اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. مرستندویان وايي، د غزې په کډوالو کمپونو کې 'رښتیا لوږه خپره شوې'

    جبلیه د غزې کډوالو کمپونو کې تر ټولو ستر هغه بلل کېږي. ملګري ملتونه وايي، د دې پنډغالي په یو اعشاریه څلور مربع کیلومتره ساحه کې له ۱۱۶۰۰۰ ډېر کسان ژوند کوي. خالد چې په دې پنډغالي کې د مرستو رسولو چارو له مسوولینو یو دی، د بي بي سي راډیو له نړیوالې څانګې سره خبرو کې وايي، د بنسټیزو اړتیا وړ توکو په ګډون هلته نژدې هر څه ختم شوي دي.

    نوموړی وايي، په ځايي نانوایانو کې اوړه ختم شوي او له همدې کبله 'رښتیا لوږه' حاکمه ده.

    په دا وروستیو ورځو کې غزې ته یو شمېر لارۍ رسېدلې، چې د مرستې لپاره استول شوي توکي پکې بارو وو، خو مرستندویان وايي، دا توکي د اړتیا پوره کولو ته نژدې هم نه رسېږي.

    خالد وايي، جبلیه ته چې څومره توکي رسېدلي، دا یوازې د یوه پناه ځای اړتیا پوره کولای شي.

    جبلیه پنډغالي کې د اسرائیل بمباریو له کبله ودانۍ ویجاړې شوې دي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، جبلیه پنډغالي کې د اسرائیل بمباریو له کبله ودانۍ ویجاړې شوې دي.
  2. وروستی, د ترکیې ولسمشر حماس 'د ازادۍ ډله' وبلله

    اردوګان

    د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وايي، حماس 'د ازادۍ ډله' ده، چې په وینا یې د خپلې خاورې ساتنې لپاره یې جګړه پیل کړې. د نوموړې دا څرګندونې داسې بلل کېږي، چې په اسرائیل کې به غوسه راوپاروي.

    د یادونې ده، چې حماس او په ځانګړې توګه د حماس پوځي څانګه د اسرائیل، امریکا، اروپايي ټولنې، بریتانیا او ځنیو نورو هېوادونو له لوري ترهګره ډله بلل کېږي.

    د اکتوبر پر ۷مه حماس وسله والو د غزې پولې ته نژدې بریدونو کې نژدې ۱۴۰۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي کسان وو.

    د ترکیې ولسمشر د خپل هېواد پارلمان ته یوه وینا کې وویل، اسرائیل ته د سفر په هکله خپل پلان لغو کوي. نوموړي وویل، ده د اسرائیل ولسمشر بنیامن نتنیاهو ته لاس ورکړی و، خو په وینا یې اسرائیل ترکیې ته سپکاوی کړی.

    د یادونې ده، چې تېره میاشت د ترکیې ولسمشر او د اسرائیل لومړي وزیر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په یوه غونډه کې لیدنه، کتنه درلوده او هغه وخت دا موضوع د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په ښه کېدو کې یو بل پاموړ پرمختګ بلل شوی و.

  3. د غزې جګړې پر سر د ملګرو ملتونو او اسرائيلو تر منځ‌ ناندرۍ راپورته شوې

    ګوتېرېش

    د عکس سرچینه، EPA

    له تېرې شپې راهیسې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د روانې جګړې پر سر د خبرو لپاره له اسرائيلي مشرانو سره ناسته درلوده، د ملګرو ملتونو سرمنشي او اسرائيلي مشرانو تر منځ ناندرۍ پیل شوې دی.‌

