه د اړتیا په صورت کې "نورو اقداماتو ته چمتو دي".

    ښاغلي بایډن دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې نوي مشر مایک جانسن ته په یوه لیک کې کړې دي.

    د جمعې په ورځ، ښاغلي جانسن په X(ټویټر) کې لیکلي وو چې هغه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تیلېفوني خبرې وکړې او هغه ته یې د "امریکا د ملاتړ" ډاډ ورکړ.

    مایک جانسن

    د عکس سرچینه، Mike Johnson at X

  7. خپلو اتباعو ته د امریکا خبرداری: سملاسي له لبنان نه ووځئ

    دا خبرداری چې په تېرو شلو ورځو کې څو څو ځله تکرار شوی او شدید شوی، په داسې حال کې صادر شوی چې د لبنان په جنوبي سرحدونو کې د حزب الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ نښتې روانې دي.

    په وروستیو ورځو کې د غزې او لبنان ترمنځ د شخړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

    د لبنان حزب الله چې په غزه کې د وسلو او نظامي تشکیلاتو له پلوه د حماس پرتله خورا پیاوړی دی، په تېرو دریو اونیو کې له اسرائیلي ځواکونو سره په پرله پسې توګه نښتې کوي.

    په تېرو څو ورځو کې اسرائیلي پوځ له لبنان سره خپلو شمالي سرحدونو ته ډېر سرتېري او درنې وسلې لېږلي او په وار وار یې د حزب الله د اډو، د څار برجونو او تاسیساتو په نښه کولو خبر ورکړی دی.

    لبنان

    د عکس سرچینه، EPA

  8. د "سوله غوښتونکو یهودانو" مظاهرې د نیویارک د اورګاډي لوی تمځای وتاړه, برانډن لیفسي - له نیویارک ښاره خبریال

    نیویارک

    د عکس سرچینه، Getty Images

    مظاهره چیان د نیویارک په منهاټن کې د ګرین سنټرل ریل سټیشن کې راټول شوي چې چارواکي یې په امریکا کې یو له خورا ګڼې ګوڼې ډک سټیشن تړلو ته اړ کړل.

    د سولې لپاره د یهودانو غږ سازمان، چې د فلسطینیانو د حقونو سازمان دی، ویلي چې دوی په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي.

    امریکايي چارواکو ویلي، د اورګاډي تم ځای چې هره ورځ شاوخوا ۷۵۰ زره کسان ترې ګټه اخلي، تر راتلونکي خبرتیا پورې به تړلی وي.

    او داسې ښکاري چې پولیسو د ځینو کسانو لاسونه تړي او له اصلي سالون نه لیرې یې بیايي.

    نیویارک

    د عکس سرچینه، Getty Images

    نیویارک

    د عکس سرچینه، Getty Images

  9. وګورئ: غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیلو هوايي بریدونه خورا زیات شوي

    په لاندې ویډیو کې-چې په انګلیسي ژبه ده، د هغو عکسونو سربېره چې تاسو په غزه کې د چاودنو د زیاتېدو په حال کې وینئ، تاسو به د بي بي سي خبریال او ویاند هم واورئ چې وايي، د غزې پر اسمان دوی د اسرائیلي الوتکو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی. د غزې په تړانګه کې د مخابراتو او انټرنېټ قطع کېدو سره له بهر سره د دې سیمې اړیکه عملاً پرې شوې ده.

    همدارنګه په دې ویډیو کې د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګري د جمعې له ماښامه د دغه هېواد د ځواکونو د عملیاتو د پراخېدو اعلان کوي.

    د ویډیو تشریح، په غزه کې د هوايي بریدونو، راکټي بریدونو او چاودنو کې د پام وړ زیاتوالی په داسې حال کې دی چې پوځ د حماس پر ضد د عملیاتو د پراخولو اعلان وکړ.
  10. وروستی, د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

    د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړو د ١٤ مخالفو رایو په مقابل کې په ١٢٠ موافقو رايو په غزه کې د مسلاسي اوربند غوښتنه وکړه چې د بشردوستانه خدمتونو د وړاندې کولو اجازه ورکړي.