    • د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش وايي، د تېر اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه چې حماس بریدونه پیل کړل او تر ۱۴ سوه ډېر کسان پکې ووژل شول " په کومه خلا کې نه" بلکې پر فلسطینیانو د اسرائيلو د "۵۶ کلن یرغل" په ترڅ کې وشول.
    • دغو څرګندونو د اسرائيلو د بهرنیو چارو وزیر ایلن کوهن قهرجن عکس العمل پارولی. هغه ویلي، "د داسې عام‌وژنې لپاره هېڅ دلیل نه شته" او ښاغلی ګوتېرېش یې وپوښت چې، "تاسې په کومه نړۍ کې اوسېږئ؟" ښاغلي کوهن وروسته په ډاګه کړه چې د ملګرو ملتونو له مشر سره به خپله ناسته لغوه کړي.‌
    • په ملګرو ملتونو کې د اسرئيلو استازي ګېلاد ایردن له انتونیو ګوتېرش وغوښتل چې استعفا ورکړي او په وینا یې، "هغه د ملګرو ملتونو د مشرتوب وړ نه دی."
    • ګوتېرېش وروسته پر خپل اېکس وضاحت ورکړ چې،‌ "د فلسطينیانو ځور د حماس بوږنوونکي بریدونه نه شي‌ توجیه کولای" او "دا وحشتناک بریدونه د فلسطين د خلکو په ډله‌ييزه توګه داسې مجازات کول نه شي توجیه کولای."
    • اسرائيل اوس ویلي چې د ملګرو ملتونو چارواکو ته به له دې وروسته ویزې ورنه کړي او وار د مخه یې د دغه نړیوال سازمان د بشري مرستو رسولو برخې یوه چارواکي مارټېن ګرېفېټس ویزه رد کړې ده.‌ ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو استازي ګېلاد ایردن په همدې اړه ویلي، "اوس د دې وخت دی چې دوی ته درس ورکړل شي."
  4. وروستی, د تصویر په ژبه؛ پر غزه د اسرائيلو د بمبارۍ انځور

    د اسرائيلو پر هوايي بریدونو یوه بله شپه تېره شوه. دا عکسونه تازه رارسېدلي او په خان یونس او د غزې تړانګې په سوېل کې هغه ویجاړی ښکاروي چې اسرائيلو تېره شپه د بمباریو په ترڅ کې رامنځ ته کړی دی.

    د یادولو ده چې اسرائيل وايي، دوی د حماس اړوند ودانۍ، سمڅې او د وسلو مرکزونه په نښه کوي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

  5. وروستی, غزه کې روغتونو له بېړنیو څانګو پرته نور خدمات ځنډولي

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، روغتونو ته تېره ورځ ځینې مرستې ورسېدې، خو تېل پکې نه وو

    په غزه کې د بي‌بي‌سي خبریال رشدي ابولعوف وايي، په دې تراړه کې روغتونونو له بېړنیو څانګو پرته نور خدمات ځنډولي دي.

    دا ګام ځکه اخیستل شوی چې د دغو روغتونونو د تېلو زېرمې په چټکۍ مخ په خلاصېدو دي او په دې توګه غواړي مصرف تر ممکنې کچې ټیټ وساتي.

    رشدي ابولعوف بي‌بي‌سي راډیو ته ویلي، روغتونونه اوس یوازې پر ژوند ژغورونکو او بېړنیو خدماتو تمرکز کوي.

    هغه وضعیت ناوریني بللی.

  6. وروستی, غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره: تېل له همدا نن شپې تمامېږي

    په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه غزې ته د ډېرو اړینو بشري مرستو رسولو لپاره د بشردوستانه محلوظاتو له مخې د جګړې د درېدو غوښتنه کوي، په دې تراړه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه کارکوونکو هم خبرداری ورکړی چې د چارشنبې له شپې نور فعالیت لپاره تېل نه لري.

    خو د اسرائیل پوځ د سپوږمکۍ په وسیله غزه کې دننه د تېلو د لسګونو ټانکو د یوه اخیستل شوي عکس له خپرولو سره حماس د تېلو په زېرمه کولو تورن کړی.

    اسرائیل وايي، حماس همدا اوس ۵۰۰ زره لیټره تېل لري.

    د اسرائیل پوځ د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان UNRWA ته په ځواب کې لیکلي "له حماسه یې وغواړئ، که یو څه درکړي."

  7. نه غواړم چې لور رانه جلا شي

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، عبدالله تیش د خپلې وژل شوې لور مړی په غېږ کې نیولی

    د عبدالله تیش لور د غزې په خان یونس کې د دوی پر کور د اسرائیل په هوايي برید کې ووژل شوه.

    هغه خپله مړه لور په غېږ کې نیولې، پښې یې ښکلوي او وايي چې نه غواړي ترې جلا شي.

    "دا زما لور ده. غواړم تر ښخولو وړاندې ورسره چې څومره ممکن وي، ډېر وخت تېر کړم. دوی غوښتل چې مخ یې پټ کړي. خو ما ورته وویل چې موږ د شهیدانو مخونه نه پټوو."

    تیش خپله لور په داسې حال کې غېږ کې لېږدوله‌، چې شاوخوا ترې په بریدونو کې په بشپړ ډول د نړیدلو ودانیو ویجاړۍ ښکارېدې.

    عبدالله

    د عکس سرچینه، Reuters

  8. واشنګټن پوست: د عراق او سوریې وروستیو بریدونو کې ۲۴ امریکايي سرتېري ټپي شوي

    واشنګټن پوست ورځپاڼې سې‌شنبه یوه رپوټ کې د چارواکو په حواله ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ اوږدو کې په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو بریدونو کې ۲۴ امریکايي سرتېري ټپي شوي‌ دي.

    واشنګټن پوست لیکلي: "د بایډن حکومت څو ورځې د جزییاتو له ورکولو پرته داسې انګېرله، چې په غزه کې د حماس خلاف ځمکنیو علمیاتو ته د اسرائیل له چمتو کېدو سره، منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ غړي د لوړې کچې خطر سره مخامخ دي."

    په دوی کې تر ټولو جدي پېښه د اکتوبر پر ۱۸مه د سوریې سویل کې پر تنف اډي د څو ډرون الوتکو برید و.

    د امریکا پوځي چارواکو ویلي په دې پېښه کې ۲۰ سرتېري 'برسېرن' ټپي شوي دي.

  9. وروستی, اسرائیلي ځواکونو لویدیزه غاړه کې ډرون برید کړی

    جنین

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، یکشنبه هم جنین کې د اسرائیل هوايي برید کې ۲ کسان وژل شوي وو

    د اسرائیل دفاعي ځواکونه "ای‌ډي‌اېف" وايي د لوېدیزې غاړې جنین ښار ته نږدې یې له فلسطینیانو سره د نښتو پر مهال د ډرون برید کړي.

    ای‌ډي‌ایف یوه بیان کې ویلي، چې جنین کې یې له "وسله والو ترهګرو" سره د نښتو پر مهال دوه کسان نیولي هم دي.

    اسرائیل وايي دا نښتې جنین کې د فلسطیني کډوالو پنډغالي ته نږدې د دوی د ځواکونو د ګزمې پر مهال تر هغې وروسته رامنځته شوې، چې فلسطیني وسله والو پرې ډزې وکړې او بمونه وغورځول.

    په دغو نښتو کې اسرائیلي سرتېرو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

    اسرائیل یکشنبه هم جنین کې پر یوه جومات هوايي برید کړی او ویلي و چې "ترهګرو" ترې د بریدونو د پلان او ترسره کولو د مرکز په توګه ګټه اخیسته.

  10. غزه کې د دوو وژل شویو ماشومانو مور او پلار: سوله غواړو چې نور خلک ونه وژل شي

    د غزې د الاهلي روغتون د خونړي برید د قربانیانو کورنۍ لا له غم او ویر نه دي راوتلې.

    عرفات ابو عاصي پکې دوه زامن، ورور او دوه ورېرونه له لاسه ورکړي.

    دی وايي سوله غواړي، چې نور خلک ونه وژل شي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  11. وروستی, اسرائیل وايي د سوريې پوځ پر اهدافو یې بریدونه کړي

    د اسرائیل پوځ وايي، چې د هوايي ځواک جنګي الوتکو یې په ځايي وخت چارشنبه سهار وختي د سوریې دولت اړوند پر پوځي تاسیساتو او د هوانونو توغونې پر ځایونو بریدونه کړي دي.