    د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ د غړو له پرېکنده رايې سره سره، دا پرېکړه ليک اجرايي واک نه لري، که څه هم دا به د شخړې پر دواړو غاړو اخلاقي فشار زيات کړي چې د نښتو مخه ونيسي.

    دا رایه د هغه پرېکړه لیک په ځواب کې وه چې اردن د عربي هېوادونو په استازیتوب چمتو او وړاندې کړې وه، چې په غزه کې یې د سلګونو زرو ملکي وګړو د خدمت په موخه د سملاسي اوربند غوښتنه کړې وه او د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی یې غندلی و او په ​​غزه او اسرائیلو کې د هر ډول ترهګریزو کړنو او د پوځیانو او اتباعو ترمنځ ړانده او بې توپیره بریدونه هم وغندل.

    د عربي هېوادونو په اعلامیه کې له حماس څخه د یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه هم شوې ده.

    پر ۱۲۰ موافقو او یوازې ۱۴ مخالفو رایو سربېره، ۴۵ هېوادونو هم دا اعلامیه ممتنع رایه ورکړه.

  11. وروستی, د اسرائیلو پوځ: "زموږ ځواکونه او ټانکونه د غزې په تړانګه کې دي"

    بي بي سي د اسرائیلو د حکومت له ویاند ایلون لیوي څخه وپوښتل چې ایا نن شپه په غزه کې څه چې پېښېږي دا د اسرائیلو د ځمکني یرغل پیل دی؟ ځواب یې دا و چې: "اسرائیل په غزه تړانګه کې خپل ځمکني عملیات ‌پراخوي، خو تر دې هاخوا د عملیاتو په اړه تبصره نه شم کولی".

    په همدې حال کې د اسرائیلو د پوځ ویاند جګړن نیر دینار "نیویارک ټایمز" ورځپانې ته تایید کړې چې اسرائیلي ځواکونه غزې ته ننوتلي دي، خو هغه دا هم ونه ویل چې ایا دا د اسرائیلو د ځمکني یرغل پیل دی.

    دغه پوځي چارواکي امریکايي ورځپاڼې ته ویلي: "زموږ ځواکونه او ټانکونه د غزې په تړانګه کې خپاره دي، دوی بمباري او جګړه ییز عملیات کوي او دغه ځواکونه او ټانکونه پرون هم په غزه کې وو."

    د جمعې په شپه، اسرائیلو وویل چې دوی نن شپه په غزه کې "خپل ځمکني عملیات پراخوي" په داسې حال کې چې د تېرو دوو شپې په اوږدو کې د اسرائیلو پوځ په غزه کې "هدفي بریدونه" وکړل.

    د حماس پوځي څانګې القسام لوا مخکې ویلي وو چې د دوی جنګیالیو د غزې تړانګې په شمال کې په دوو سیمو کې له اسرائیلي ځواکونو سره په "تاوتريخجنې جګړې" بوخت دي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  12. د غزې روغتون چاودنه؛ د يوه ويرجن پلار کيسه

    د ویډیو تشریح، د غزې روغتون چاودنه؛ د يوه ويرجن پلار کيسه

    د غزې الاهلي روغتون کې له چاودنې وروسته ويرجنې کورنۍ لا کړېږي. يوه کس، چې عرفات ابو عاصي نومېږي، د خپلې کورنۍ ۵ غړي یې په کې وبايلل. ويرجن پلار اوس يوازې د سولې غوښتنه کوي، او هم د روانې جګړې پای ته رسېدو.

    د بي بي سي خبريالې هبه بیطار پرې دا راپور چمتو کړی دی.

  13. د سکاټلنډ لومړی وزیر: له خپلې کورنۍ سره مې اړیکه پرې شوې

    حمزه یوسف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف ویلي چې د غزې د مخابراتو د پرې کېدو له کبله له خپلې "کلابندې کورنۍ سره په غزه کې" هېڅ تماس نه لري.