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو 'ای‌ډي‌اېف' ویلي دغه بریدونه د اسرائیل پر لور د سې‌شبنې ورځې د توغندیزو بریدونو په ځواب کې شوي.

    تر اوسه په دې تړاو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

  12. بایډن: بشري مرستې ډېرې سوکه غزې ته رسېږي

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، غزې ته د بشري مرستو د استولو لړۍ سوکه ده.

    هممهاله غزه کې د ملګرو ملتونو ادراې ویلي، که ژر تېل تر لاسه نه کړي، نو اړ کېږي چې فعالیتونه وځنډوي.

    تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د څانګې یوه ویاند ویلي وو، پر شلو لاریو بار توکي چې ټاکلې وه نن غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي، تر دې تراړې ته نه دي ننوتې.

  13. د غزې روغتیا وزارت: یوه ساعت کې ۵۰ نور کسان ووژل شول

    د حماس تر کنټرول لاندې د فلسطین روغتیا وزارت علان کړی چې نن (سې‌شنبه) پر غزې د اسرائیل د هوايي بریدونو له کبله په وروستي یوه ساعت کې لږترلږه ۵۰ نور کسان ووژل شول.

    د دغه وزارت یوه چارواکي ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو پر غزې تراړې بریدونه پراخ کړي‌ دي.

    د اسرائیل پوځ په دې اړه د بي‌بي‌سي د پوښتنې ځواب کې ویلي، چې دوی په غزه کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه مالومات نه لري.

  14. وروستی, د غزې جګړه: د ملګرو متلونو پناځایونو کې له نیم میلیون ډېر خلک دي

    د غزې په کور د ننه ۲٬۲ میلیون بې ځایه شویو وګړو له ډلې یې نژدې ۱٬۴ میلیون وګړي د ملګرو ملتونو په پناځایونو کې اوسي.

    دوی وروسته تر هغه دغو پناځایونو ته مخه کړه چې د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس له بریدونو وروسته اسرائیلو د اکتوبر پر ۱۳مه پر غزه بمبارۍ پیل کړې او له شمالي برخو یې د خلکو د وتلو خبرداری ورکړ.

    ملګري ملتونه وايي، غزې ته د سونتوکو او مرستو د نه رسېدو له کبله ښايي تر سبا ماښام پورې د دوی انساني عملیات او چارې ودرول شي.

    دا مهال د بې ځایه شویو په ۱۵۰ پناځایونو کې نژدې ۵۹۰،۰۰۰ خلک اوسي چې ډېری دغه پناځایونه په ښوونځیو کې جوړ شوي او ملګري ملتونه یې مدیریت مخته وړي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

  15. ۸ لارۍ نور خوراکي توکي، اوبه او درمل غزې ته رسېدلې

    د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي چې تر څه باندې ۱۰ ساعته انتظار وروسته پر درملو، اوبو او خوراکتوکو اتو بار لاریو ته اجازه ورکړ شوې، چې د رفح بندر له لارې غزې ته ننوځي.

    دغې ټولنې پر خپله اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې له دغو لاریو په ۵ که درمل، دوو کې اوبه او یوه کې خوراکي توکي بار دي.

    په امریکا کې د اسرائیل سفارت هم پر خپله اړونده خواله رسنۍ غزې ته د دغو تازه رسیدلو مرستو عکسونه خپاره کړې او ورسره لیکلي یې دي "دعا کوو چې دا کاروان لار غلطه نه کړي او د حماس لخوا ونه درول شي."

    دا روانه اوونۍ څوم ځل دی چې غزې ته د بشري مرستې رسېږي، خو تر اوسه د حماس لخوا د دغو کاروانونو د درول کېدو کوم رپوټ نه دی ورکړی شوی.

  16. وروستی, ګوتېرېش: غزه کې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه شوې

    ګوتېرېش

    د عکس سرچینه، EPA

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي په غزه کې له نړیوالو قوانینو په ښکاره سرغړونې سخته اندېښنه ښودلې ده.