    یوسف په ټویټر کې لیکلي: "غزه تر سختې بمبارۍ لاندې ده، ارتباطات پرې شوي دي،" ده وویل چې له خپلې خواښې سره یې له تېرو "۳ اونیو راهیسې چې په سیمه کې جګړه پیل شوې ده، اړیکه ‌پرې شوې ده".

    نوموړي په یوه ټویټ کې پوښتلي چې: "څومره ماشومان باید مړه شي مخکې له دې چې نړۍ وواي بس ده؟".

    د ښاغلي یوسف خسر او خواښې د یوه ناروغ خپلوان د لیدو لپاره غزې ته تلي وو چې د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس د برید پرمهال همالته وو.

    اسرائیلو چې پر غزه بمبارۍ پیل کړې دوی له دریو اونیو راهیسې همالته بند پاتې دي. یوسف د دې اونۍ پیل کې وویل چې خسرګنۍ یې اوبه نه لري.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  14. د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېریش څو شېبې وړاندې په اېکس (ټویټر) په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه او لیکلي یې دي د "ريښتيا وخت" را رسېدلی دی.

    ښاغلي ګوتېرېش لیکلي، "زه یو ځل بیا په منځني ختیځ کې د اوربند، د ټولو یرغمل شویو کسانو د بې قید او شرطه خلاصون او اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورنې توکو د رسولو غوښتنه کوم. هرڅوک باید خپل مسؤلیت په غاړه واخلي. دا د ريښتيا شېبه ده. تاریخ به زموږ ټولو په اړه قضاوت کوي."

  15. وروستی, حماس وايي د اسرائیلو په جنوب کې يې پر ښارونو راکټي بريدونه کړي

    د حماس پوځي څانګه (عزالدین قسام) وايي، د اسرائیلو په جنوب کې د سدروت او اشداد پرښارونو د توغنديو بريدونه کړي دي.

    د دې ډلې په وینا د اشکلون پر ښار هم راکټونه توغول شوي دي.

    په سدیروت او اشکیلون ښارونو کې د بي بي سي خبریالانو تائید کړې چې هلته د خطر زنګ وهل شوی دی.

    په همدې حال څو ساعته وړاندېد اشکلون پر ښار داسې حال کې توغندي لګېدلي چې د اسرائیلو د توغندیو دفاعي سیستم نه دي خثی کړي.

    غزه

    د عکس سرچینه، AFP

  16. اسرائیل ادعا کوي چې حماس روغتونونه د انساني سپر په توګه کاروي

    د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري په خپل وروستي خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د حماس پر ډله تور ولګاوه چې روغتونونه د انساني سپر په توګه کاروي.

    اسرائیل له څو کلونو راهیسې ټینګار کوي چې د پوځي جګړو پر مهال د حماس پوځي تجهیزات په روغتونونو او د استوګنې په سیمو کې پټوي او کله ناکله د دې ډلې وسله وال د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي لپاره په دې سیمو کې پناه اخلي.

    نوموړي همداشان وويل چې هېواد به یې پر غزې او شاوخوا سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

    غزه
  17. غزه کې د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی

    موږ همدا اوس په ژوندۍ بڼه داسې تصویرونه وینو چې یوې درنې چاودنې د غزې یوه برخه ولړزوله. اسرائیلي ځواکونو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، دوی پر غزه تړانګه پرلپسې بریدونه کوي. کله چې د دې پېښو تازه معلومات ترلاسه شي، د بي بي سي پر همدې پاڼه به له تاسو سره شریک شي.

    غزه

    د عکس سرچینه، AFP

  18. سرچینې وايي، د یرغمل کسانو احتمالي تبادلې لپاره خبرې زور اخلي

    په پراخه کچه داسې رپوټونه خپاره شوي چې د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو خبرو کې د احتمالي اوربند موضوع هم شامله ده. قطر د دواړو لوریو تر منځ دې لړ کې مهم رول لوبوي. اسرائیل په عام محضر کې د اوربند خبره ردوي او د حماس له منځه وړلو خبره کوي.

    بل لور د اسرائیل نژدې متحد هېواد امریکا تر دې زیات سخت دریځ ښيي. امریکا وايي، د داسې هېڅ ډول اوربند ملاتړ به و نه کړي، چې په وینا یې حماس ته د بیا یو ځای کېدو فرصت چمتو شي.

    اوس یوې سرچینې چې دې خبرو ته نژدې ده، بي بي سي ته ویلي، د قطر په منځګړیتوب خبرو زور اخیستی چې د یرغمل کسانو تبادلې او احتمالي اوربند ته لار هواره شي.

    موږ باید په ټینګار سره ووایو چې هېڅ یوه لوري رسماً په دې هکله هېڅ نه دي ویلي. اسرائیل وايي، په غزه کې ۲۲۰ اسرائیلیان یرغمل دي.

  19. وروستی حال

    په تل ابیب کې د استوګنې پر یوه ودانۍ راکټ لګېدلی.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، په تل ابیب کې د استوګنې پر یوه ودانۍ راکټ لګېدلی.
    • د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې ۲۰ورځې پوره شوې او له دواړو لوریو د وژل شویو کسانو شمېر زرګونو کسانو ته رسېږي. په همدې حال کې روغتیا پالان وايي، تل ابیب کې د استوګنې پر یوې ودانۍ د راکټ لګېدو له کبله درې کسان ټپیان شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولین وايي، د اکتوبر پر اوومه د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې ۷۰۲۸ کسان وژل شوي دي. دغه سازمان وايي، په وژل شویو کې نژدې ۳۰۰۰ ماشومان شامل دي.
    • لسو نورو لاریو ته هم اجازه ورکړل شوې، چې غزې ته ننوځي، خو مرستندویان او خیریه ټولنې وايي، اړتیا خورا زیاته ده.
    • د دې جګړې له پیله راهیسې غزې ته د تېلو وړلو اجازه نه ورکول کېږي او د فلسطین سرې میاشتې ټولنې بي بي سي ته وویل، د امبولانسونو چلولو لپاره یې د تېلو زېرمه په ختمېدو ده او یوازې هغه ماشینونه فعال ساتي چې د ژوند ژغورنې لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
    • د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یواین ار ډبلیو اې مسوولینو د بشري اوربند غوښتنه کړې. دغه داره وايي، که کړکېچ دوام کوي دوی به له ''څو ورځو وروسته'' و نه تاوانېږي چې چارې روانې وساتي. د یادونې ده، چې دې ادارې په غزه جګړه کې ۵۷ کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.
    • د اکتوبر پر ۷مه اسرائیل کې د حماس سختو بریدونو پایله کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل شول او داسې فکر کېږي چې ۲۲۹ نور کسان د یرغمل په توګه نیول شوي دي. له هغه وروسته اسرائیل پر غزه بریدونه پیل کړل.
    • د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوئید اسټین د سوریې په شمال کې د دوی هوايي بریدونه په عراق او سوریې کې پر امریکايي ځواکونو د ایران پلوه ملېشو بریدونو ته غبرګون دی او د اسرائیل او حماس له جګړې سره تړاو نه لري. ښاغلي اسټین په یوه اعلامیه کې په دې تړاو ویلي امریکايي هوايي بریدونه ''د اسرائیل او حماس تر منځ له جګړې جلا او ځانګړي دي.''
  20. رویټرز خبري اژانس وايي، تل ابیب کې د راکټي برید له کبله درې کسان ټپیان شوي

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي د اسرائیل پلازمېنه تل ابیب پر یوه استوګنیزه ودانۍ د راکټ لګېدو له کبله درې کسان ټپیان شوي دي. په رپوټ کې زیاته شوې چې ماسپښین مهال د پېښې ځای په شاوخوا سیمه کې د راکټي بریدونو خبرداري په هکله سائرنونه وغږول شول. موږ د دې پېښې جزیات څارو او هغسې چې ترلاسه شي، دلته به یې له تاسو سره شریک کړو.