    انتونیو ګوتېرېش د حماس یا اسرائیلو له نوم اخیستلو پرته، له ملکي وګړو د انساني ډال په توګه کار اخیستنه او د غزې په جنوبي سیمو بمباري، چې اسرائیلو د غزې د شمالي خلکو لپاره خوندي اعلان کړې وې، وغندله.

    د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: "د ملکي وګړو ساتنه په هره وسله واله جګړه کې لومړی اصل دی. د ملکي وګړو ساتنه په دې معنا نه ده چې له هغوی څخه د انساني ډال په توګه استفاده وشي. دا په دې معنی نه ده چې تاسو یو میلیون خلکو ته امر وکړئ چې خپل کورونه له سوېل څخه وباسي، چېرې چې نه سرپناه، نه اوبه، خواړه، درمل او د سونګ توکي شته او بیا په جنوب کې بمباري کوئ".

    ښاغلي ګوتریش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د اکتوبر د اومې برید په یوه تشه کې نه و تر سره شوی او د فلسطین خلک له ۵۶ کلونو راهیسې د "زندۍ کوونکي نیواک" سره مخامخ دي. "دوی ویني چې پر ځمکو یې استوګنیزې مېنې جوړېږي او ړ تاوتریخوالی بندیوانان دي، د دوی اقتصاد ټکنی شوی، خلک یې بې ځایه شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي."

    خو ښاغلي ګوتېرېش ټینګار وکړ چې "نه د فلسطین د خلکو کړاو د حماس برید توجیه کوي او نه هم د حماس له خوا انزوا برید د فلسطینیانو د ډله ییزې سزا توجیه کېدای شي". په ځواب کې د اسرائیلو سفیر د ښاغلي ګوتېرېش د استعفا یا بښنې غوښتنه وکړه.

    په ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو سفير د ښاغلي ګوتېرېش د څرګندونو په غبرګون کې د هغه د استعفا غوښتنه کړې ده.

  17. غزه کې تر بمباریو لاندې خلک څنګه پايي؟

    د بي بي سي خبريال رشدي ابو العوف يو له کمو هغو خبريالانو دی، چې لا اوس هم غزه کې دي. دی اوس د غزې تړانګې جنوب خان يونس کې دی او هلته يې د ناوړه کېدونکي بشري حالت په اړه حال راکړی.

  18. د ایران ولسمشر د ' یو اسلامي دریځ نشتوالي' له کبله اندېښنه ښودلې

    د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د "واحد اسلامي دریځ د نشتوالي" له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې که د اسلامي نړۍ یو دریځ وای نو "پر غزه به د اسرائیلو د یرغل مخه نیول شوې وای".

    رئیسي دا خبرې د سعودي له نوي سفیر څخه د باورلیک سپارلو په غونډه کې کړې دي.

    سعودي له اوو کلونو وروسته ایران سره خپل دیپلوماتیک اړیکي بېرته ورغول.

    ارنا خبري اژانس د رئیسي له خولې ویلي: "اسلامي نړۍ او یوه او بشپړ دریځ یې د صهیوني رژیم د یرغل مخه نیولی شوای".

  19. د غزې څومره وګړي بې‌ځایه شوي؟

    ګرافیک
  20. وروستی, ۲۴ ساعتونو کې اسرائیلي زندانونو کې دویم فلسطینی بندي 'مړ' شوی

    د اسرائیلو د زندانونو چارو ادارې ویلي د لوېدیځې تراډې رام الله ښار ته نژدې د اسرائیلو په (عوفر) زندان کې نن یو بل فلسطینی بندي 'مړ' شوی دی.

    دوی په یوه بیان کې ویلي، بندي د ناروغۍ احساس وکړ ، د زندان لابراتوار ته د ازموینو لپاره یووړل شو، خو اړوند ډاکټر د هغه د مړینې خبر راکړ.

    دغه اداره وايي، بندي په ۱۹۹۸ کال زیږېدلی، چې په وروستیو کې لوېدیځه تراډه کې نیول شوی و.

    وړمه شپه هم د عمر دراغمه په نامه یو فلسطینی بندي له بندي کېدو دوې اونۍ وروسته د اسرائیلو په "مجدو" نومي زندان کې 'مړ' اعلان شوی و.